fbpx

د ټیګونو ارشیف : هزاره‌ ګان

د بغلان د خونړۍ پیښې عاملان څوک دي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د پنجشنبې په ورځ د بغلان ولایت د تاله وبرفک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نا پېژاندو وسله والو د يوه کان پر کارګرو د بريد په ترڅ کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د بیوزله ولسي وګړو وژنه د ټولو انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل دی او هر څوک چې دغه وړ کړنې ...

نور ولوله »

د کابل ننی لاریون د کومو موخو لپاره ؟!

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی تیره ورځ ولسمشر غني د ټوټاپ پروژي د راولاړشوې ستونزې د هواري په غرض د پروژې چارې وځنډولې او د هغې د هر اړخیزې څیړنې لپاره یې ۱۳ کسیز کمیسیون وټاکه. د کمیسیون له ټاکل کیدو سره سم ارګ اعلان وکړ چې د يادې پروژې ټولې چارې به د دې کمېسیون د پریکړې تر ...

نور ولوله »

هزاره هم خدا دارد هم خورما

بخت الرحمن ( بخت) له کومي ورځي چي د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالي کي اته تنه هزاره ګان دداعش له لوري وژل شوي، دافغانستان حکومت، سیاسیون خبري رسنۍ، بشري ټولني او نړیوال سفارتونه ټول ددغي فاجعي دغندولو او تقبیح کولو په اړه سره په یوه خوله شوي. داخبره پرځای ده چي دداعشي ټوپک سالرانو له لوري دغه اته ...

نور ولوله »

طالبانو اته هزاره‌ګان د تښتوونکو له منګولو ازاد کړل

نن ټکی اسيا (سه شنبه ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ ل): وسله‌والو طالبانو د هغو ۳۱ هزاره‌ګانو له جملې چې تېر کال د کب/حوت د میاشتې په ۵مه ناڅرګندو وسله‌والو تښتولي وو، د تښتوونکو له منګولو ازاد کړي دي. د غزني ولایت د جاغوري ولسوال ظفر شریف د اتو تښتول شوو هزاره‌ګانو خوشې کېدلو پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ...

نور ولوله »

طالبان: د ۳۰ تښتول شویو هزاره‌ګانو په اړه مو څېړنې وکړې؛ د تښتوونکو په اړه معلومات نه لرو

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱۵مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د هغو ۳۰ کسانو چې تېره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لاره ناڅرګندو وسله‌والو له موټره ښکته کړل او له ځانه سره یې بوتلل، په اړه يې نا خبري ښودلې ده. طالب ویاند قاري یوسف احمدي لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي چې «اسلامي امارت» ددغې تښتونې ...

نور ولوله »