د ټیګونو ارشیف : هلمند

هلمند : ناوه کې ۲۵ سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۷زمری، ۱۳۹۶):د هلمند ولايت په ناوه ولسوالۍ کې تېره شپه د دولتي ځواکونو پر امنيتي پوستو د طالبانو له لوري بريدونه شوي. د هلمند والي حيات الله حيات او د نوموړي ويندوی د پيښي د پخلي تر څنګ مني چې په پرونۍ جګړه کې د دوی پنځه امنيتي سرتيري وژل شوي. پېښه د يادي ولسوالۍ ...

نور ولوله »

ولسمشر اشرف غني هلمند ته په ناڅاپې سفر تللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): ولسمشر اشرف غنې نن د پنجشنبې په ورځ هلمند ولایت ته په ناڅاپې سفر تللی دی. د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددې سفر موخه د یاد ولایت امنیتي وضعیت ارزونه او په وروستیو پيښو کې د وژل شويو عسکرو له کورنیو سره لیدل وو. باید وویل شي ...

نور ولوله »

د امریکایانو په بمبار کې وژل شویو عسکرو کورنۍ عدالت غواړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): وړمه ورځ امریکایانو په ګریشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بمبار وکړ چې له امله یې د قومندانانو په ګډون په لسګونو پولیس او اربکیان ووژل شول. دولتي اړخ تر اوسه یوازي د ۱۶ تنو عسکرو وژل کېدل منلي دي خو د طالبانو سرچینې وايي چې تر ۶۰ زیات عسکرو ته ...

نور ولوله »

امریکایان ولي دولتي ځواکونه بمباروي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ د هلمند ولایت اړوند د ګرشک په ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو هغه دولتي سرتیرې په نښه کړل کوم چې کرۍ ورځ یې له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې خونړۍ جګړه کړې وه. په دې پیښه کې چې لا تر اوسه یې د چارواکو له لوري د تلفاتو جزئیات له رسنیو ...

نور ولوله »

ګریشک: امریکايي ځواکونو په بمبار کې په لسګونو افغان عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د امریکایانو په بمبار کې په لسګونو دولتي ځواکونه وژل شوي دي. د هلمند والي حیات الله حیات د پيښې تایید کړی دی او رسنیو ته یې ویلي چې نن غرمه په ګریشک ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو په تېروتنه پر دولتي ځواکونو بمبار وکړ چې له ...

نور ولوله »

د طالبانو د مشر «شیخ هبة الله اخوندزاده» زوی سرتیری برید کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخوندزاده زوی «عبدالرحمن» د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې سرتیری برید کړی دی. د طالبانو سرچینې وايي چې عبدالرحمن شاوخوا ۲۲ کلن وو، د شیخ هبة الله د مشر ټاکل کېدو تر مخه لا د طالبانو په «استشهادي کنډک» کې شامل شوی وو او له هغه راهیسي ...

نور ولوله »

د ګرشک ولسوالۍ لومړی کمربند مات شوی، سخته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۶): طالبانو د هلمند ولایت پر ګرشک ولسوالۍ پراخ بریدونه پیل کړي چې له امله یې د دولتي ځواکونو کمربند مات شوی او جګړه په شدت سره روانه ده. د هلمند ولایت امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو له تیرې شپې راهیسي پر ګریشک ولسوالۍ بریدونه پيل کړي دي او تر لومړي کمربند را ...

نور ولوله »

ناوه – هلمند: دولتي ځواکونو د قرآن کریم آیتونه تر پښو لاندي کړه / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): وروسته له هغه چې دولتي ځواکونو د طالبانو څخه د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ ونیوله، په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري لګول شوي بیرغونه او لوحې پر ځمکه وغورځول شوې. پر هغو بیرغونو او لوحو چې د قرآن کریم آیتونه او کلیمې لیکل شوي وي، بې حرمتي يې د اسلامي مقدساتو ...

نور ولوله »

هلمند: د ناوې ولسوالۍ د بیا نیولو ادعا وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): په هلمند ولایت کې د میوند ۲۱۵ قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزی رسنیو ته ویلي چې د ناوې ولسوالۍ ته نن سهار ور ننوتل او دغه ولسوالي يې په خپل کنټرول کې راوستله. د هلمند مرکز لښکرګاه ته نیژدې ناوه ولسوالي له تېر کال راهیسي د طالبانو په لاس کې وه، ...

نور ولوله »

ناوې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده- طالبان وایی څلور امريکايي عسکر یې وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده او دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي. د ۲۱۵ ميوند قل اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزی چې د دغه عملياتو قومانده په غاړه لري وايي، چې په يادو عملياتو ...

نور ولوله »