د ټیګونو ارشیف : هلمند

هلمند: چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

Hilmand ss

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه یوه د سرک د غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له قوله دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه موټرسایکل ډول ریکشا د ۷ سپرلیو سره د لښکرګاه ښار ...

نور ولوله »

د کجکي برېښنا بند دوهم فاز جوړیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز د جوړونې قرارداد د ګډحکومت او یوه ترکي شرکت تر منځ لاسلیک شو. دغه قرارداد نن د شنبې په ورځ د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد جلالي او سلیمان سلیو د «۷۷ شرکت» رییس تر منځ د ولسمشر، ښار جوړونې، کلیو پراختیا او ماليې وزیرانو ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د روزګان په څېر د اچین پر برید هم سکوت غوره کړ

نن ټکی اسیا جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو د حکومت دوه کاله پوره شول. د دغه حکومت د جوړیدو له پیله تر دې دمه د امریکايي او بهرني ځواکونو له خوا په ملکي وګړو او ملي سرتېرو ترسره شوي هېڅ برید نه دی غندلی. د کندوز پر روغتون برید چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم ...

نور ولوله »

دفاع وزارت وايي هلمند کې یې د طالبانو زندانونه مات کړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت ادعا کړې چې ځانګړو ځواکونو د هلمند په درې ولسوالیو کې دطالبانو زندانونه مات کړي دي او تر سلو زیات بندیان یې ترې ازاد کړي دي. طالبانو د ملي دفاع وزارت ادعاوې رد کړي او په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو چې په جنوب کې عموما د ...

نور ولوله »

هلمند: چاودنې ۶ ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه موټر چاودنې ۶ کسان وژلي او ۵ نور ټپیان کړي دي. د هلمند د والي ویاند عمرځواک ويلي چې دغه چاودنه د ملکي وګړو پر یوه موټر شوې چې د ناوې څخه خانشین ولسوالۍ ته روان و. د ځواک په وینا پر ...

نور ولوله »

ایا ولسمشر د هلمند په زندان کې د امنیتي ځواکونو له وژل کیدو هم متأثردی؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه تیره ورځ ښاغلی ولسمشر او د هغه میرمن بي بي ګله په کابل کې د امریکايي پوهنتون لیدو ته ورغلل او هلته یې امنیتي چارواکو ته د یاد پوهنتون د اړونده ساحي د تحفظ په غرض د لا ټینګو امنیتي تدابیرو دستور ورکړ. یاد امریکايي پوهنتون دری ورځې وړاندې د دریو تنو بریدګرو لخوا په نښه ...

نور ولوله »

په افغانستان کې د امریکا متذبذبه تګلاره

 د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1] مقدمه تېره اوونۍ شاوخوا ۱۰۰ تنه امريکايي پوځيان په هلمند کې ځای پر ځای شول او ورسره هم‌مهاله يو امريکايی پوځي په دغه ولايت کې ووژل شو او يو بل ټپي شو. سره له دې چې بهرني پوځيان د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ مياشتې راهيسې د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د افغان ...

نور ولوله »

د هلمند-کندهار لويه لار، حقيقت څه دی؟

خالد رعد مجاهدينو په هلمند ولايت کې تقريبا د يوې مياشتې په موده کې ګڼې سيمي د غلامو عسکرو له وجود څخه پاکې کړې، دلته مجاهدين په تعرضي او د دښمن لښکرې په دفاعي حالت کې دي، دوی د مرکز لشکرګاه په شمول په يو شمير نورو سيمو کې په خپلو قرارګاوو او پوستو کې د ننه محاصره دي او ...

نور ولوله »

پرزندان او پوهنتون بریدونه؛ یو عمل دوه غبرګونونه

معین احمد (خروټي) دوه ورځې وړاندې د کابل پرامریکايي پوهنتون باندې برید کې خواوشا ۶۰ تنه ووژل شول. یاد برید چې په یوه علمي مرکز تر سره شو د امریکا له متحده ایالاتو نیولې تر ولسمشر غني او نورو افغان سیاست والو پوري ټولو په سختي سره وغاندو او د دغه ډول بریدونو تر سره کوونکي یې د بشري جنایاتو ...

نور ولوله »

هلمند: امریکایانو د طالبانو په زندان کې بندي افغان سرتیري بمبار کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۵مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ځواکونو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو هغه زندان بمبار کړی چې د افغان ځواکونو بندي سرتیري په کې ساتل کیدل او ۲۲ تنه زنداني عسکر یې وژلي دي. امریکايي الوتکو دغه افغان عسکر په داسې حال کې ووژل چې ټاکل شوې وه نن د جمعې په ورځ به د ...

نور ولوله »