fbpx

د ټیګونو ارشیف : هلمند

هلمند: ګریشک کې طالبانو د کنډک نیولو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د ګرشک په یخچال کې يې بشپړ کنډک نیولی او اوه تنه عسکر يې پکې وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېره شپه په یخچال سیمه کې د درېیمې لوا اړوند شپږم کنډک تر برید لاندې راوست او بشپړ يې ونیو. خبرپاڼه زیاتوي برید د شپې په ...

نور ولوله »

د هلمند په نشه يي توکو کې د معصوم ستانکزي لاس

محب الله غورځنګ هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د افغانستان په کچه په کې زیات کوکنار کرل کیږي. د یوې سروې له مخې تېر کال په ټول افغانستان کې په دوه لکه هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې له دې جملې څخه یې یو لک هکټاره یوازې په هلمند کې وو. په دې ...

نور ولوله »

هلمند: ناوه کې امریکایانو ۱۹ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې امریکایانو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۹ تنه يې ځای پر ځای ووژل. ځايي سرچینې وايي چې پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په حاجي جنګ اغا سیمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې طالبانو د اربکیانو یوه پوسته ونیوله. طالبانو هم د پېښې پخلی کړی ...

نور ولوله »

هلمند: د چاپې پر مهال دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمری ۱۳۹۷ل): تېره شپه د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د یوې چاپې پر مهال دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د طالبانو د راپور سره سم تېره شپه ۹ بجې دولتي او بهرنیو ځواکونو د موسی کلا ولسوالۍ بازار او امنیه قومندانۍ ته د رسیدو په موخه چاپه اچولې چې په ترڅ ...

نور ولوله »

هلمند: پولیس پر خپلو ملګرو ټوپک ور اړولی، اته تنه يې وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پولیسو یوه پوسته کې یو عسکر خپل اته ملګري وژلي او طالبانو ته ورغلی دی. پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د شین کلي اړوند یوه پوسته کې شوې ده. طالبان وايي بریدګر د دوی نفوذي ملګری و او په بریالیتوب سره يې خپله دنده سرته رسولې ...

نور ولوله »

هلمند: سرتېري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د هلمند مرکز کې د عسکرو په یوه مرکز سرتېري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده. دغه برید چې د مرکز لشکرګاه په څلورمه حوزه کې د پولیسو او اربکیانو په ګډ مرکز شوی، د ځايي چارواکو په وینا د موټر بم په وسیله شوی دی. طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویلي ...

نور ولوله »

د هلمند پرلټيانو د یوناما مخې ته خېمه وهلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د هلمند هغه پرلټيان، چې ګواکې د سولې غوښتنې نیت لري، کابل ته له رسېدو څو ورځې وروسته نن د یوناما دفتر مخې ته د تحصن خېمه ووهله. دې کسانو چې دعوه کوي د روانې جګړې د پای غوښتونکي دي، درې ورځې وړاندې د څو مادو لرونکی لیک، چې پکې د سولې د خبرو ...

نور ولوله »

له هلمندیانو سره نوې خطرناکه لوبه

سردار محمد همدرد په تېرو پنځلسو کلونو زمونږ د دې هېواد لویه ستونزه همدا وه، چې اکثریت محروم او اقلیت د واک پر ګدۍ کېناستل، چې دې کړنې ډېر بدې پایلې هم لرلې. یوه ضروري خبره چې باید زه یې وکړم، هغه دا چې د افغانستان په ملي یوالي باور لرم او د افغانستان ټولو قومونو او په خپل تناسب ...

نور ولوله »

هلمند: طالبانو ۱۳ زنداني عسکر خوشي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبانو په هلمند کې د ورسره زنداني عسکرو له ډلې ۱۳ تنه خوشي کړي دي. طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دغه زندانیان يې د اختر د رارسېدو په مناسبت خوشي کړي دي. هغه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د خوشي کړل شویو زندانیانو لنډ شهرت هم لېږلی دی. د خبرپاڼې له ...

نور ولوله »

د هلمند نوی والي: د بهرنیانو هوايي بریدونو طالبان ځپلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د هلمند نوي والي جنرال محمد یاسین یاسین چې نن يې خپله رسمي دنده پیل کړه، غونډې ته په خبرو کې د بهرنیانو د هوايي بریدونو هرکلی وکړ. جنرال یاسین که څه هم د دندې يې لومړۍ ورځ وه، خو ويې ویل چې په هلمند کې د طالبانو فعالیت کمزوری شوی دی. د ده ...

نور ولوله »