د ټیګونو ارشیف : هلمند

روسيه: د امريکا په هوايي بریدونو کې دې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې څيړنه وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په هلمند او پکتيا ولايتونو کې د ګډو ځواکونو په بمباريو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده. د روسيې د بهرنيو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې په هلمند او پکتيا ولايت ...

نور ولوله »

څوک سرونه شیندي، څوک د یرغلګرو اډې غواړي

نصيب ځدراڼ تېره شپه د امریکایانو بې‌پېلوټه الوتکې د طالبانو له طرفه هلمند ته ټاکل شوی والي او نظامي مسؤل ملا عبدالمنان (ملا محمد رحیم) موټر په نښه کړ او په شهادت یې ورساوه.د پرون راهسې په رسنیو کې هر رقم تبصرې ورباندې روانې دي، ځینې ورباندې خفه دي او ځینې یې د طالبانو لپاره لوی ګذار بولي. په داسې ...

نور ولوله »

ملا منان داکبر خان او ایوب خان پر پلونو

سید شریف دګڼو رسنیو سرخط دی چې دهلمند لپاره دطالبانو والي ملا عبدالمنان اخنددیرغلګرو په ډرون حمله کې شهید شوی. دملا عبدالمنان دفراق خبر دردونکی دی،ځکه نوموړي ددین او وطن په ننګه ډيرې ستړیاوې او بې خوبۍ وزغملې، په پوره متانت، شجاعت او تدبیر سره یې دیرغلګرو ډیرې حربې او حملې شنډې کړې او  دافغان ولس دخپلواکۍ ګټلو روانې جګړې ...

نور ولوله »

ایا د ملا منان وژل کیدل به د طالبانو پوځي فعالیتونو اغیزمن کړي؟!

نسیم (شاهد) وړمه شپه، د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوي والي ملا عبدالمنان اخند د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړ. ملا عبدالمنان اخند له ۲۰۰۵ز کال راهیسې د هلمند لپاره د طالبانو والي و، چې د خپل مسؤلیت په موده کې یې د دې ولایت ډیری خاوره د بهرنیو ځواکونو، په ځانګړې توګه ...

نور ولوله »

شهید ملا عبدالمنان، یو بل اتل د ابدیت په لور

قاري سعید هلمند د امریکا ضد جهاد په سلسله کې یو له مهمو سیمو او کفر ماتوونکو سنګرونو شمیرل کیږي. د افغانستان تر ټولو پراخ او ستر  ولایت هلمند د کفري یرغل په ماتولو کې هم خپل د ستر توب حق اداء کړی دی. د هغو شمیرو له مخې چې یرغلګرو د خپلو تلفاتو په اړه خپرې کړي، په افغانستان ...

نور ولوله »

هلمند؛ یوناما هم هوايي برید کې د ګڼو ملکي تلفاتو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې په بمباریو کې د ملکي تلفاتو پخلی یوناما هم کړی دی، هغه دفتر چې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه هم خپروي. د یوناما له دفتره خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ګرمسېر په ځنځیر ډراپ سیمه کې د امریکايي ځواکونو په بمبار کې ۲۳ ملکی وګړي ...

نور ولوله »

د هلمند د فاجعې په انعکاس کې د غني د سولې تصویر

نن ټکی اسيا سرليکنه  ولسمشر غني د ژنیو په کانفرانس کې له خپل لوري د سولې په اړه د مشورتي بورد او د هغوی د سوله ییز ماموریت په اړه خبرې وکړي. نوموړي وویل (( موږ د سولې یو مشورتي بورډ جوړ کړی، چې د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره کار وکړي ، دا مشورتي بورډ دولس غړي ...

نور ولوله »

کرزی: د خلکو په کورونو بمباري د ټولو انساني ارزښتونو خلاف عمل دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ډ هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو بريدونه او بمباري غندلي او دا يې د ټولو بشري ارزښتونو خلاف عمل بللی دی. تيره شپه د هلمند ولايت ګرمسير ولسوالۍ په دراب کلي کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۰ تنه ولسي وګړو ...

نور ولوله »

پنټاګون، هلمند کې د وژل شوي امریکايي هویت په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت د هېواد په جنوب کې د وژل شوي امریکايي عسکر هویت په ډاګه کړ. پنټاګون وايي دغه عسکر خاشرود کې د طالب سرتېرو په مخامخ برید کې مرګونی ټپي شو، چې ګرمسېر ته په لاره کې ومړ. ګرمسېر کې د امریکايي عسکرو پنډغالی دی، چې دغه ټپي عسکر يې د ...

نور ولوله »

هلمند: هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Hilmand ss

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷۷ل): د هلمند ولایت چارواکي وايي چې د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د يوې کورنۍ شپاړلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. تيره ورځ ناوخته ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سيمه کې امريکايي ځواکونو د ولسي وګړو په يو کور هوايي بريد وکړ ...

نور ولوله »