د ټیګونو ارشیف : هلمند

هلمند کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې یو قومندان او دوه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند چارواکي وايي په دې ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې یو قومندان او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي قومندان اشرف او د هغه ساتونکي تېره شپه مرکز کې د ماین ښکار شول. هغه وايي پېشه د لښکرګاه اړوند دویمه حوزه کې ...

نور ولوله »

هلمند: طالبانو د قومندان په ګډون پنځه عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د هلمند په نادعلي کې يې د یوې پوستې د قومندان په ګډون پنځه تنه وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د شیراغا ټمبې سیمه کې یوه پوسته نیولې ده. د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې قومندان اسماعیل او د ...

نور ولوله »

هلمند: د نادعلي ولسوالۍ د ملي امنیت سرپرست وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند چارواکي وايي د نادعلي ولسوالۍ د ملي امنیت سرپرست په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. پژواک د دې ولایت د ملي امنیت د یوې سرچینې په حواله وايي چې میر احمد د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې د طالبانو پر ماین برابر شوی دی. په یاده سیمه کې ...

نور ولوله »

هلمند: امریکایي بمبار ۲۰ افغان عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي کې امریکایانو پر افغان عسکرو بمبار کړی او ۲۰ تنه يې وژلي دي. ازادي راډیو د ځايي سرچینو په حواله وايي چې دغه عسکر د نادعلي په لوی مانده سیمه کې پر عملیاتو بوخت و، چې د خپلو بهرنیو دوستانو تر برید لاندې راغلل. د سرچینې په وینا په بمبار ...

نور ولوله »

هلمند: طالبان وايي د یو امریکايي په ګډون يې ۱۲ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): امریکایانو د افغان عسکرو په ملتیا وړمه شپه د ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج په یخچال، ګوبن، سره ښاخ، وزیرو مانده او لوڅانو سیمه کې شپنیز عملیات پیل کړل، چې پکې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ عسکر وژل شوي دي. طالبان وايي د دوی سرتېرو په یاده سیمه کې پر راغلیو بهرنیو او ...

نور ولوله »

د هلمند امنيه قومندان طالبانو ژوندی نيولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): د هلمند پخوانی امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ چې اوسمهال د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ معاون دی د طالبانو له لوري ژوندی نيول شوی دی. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې قومندان سرجنګ د طالبانو له سیمې څخه په ښځينه لباس کې په عامه موټر کې سفر کاوه ...

نور ولوله »

کندهار: چارواکو د ګڼو طالب سرتېرو د وژلو دعوه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): کندهار کې ځايي چارواکي وايي میوند کې يې د طالب سرتېرو تعرضي برید په شا تمبولی او درنه مرګ ـ ژوبله يې ور اړولې ده. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی وايي چې طالبانو د میوند ولسوالۍ د سقوط پلان درلود، چې دوی د هوايي ملاتړ په وسیله ولسوالۍ له سقوطه ...

نور ولوله »

هلمند: امنیتي ځواکونو د ږېرې په خاطر یو ځوان مرګونی وهلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): د هلمند په مرکز کې عسکرو یو ځوان له دې امله مرګونی ډبولی، چې ولې يې په سنتو برابر ږېره پرېيښې ده. عبدالنافع د عبدالظاهر زوی وايي، د بشرانو سیمې د کندهاریانو د کلي اوسېدونکی دی چې پولیسو له کوره ویستلی دی. هغه وايي د کور له دروازې يې د «حاجي نثار د کور» ...

نور ولوله »

هلمند: ګریشک کې طالبانو د کنډک نیولو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د ګرشک په یخچال کې يې بشپړ کنډک نیولی او اوه تنه عسکر يې پکې وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېره شپه په یخچال سیمه کې د درېیمې لوا اړوند شپږم کنډک تر برید لاندې راوست او بشپړ يې ونیو. خبرپاڼه زیاتوي برید د شپې په ...

نور ولوله »

د هلمند په نشه يي توکو کې د معصوم ستانکزي لاس

محب الله غورځنګ هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د افغانستان په کچه په کې زیات کوکنار کرل کیږي. د یوې سروې له مخې تېر کال په ټول افغانستان کې په دوه لکه هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې له دې جملې څخه یې یو لک هکټاره یوازې په هلمند کې وو. په دې ...

نور ولوله »