fbpx

د ټیګونو ارشیف : هند لوبډله

کرېکټ: انګلستان د معین علي پر مټ هند ته په ټیسټ سیریز کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او هندوستان ترمنځ په څلورم ټيسټ سیالۍ انګلستان هند ته په حیرانونکې ډول د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو سیریز یې په خپل نوم کړ. په دغه پنځه یو ورځنۍ سیالۍ کې په عام ډول د دواړو لوبډلو لخوا کمې منډې جوړې شوې، خو د انګلستان ...

نور ولوله »

کرېکټ: هند لوبډله یو ځل بیا د انګلستان تر زورور برید لاندې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ د پنځه ټیسټ سیالیو دویمه سیالۍ د لارډز په تاریخي لوبغالي کې دوام لري چې د تېرې لوبې په څېر یو ځل بیا هند لوبډله د انګلستان لوبډلې تر زورور برید لاندې راغلې ده. د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې هم د هند لوبډلې ...

نور ولوله »

د ویرات کوهلي سترو هڅو یې هم لوبډله له ماتې ونه ژغورله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۷ل): د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې که څه هم لوبډلمشر ویرات کوهلي سترې هڅې د لوبډلې د بریا لپاره وکړې خو ناکام شو او بالاخره یې ماتې وخوړه. ددغه سیالۍ په دواړو پاڼیو کې ویرات کوهلي د خپلې لوبډلې لپاره مسوولانه لوبه ترسره کړه خو بل کوم داسې ...

نور ولوله »

انګلستان هند ته ستره ماتې ورکړه او د یو ورځنیو سیالیو لړۍ یې وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او هندوستان ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه کې انګلستان هند لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او په دې سره یې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله. د انګلستان لخوا جويي روټ په زړه پورې لوبه وکړه، چې د وروستۍ منډې په پوره کولو سره یې سلیزه هم پوره ...

نور ولوله »

مودي: هند افغانستان سره په سیالۍ کولو فخر کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هند صدر اعظم نریندرا مودي د افغانستان او هند ترمنځ په تاریخي سیالۍ خپلې تازه څرګندونې کړي دي. ښاغلي مودي ویلي چې دا زمونږ لپاره د فخر ځای دی چې د ا فغانستان پر وړاندې هند لوبډله په تاریخي سیالۍ کې مخ کیږي. نوموړي دغه لوبه یوه تاریخي لوبه بللې او پخپل ...

نور ولوله »

ټیسټ کرېکټ د راشد خان د کمالونو انتظار باسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او هندوستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ سبا پنجشنبه تاریخي ټیسټ سیالۍ د سترو توقعاتو او تمو سره پېل کوي. د راشد خان څخه چې د نورو کلونو په پرتله ښه ځلیدلی او په ځانګړي ډول یې په هندوستان کې زیات مینوال موندلي دي، ډېره تمه کیږي چې په خپلو ځانګړو کمالونو به ...

نور ولوله »

هندي لوبغاړی: اصغر ستانکزی دې پخپلو سوکه توپ اچونکو نه مغروره کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هند کرېکټ لوبډلې توپوهونکي «کرن نایر» د افغانستان لوبډلې مشر اصغر ستانکزي خبرو ته غبرګون ښودلی دی. کرن نایر ویلي دي چې اصغر ستانکزي د خپلو سوکه توپ اچونکو په اړه خبرې کړي دي،  دا یوه لویه خبره ده، په داسې حال کې چې افغان لوبغاړو تر اوسه په ټیسټ لوبو ...

نور ولوله »

په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې څوک باید انتخاب او له چا د ښه ځلېدو تمه کیږي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او هند ترمنځ دوه ورځې وروسته تاریخي ټيسټ سیالۍ ترسره کیږي چې له ډېره وخته یې مینوال د انتظار شیبې باسي. افغانستان لوبډلې ته تېر کال د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا بشپړ او د ټیسټ درجې غړیتوب ورکړل شو چې لومړۍ تاریخي ټيسټ سیالۍ یې د هند لوبډلې پر وړاندې ...

نور ولوله »

اصغر ستانکزی: پر هند لوبډله مو سترګې سرې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي د هندي سپورتي رسنۍ «Cricinfo» سره په مرکه کې د هند لوبډلې ته په خبرداري ویلي چې دوی پوره چمتو والي سره راغلي دي. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دوه کلونو کې يې ښه لوبه ترسره کړې، او کوښښ یې دا وي چې د افغانستان ...

نور ولوله »

د ټیسټ سیالۍ په موخه ملي لوبډله بنګلور ښار ته ورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د هندوستان کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ډ یوازینۍ تاریخي ټيسټ سیالۍ په موخه نن ددغه هېواد بنګلور ښار ته ورسېده. دغه سیالۍ چې د هند په بنګلور ښار چیناسوامي لوبغالي کې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په څوارلسمه نېټه، د افغانستان پر وخت د سهار په اته ...

نور ولوله »