د ټیګونو ارشیف : هوايي برید

ميدان وردګ: ګډو ځواکونو مدرسه او کورونه بمبار کړي او ۲۰ ملکيان يې وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د ميدان ودرګ ولايت په جلګې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې له امله يې يوه مدرسه او د ملکي وګړو کورونه نړولي او ۲۰ تنه ولسي وګړي يې وژلي دي. له سيمې نه راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د ميدان ودرګ ولايت په ...

نور ولوله »

ميدان وردګ: هوايي بريد کې د پلار او زوی په ګډون شپږ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): په ميدان وردګ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د يو پلار او زوی په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دی. دا شپږ تنه ولسي وګړي تيره ورځ هغه مهال په هوايي بريد کې وژل شوي دي چې غره ته د ښکار له پاره ...

نور ولوله »

طالبان: ملکي وګړي په نښه کول د زوال نښې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د پکتیا په زرمت کې هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي او دوه يې کلیوال ووژل شول، په ورته وخت کې نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې سې ای اې د ملکي وګړو د په نښه کولو لپاره ځانګړي ځواکونه روزلي چې د حکومت له واکه د باندې دي. طالبانو په ...

نور ولوله »

غزني؛ ګیلان کې هوايي برید حامله مېرمن هم تر خاورو لاندې کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د جګړې له توندېدو وروسته د ګیلان د رسنې سیمې اوسېدونکو وویل، چې هوايي بریدونه پرې ډېر شوي او له جاغوري نه ړانده توپونه ور توغول کېږي. دوی چې تېره اوونۍ هم دوه ځلې لاریون وکړ، دعوه کوي چې حکومت د جاغوري د جګړې غچ په ګیلان کې ...

نور ولوله »

کرزی: د خلکو په کورونو بمباري د ټولو انساني ارزښتونو خلاف عمل دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ډ هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو بريدونه او بمباري غندلي او دا يې د ټولو بشري ارزښتونو خلاف عمل بللی دی. تيره شپه د هلمند ولايت ګرمسير ولسوالۍ په دراب کلي کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۰ تنه ولسي وګړو ...

نور ولوله »

پکتیا: امریکایانو هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وږي، ۱۳۹۷ل): د پکتیا په څمکنیو کې ځايي چارواکي وايي بهرنیانو په هوايي برید کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې. د څکمنیو ولسوال عید محمد احمدزی وايي بهرنیانو په نوزي دره کې بمبار وکړ، چې په پایله کې يې لس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او درې نور وژل شوي ...

نور ولوله »

کندوز: د چهاردرې خونړۍ پېښه امریکایان هم څېړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د مېشتو امریکایي پوځيانو ویاند وايي دوی هم په چهاردره کې د شوې بمبارۍ اړوند څېړنه کوي. وړمه اوونۍ د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په بمبار کې ۲۸ ملکي وګړي ووژل شول، چې ۱۴ تنه يې د يوې کورنۍ و او ملي دفاع وزارت د همدې ۱۴ ...

نور ولوله »

لوګر: مرکز کې هوايي برید درانه ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په خوست او ننګرهار کې له ملکي تلفاتو څو یوه شپه وروسته، نن لوګر کې هم هوايي برید ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله او دروند مالي زیان اړولی دی. د لوګر د ځايي اوسېدونکو په قول بهرنیانو د صفر یو قطعې ځواکونو په ملګرتیا تېره نیمه شپه د مرکز اړوند بابوس سیمه کې د ...

نور ولوله »

طالبان: امریکايي قومندان د ټرمپ د ستراتېژۍ ناکامي پټوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبانو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د هوايي قواو د قومندان څرګندونې د ټرمپ د ستراتېژۍ د ناکامۍ د پټولو هڅه بللې. دغه امریکايي قومندان جنرال لیسن بنچ په پنټاګون کې خبري غونډې ته ویلي، تازه يې ۱۵۴ هوايي بریدونه کړي، د طالبانو مالي سرچينې يې له منځه وړې او همدارنګه يې پرلټونه ...

نور ولوله »

نورستان: چارواکي هوايي برید کې د شپږو ملکيانو وژل مني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د نورستان د وانټ وایګل په کټار ګمبیر کلي کې د بهرنیانو په هوايي برید کې ۱۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ځايي چارواکي د شپږو تنو ولسي وګړو وژل مني. د دې ولایت چارواکي وايي د دې ولایت په وایګل ولسوالۍ کې بې پیلوټه الوتکې پر یو کور بمبار ...

نور ولوله »