د ټیګونو ارشیف : هوايي بمبار

سید اباد: په هوائي بمبار کې ۱۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ د تنګې درې اړوند کلیو باندي د دولتي ځواکونو د هوائي او ځمکینو عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچینې وایي وړمه شپه یادې سیمې ته د صفر یک قوه د عملیاتو لپاره راغلې وه او ...

نور ولوله »

فراه: د دولتي الوتکو به بمبار او چاپه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې / انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ وری، ۱۳۹۷): د تېره ورځ د فراه ولایت په انادره ولسوالي کې د دولتي ځواکونو په بمبار ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلې ده. د سیمي څخه یوه تن عیني شاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تېره ورځ سې شنبه دولتي الوتکو د بابوس په سیمه کې بمبار وکړ چې له امله یې ...

نور ولوله »

کاپیسا: ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې افغانیه سيمې کې ګډو ځواکونو د ولسي خلکو پر کور بريد کړی، د ماشومانو او ښځو په شمول یې شپږ کسان وژلي دي. د کاپيسا ولايت چارواکو هم په دغې پېښې کې د ولسي خلکو مړينه تاييد کړې، خو زياتوي، چې وژل شوي کسان د ملا عبدالمالک په ...

نور ولوله »

هلمند: پر دېشو ولسوالۍ هوايي بمبار کې ۴۴ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت د دېشو ولسوالۍ پر بهرامچې سیمه بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۴۴ تنه وژل شوي دي. د هلمند امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه بهرنیو ځواکونو پر بهرامچې سیمه بمباري کړې ده؛ خو نور معلومات یې نه دي ورکړي. خو ځینو دولتي سرچینو د نوم نه ښودلو ...

نور ولوله »

یوناما: په هوايي بریدونو کې ملکي تلفات ډیر شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې «یوناما» د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د تېر کال ۲۰۱۶ په پرتله په هوايي بمباریو کې د ملکي تلفاتو شمېره ۵۲ سلنه زیاته شوې ده. د راپور سره سم د روان کال ۲۰۱۷ له پيله بیا د سپتمبر تر پایه ټول ۲۰۵ ملکي ...

نور ولوله »

میوند قول اردو: پر افغان ځواکونو بمبار دولتي الوتکو کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): د میوند قول اردو د رسنیز دفتر مرستیال جګړن عبدالقدیر رسنیو ته ویلي چې په ګریشک ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بمبار ددوی الوتکو د ناسمو معلوماتو پر اساس کړی، نوموړي د ملي امنیت منسوبین ملامت کړل او وې ویل چې هغوی هوايي ځواک ته ناسم معلومات ورکړي وه. د یادونې وړ ده ...

نور ولوله »

پر داخلي ځواکونو د امریکایي هوايي بریدونو د زیاتیدو احتمال

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی په دې وروستیو کې پر افغان دولتي سرتیرو د امریکايي هوايي ځواکونو بریدونه ډیرشوي دي. وروستی یې هغه و چې تیره ورځ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د جګړې په لومړۍ کرښه ترسره شو چې د ګریشک په پارچاو سیمه کې د ټولې ولسوالۍ عمومي مشر قومندان محمد ولي اکا، قومندان ناصرک، قومندان ...

نور ولوله »

په روزګان کې بمبار څلور ښځې وژلي دي، یوه ټپي ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د روزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې ځايي اوسیدونکو او روغتیايي کارکوونکو رسنیو ته ویلي چې په مهر اباد کې د بمبارۍ له امله څلور ښځې وژل شوي دي. سرچینې دا نه دي ویلي چې د بهرنیانو الوتکې بمبار کړی او که د دولتي ځواکونو، خو زیاته کړې چې د روزګان ...

نور ولوله »

کندز: په بمبار کې یو مسجد په کنډواله بدل شوی، ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۶ل): د کندز ولایت په مرکز کې له تیرو څو ورځو راهیسي جګړې په شدت سره روانې دي چې طالبان او دولتي ځواکونه دواړه لوري په کښي د پرمختګ ادعاوي کوي. طالبانو په تیرو ورځو کې وویل چې د هغو چورلکو څخه یې یوه په نښه کړې چې په جګړه کې د دولتي ځواکونو ...

نور ولوله »

د کندز په دشت ارچي کې هندي چورلکو کلی بمبار کړی / انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې هندي چورلکو پر یوه کلي بمبار کړی چې له امله یې د کلي جومات او شاوخوا ټول کلی تخریب شوی دی. بمبار د دشت ارچي ولسوالۍ د شهروان په سیمه کې را منځته شوی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته ...

نور ولوله »