د ټیګونو ارشیف : واحد فقیري

نیکلسن: د سولي کاروان او فاکس نیوز باید د ټرمپ د قانع کولو لپاره وکاروو!

واحد فقيري د امریکا معتبر سیاسي ویب سایټ ډیلي بیسټ د سپټمبر پر ۱۷ لیکي د تېري جولای په میاشت کي د متحده ایالاتو، برتانیې، ایټالیا، او په افغانستان کي د نورو ښکېلو هیوادونو عالي رتبه مامورینو په یو لړ مجلسونو کي دا پلان وضع کړ چي څرنګه په افغانستان کي د پاته کېدو طرح پر خپلو خلګو باندي خرڅه ...

نور ولوله »

واحد فقیري: اشغالګرو هیواد له بحرانونو سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): امریکا مېشتی افغان سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي اشغالګرو افغانستان له بحرانونو سره مخ کړی دی. هغه وايي افغانستان د امریکا له خوا اشغال دی، د دې اشغال پر وړاندې پر مبارزه بوخت دی او نور هم هڅوي. هغه له افغان وطن، ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، افغانانو ته سپارښتنه کوي، چې د ...

نور ولوله »

طالبان د افغانانو د زړونو د ګټلو لپاره جنګېږي

ژباړه: واحد فقیري سرچینه: فارن پالیسي محترمه اشلي جکسن د امریکا په مشهوري سیاسي مجلې فارن پالیسي (خارجي پالیسي) کي د سپټمبر پر ۱۲ مه باندي لیکي طالبان غواړي چي د امریکا په زور په کابل کي د نصب سوي حکومت څخه د حکومتولي میدان وګټي.‌ لیکواله علاوه کوي د لوګر د چرخ ولسوالي د افغانستان یوه ټپیکل کلیوالي سیمه ...

نور ولوله »

د سپټمبر له ۱۱ څخه د عبرت درسونه!

ژباړن: واحد فقیري نوټ: دا مقاله تقریبا پوره ترجمه سوې ده. لوست ئې د هر چا لپاره ضروري دئ. څه ډیر دقت غواړي، خو مطلب ئې دونه قوي دئ چي ښايي ډیرو کمو امریکایانو د جنګ پر ضد پدې قوت لیکنه کړې وي. دوهم ځل لوست ئې ضروري دی، مترجم. ښاغلی جو کوین په نیویارک ټایمز کي د سپټمبر پر ...

نور ولوله »

د افغانستان پر حالاتو باندي یو افغاني نظر

واحد فقیري ښاغلی نصیر شنسب د اګسټ پر ۳۱ مه په نیوز ماکس کي لیکي: په داسي حال چي په افغانستان کي د ټرمپ ستراتیژي یو کلنه سوه، نو لهذا ما وغوښتل چي پدې باره کي د عادي افغانانو نظر وپوښتم. زه د کابل په کنډ و کپر او دوړنو کوڅو او بازارونو کي وګرځېدم، او د مختلفو افغانانو سره ...

نور ولوله »

ایا روسیه او چین په افغانستان کي د امریکا پالیسي سبوتاژوي؟

واحد فقیري: امریکايي سیاسي تحلیلګر انتوني کوردیسمېن د سپټمبر پر اوله د هیل په ویب سایټ کي لیکي: ۱۷ کاله کېږي چي امریکا د افغانستان په فرسایشي جنګ کي راګیر ده. متحده ایالات ځکه د افغانستان جنګ نه سي ګټلای چي هلته یو مات او ګوډ، یو وېشلی او فاسد، او یو غیر موثر حکومت تقویه کوي. بل پلو، دا ...

نور ولوله »

په افغانستان کي د امریکا دایمي جنګ: ولي اوږده جنګونه په امریکایانو کي عام مخالفت نه ایجادوي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۷ل): پروفسور تنیشا فضل او پرفسور سارا کریپس د اګسټ پر ۲۰ مه د بین المللي چارو په منل شوې امریکايي مجله، فارن افېرز، کي لیکي: په افغانستان کي د متحده ایالاتو ۱۷ کلن جنګ په بشري او مادي لحاظ ډیر ګران تمام سوی دئ. تر دوه زره زیات امريکايي عسکر وژل سوي، څه ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: په افغانستان کي‌ څوک جنګ ګټي؟

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۷ل): د نیویارک ټایمز مشهور خبریال راډ نورډلنډ په افغانستان کي‌ اوږده سابقه او تجربه لري، او د امریکا له اشغاله مخکي ئې هم افغانستان ته بار بار سفرونه کړي ول، او رپوټونه ئې برابر کړي ول. ښاغلی راډ د اګسټ پر ۱۸ مه باندي لیکي په افغانستان کي دوه جنګه روان دي،: یو ...

نور ولوله »

غزني او خارجي مطبوعات

واحد فقیري واشنګټن ټایمز د اګسټ پر ۱۳ مه باندي لیکي: طالبانو پر غزني باندي په یوې حیرانونکي حملې کي د متحده ایالاتو فوج غافل ګیره کړ. اخبار لیکي که څه هم په غزني کي د امریکايي عسکر د افغان امنیتي قواوو سره کومک کوي،‌ خو په عین زمان کي طالبانو لګیا دي د غزني ولسوالۍ او کلیوالي سیمي نیسي. ...

نور ولوله »

د غزني پر روانو حالاتو باندي یوه لنډه تبصره

واحد فقیري د جمعې په ورځ سهار وختي، طالبانو د غزني پر ښار باندي له څو جهتونو څخه منظمه حمله وکړه. هغوی د شپې په تیارو کي د ډیرو ځایونو په نیولو کامیابه سول، او ویل کېږي چي د ولایت د مقام درې سوه مترۍ ته رسېدلي ول. د غزني امنیتي حالات له ډیره وخته ښه نه ښکارېدل، او طالبان ...

نور ولوله »