د ټیګونو ارشیف : واحد فقیري

د افغانستان دایمي جنګ

لیکوال: واحد فقیري ښاغلی رېمونډ د اګست پر ۵ مه باندي په نیوز ډې کي لیکي: د افغانستان په ۱۶ کلن جنګ کي څه د پاسه ۲۲۰۰ امریکايي عسکر، ۴۲۱۰۰ طالبان، ۳۰۴۷۰ افغان عسکر، او څه د پاسه ۳۱۴۱۹ ملکي افغانان وژل سوي دي. د دې ټولو وژونو سره سره، بیا هم موږ دا جنګ نه دئ ګټلی. دا ولي؟ ...

نور ولوله »

د عمومي سولي لپاره یوه طرحه

واحد فقیري د نړیوال بحران ګروپ د جولای پر ۱۹ باندي په افغانستان کي د اختر په ورځو کي د اوربند په باره کي یوه اوږده تحلیلي لیکنه کړې ده. خو دلته به ئې لنډه ترجمه وړاندي سي. متن: د اختر په ورځو کي د افغان حکومت، بین المللي قواوو، او طالبانو یو بې سابقه اوربند مراعات کړ. دې اوربند ...

نور ولوله »

د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د امریکايي تحلیلګرانو نظرونه

واحد فقیري ښاغلی لارنیس په سټارز اینډ ټرایپز کي د جولای پر ۱۷ مه باندي په یوې تحقیقاتي مقاله کي لیکي چي طالبان ښايي د امریکا د مخامخ خبرو د وړاندیز په مقابل کي مثبت جواب ووايي، خو ښايي د زیاتو امتیازاتو ورکولو ته چمتو نه وي،‌ ځکه هغوی ګومان کوي چي جنګ ئې ګټلی دئ. لیکوال کاږي د ټرمپ ...

نور ولوله »

افغان ولس ته د ډاډ ورکولو لپاره یو وړاندیز

واحد فقیري ټاکل سوې ده چي د متحده ایالاتو او د طالبانو تر مینځ به د سولي مذاکرات ډیر ژر پیل سي. او امید دئ چي لدې تاریخي خبرو راوروسته به دا روان جنګ ختم سي، او د افغان ملت اوږده غمیزه به هم پای ته ورسېږي. خو لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده اکثره افغانان د ۱۹۹۰ د ...

نور ولوله »

دیپلوماټانو ته د ټرمپ امر او د مدني لاریونونو وړاندیز

واحد فقیري د متحده ایالاتو معتبر اخبار نیویارک ټایمز د جولای پر ۱۵ باندي خبر ورکوي چي جمهورریس ټرمپ خپلو ټاپ دپلوماتانو ته امر کړی دئ چي د طالبانو سره د مخامخ خبرو لاري چاري ولټوي. د ښاغلي ټرمپ دا امر د متحده ایالاتو په پالیسۍ کي یو عمده بدلون دئ،‌ او هدف ئې دا دئ چي د افغان ۱۷ ...

نور ولوله »

د جنرال دوستم راتک او د غني کرنش

واحد فقیري ویل کېږي چي دوستم به پدې هفته کي افغانستان ته کامیابه راستون سي، او بېرته به خپل پخوانی مقام او صلاحیت تر لاسه کړي. د دوستم دا ډراماتیک راستېدل به نه یوازي د هغه د اعلام سویو شرایطو سره مطابق وي، بلکي دا کرت به د دوستم لاس تر پخوا لا بر او غښتلی وي. ځکه په شمال ...

نور ولوله »

د افغان جګړې په اړه د ۱۱ امریکايي عسکرو حیرانونکي اعترافات

واحد فقیري ۱. په جنګ کي حتی د یوه داسي دښمن وژل سخت کار وي چي یونیفورم ئې اغوستی وي. مګر په افغانستان کي تاسي باید یو داسي څوک ووژنئ چي ښايي تاسي دښمن وي او یا ښايي نه وي. ښايي هغه صرف یو موسمي جنګیالی وي،‌او یا ښايي یو بل چا مجبوره کړی وي چي ستاسي سره وجنګېږي. د ...

نور ولوله »

ټرمپ د افغان له جنګه ناامیده سوی دئ

واحد فقیري رویټرز د جولای پر ۱۰ باندي لیکي عالي رتبه امریکايي چارواکي وايي متحده ایالات غواړي چي په افغانستان کي پر خپلي ستراتیژۍ باندي یو کرت بیا تجدید نظر وکړي، ځکه جمهور رئیس ټرمپ په افغانستان کي د امریکا د ستراتیژۍ په اړه خپل نارضایت څو ځله ښکاره کړی دئ. رویټرز لیکي قریب یو کال کېږي چي په افغانستان ...

نور ولوله »

د جدې غونډه او هیلي

واحد فقیري د سعودي عربستان د جدې په ښار کي د جولای پر ۱۰ د افغانستان د سولي او ثبات په ارتباط د اسلامي کانفرانس او سعودي عربستان د حکومت په ګډ کوښښ یو ستر بین المللي کانفرانس دایر سو. پدې کانفرانس کي د افغان علماوو تر څنګ د اسلامي نړۍ نورو مشهورو علماوو هم ګډون لاره. د جدې او ...

نور ولوله »