د ټیګونو ارشیف : واحد فقیري

ایا روسیه او چین په افغانستان کي د امریکا پالیسي سبوتاژوي؟

واحد فقیري: امریکايي سیاسي تحلیلګر انتوني کوردیسمېن د سپټمبر پر اوله د هیل په ویب سایټ کي لیکي: ۱۷ کاله کېږي چي امریکا د افغانستان په فرسایشي جنګ کي راګیر ده. متحده ایالات ځکه د افغانستان جنګ نه سي ګټلای چي هلته یو مات او ګوډ، یو وېشلی او فاسد، او یو غیر موثر حکومت تقویه کوي. بل پلو، دا ...

نور ولوله »

په افغانستان کي د امریکا دایمي جنګ: ولي اوږده جنګونه په امریکایانو کي عام مخالفت نه ایجادوي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۷ل): پروفسور تنیشا فضل او پرفسور سارا کریپس د اګسټ پر ۲۰ مه د بین المللي چارو په منل شوې امریکايي مجله، فارن افېرز، کي لیکي: په افغانستان کي د متحده ایالاتو ۱۷ کلن جنګ په بشري او مادي لحاظ ډیر ګران تمام سوی دئ. تر دوه زره زیات امريکايي عسکر وژل سوي، څه ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: په افغانستان کي‌ څوک جنګ ګټي؟

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۷ل): د نیویارک ټایمز مشهور خبریال راډ نورډلنډ په افغانستان کي‌ اوږده سابقه او تجربه لري، او د امریکا له اشغاله مخکي ئې هم افغانستان ته بار بار سفرونه کړي ول، او رپوټونه ئې برابر کړي ول. ښاغلی راډ د اګسټ پر ۱۸ مه باندي لیکي په افغانستان کي دوه جنګه روان دي،: یو ...

نور ولوله »

غزني او خارجي مطبوعات

واحد فقیري واشنګټن ټایمز د اګسټ پر ۱۳ مه باندي لیکي: طالبانو پر غزني باندي په یوې حیرانونکي حملې کي د متحده ایالاتو فوج غافل ګیره کړ. اخبار لیکي که څه هم په غزني کي د امریکايي عسکر د افغان امنیتي قواوو سره کومک کوي،‌ خو په عین زمان کي طالبانو لګیا دي د غزني ولسوالۍ او کلیوالي سیمي نیسي. ...

نور ولوله »

د غزني پر روانو حالاتو باندي یوه لنډه تبصره

واحد فقیري د جمعې په ورځ سهار وختي، طالبانو د غزني پر ښار باندي له څو جهتونو څخه منظمه حمله وکړه. هغوی د شپې په تیارو کي د ډیرو ځایونو په نیولو کامیابه سول، او ویل کېږي چي د ولایت د مقام درې سوه مترۍ ته رسېدلي ول. د غزني امنیتي حالات له ډیره وخته ښه نه ښکارېدل، او طالبان ...

نور ولوله »

د افغانستان دایمي جنګ

لیکوال: واحد فقیري ښاغلی رېمونډ د اګست پر ۵ مه باندي په نیوز ډې کي لیکي: د افغانستان په ۱۶ کلن جنګ کي څه د پاسه ۲۲۰۰ امریکايي عسکر، ۴۲۱۰۰ طالبان، ۳۰۴۷۰ افغان عسکر، او څه د پاسه ۳۱۴۱۹ ملکي افغانان وژل سوي دي. د دې ټولو وژونو سره سره، بیا هم موږ دا جنګ نه دئ ګټلی. دا ولي؟ ...

نور ولوله »

د عمومي سولي لپاره یوه طرحه

واحد فقیري د نړیوال بحران ګروپ د جولای پر ۱۹ باندي په افغانستان کي د اختر په ورځو کي د اوربند په باره کي یوه اوږده تحلیلي لیکنه کړې ده. خو دلته به ئې لنډه ترجمه وړاندي سي. متن: د اختر په ورځو کي د افغان حکومت، بین المللي قواوو، او طالبانو یو بې سابقه اوربند مراعات کړ. دې اوربند ...

نور ولوله »

د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د امریکايي تحلیلګرانو نظرونه

واحد فقیري ښاغلی لارنیس په سټارز اینډ ټرایپز کي د جولای پر ۱۷ مه باندي په یوې تحقیقاتي مقاله کي لیکي چي طالبان ښايي د امریکا د مخامخ خبرو د وړاندیز په مقابل کي مثبت جواب ووايي، خو ښايي د زیاتو امتیازاتو ورکولو ته چمتو نه وي،‌ ځکه هغوی ګومان کوي چي جنګ ئې ګټلی دئ. لیکوال کاږي د ټرمپ ...

نور ولوله »

افغان ولس ته د ډاډ ورکولو لپاره یو وړاندیز

واحد فقیري ټاکل سوې ده چي د متحده ایالاتو او د طالبانو تر مینځ به د سولي مذاکرات ډیر ژر پیل سي. او امید دئ چي لدې تاریخي خبرو راوروسته به دا روان جنګ ختم سي، او د افغان ملت اوږده غمیزه به هم پای ته ورسېږي. خو لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده اکثره افغانان د ۱۹۹۰ د ...

نور ولوله »

دیپلوماټانو ته د ټرمپ امر او د مدني لاریونونو وړاندیز

واحد فقیري د متحده ایالاتو معتبر اخبار نیویارک ټایمز د جولای پر ۱۵ باندي خبر ورکوي چي جمهورریس ټرمپ خپلو ټاپ دپلوماتانو ته امر کړی دئ چي د طالبانو سره د مخامخ خبرو لاري چاري ولټوي. د ښاغلي ټرمپ دا امر د متحده ایالاتو په پالیسۍ کي یو عمده بدلون دئ،‌ او هدف ئې دا دئ چي د افغان ۱۷ ...

نور ولوله »