د ټیګونو ارشیف : واشنګټن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز اسلام اباد ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د پنټاګون لوی درستیز جوزف ډانفورډ تېره شپه اسلام اباد ته ورسېدل‎. ‎ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، چې د دوی د سفر هدف له «وسله‌والو ډلو» سره د دې هېواد د مرستې ‏اړوند خبرې دي‎. ‎ اعلامیه زیاتوي ...

نور ولوله »

اتلانتیک: د طالبانو سره په عین زمان کي جنګ او خبري

واحد فقيري ښاغلی کالامور د اګسټ پر ۱۵ مه په اتلانتیک مجله کي لیکي که څه هم افغان او امریکايي قواوو طالبان له غزني څخه وایستل، خو طالبانو د غزني څو ولسوالۍ، په فاریاب کي د چینايي کمپ، په بغلان او نورو ځایونو کي زیاتي سیمي تسخیر کړې. که دا ټول سره جمع کړو، دا انکشاف د افغان حکومت او ...

نور ولوله »

واشنګټن کې د افغان سفارت ډيپلوماټ، د بهرنیو چارو وزیر او د هغه پلار ښکنځلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د افغان سفارت یو ډیپلوماټ د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د هغه وژل شوی پلار برهان الدین رباني ښکنځلي دي. مجید قرار چې په سفارت کې کلتوري اتشه دی، پخپله فیسبوک پاڼه د بهرنیو چاو وزیر او د هغوی تر لسو ډېر نسلونه «لنډغر» یاد کړي. هغه لیکلي، ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: حکومت د امریکا هرې خبرې ته د «هو» سر خوځوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې غړي ويي، حکومتي چارواکي د امریکا هرې څرګندونې ته بې له تحلیله د «هو» سر خوځوي. ولسي جرګې نن په امتیازي ساعت کې د امریکايي بمباریو اړوند بحث وکړ او حکومت يې پر دې ملامت کړ، چې د امریکا له هرې څرګندونې سره سر ښوروي. د ولسي جرګې غړي صادقي ...

نور ولوله »

امریکا: د اورګاډي اوښتو له امله ۱۰۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې یوه مسافر وړونکې اورګاډي له خپلې پټلۍ اوښتې چې له امله یې تر اوسه د ۳ کسانو وژنه تایید شوې او ۱۰۰ کسان نور ټپیان بلل شوي دي. پېښه د امریکا په وخت د دوشنبې په ورځ سهار شپږ بجې را منځته شوې. ویل کیږي چې ...

نور ولوله »

دفاع وزیر طارق شاه بهرامي واشنګټن ته تللی

نن ټکی اسیا (سې شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): د افغانستان د دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي واشنګټن ته تللی. له پنټاګونه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جنرال بهرامي د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د یوې برخې د څېړلو په موخه واشنګټن ته رسېدلی دی. خبرپاڼه وايي، جنرال بهرامي د امریکا د ...

نور ولوله »

په واشنګټن کې د ایران پر دیپلوماتیکې ودانۍ ډزي وشوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د ایراني اتباعو د چارو پر مخ بېولو دفتر باندي ډزي او سخت دریځ شعارونه یې پر دیوالونو باندي لیکل شوي دي. د ایران رسمي خبري اژانس «ارنا» دغه خبر تایید کړی دی او د یاد ديپلوماتیک د رئیس مهدي عاطفت له خولې يې ویلي چې نن ...

نور ولوله »

د ټرمپ پر ضد مظاهرې – انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د سپيني ماڼۍ مخته په زرګونو خلک را ټول شول او د ټرمپ وروستی پرېکړه یې وغندله چې له مخي يې د اوه مسلمان هیوادونو اتباعو ته اجازه نه ورکول کیږي چې امریکا ته سفر وکړي. دغه لاریوون کوونکو په ګډه چیغې وهلې او ویل ...

نور ولوله »

ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه – د وینا مهم ټکي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مرستیال په پلازمینه واشنګټن کې د زرګونو امریکایانو په مخ کې او د پخوانیو ولسمشرانو په مخ کې د ولسمشرۍ لوړه وکړه. د نوموړي د وینا لنډیز په لاندي ډول دی: مننه کوم د پخوانیو ولسمشرانو، جیمي کارتر، بوش، کلینټون او اوباما او حاضرینو. ...

نور ولوله »

واشنګټن: یو پلورنځي کې پر ډزو ۳ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۳مه ۱۳۹۵ل): د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د یوه د پلورنځي دننه ډزو کې ۳ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه برید یوه هسپانوي د د برلنګټن سیمې په یوه ستر پلورنځي کې کړی دی. پولیسو ویلي چې بریدګر له سیمې تښتیدلی ...

نور ولوله »