د ټیګونو ارشیف : واک

روزګان: د دهراود ولسوالۍ یوازې پنځه سلنه خاوره د دولت په لاس کې ده

rozgan.balst

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): په روزګان کې د دهرادو ولسوالۍ اوسېدونکي او د دې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې حکومت یوازې پر خپلو ودانيو واک لري. د دهراود ولسوالۍ قومي مخور وايي چې په دې ولسوالۍ کې دولت د خپلو ودانیو په محدوده کې پاتې دی او نوره ټوله ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده. ...

نور ولوله »

د غزني قومي مخور: ګڼې ولسوالۍ سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت قومي مخورو له اجراييه رییس سره په لیدنه کې د دې ولایت د ګڼو ولسوالیو د سقوط اندېښنه ښکاره کړه. قومي مشرانو له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ويلي چې د دې ولایت ګڼې ولسوالۍ د طالبانو تر مستقیم ګواښ لاندې دي او که دولت پام ونه کړي ژر ...

نور ولوله »

ولسمشر غني هوت خېل په حکومت کې شریک کړل

ذبیح الله خورشیدی ولسمشر غني تازه د یو فرمان پر اساس د هوت خېلو قومي شورا مخکینی مشر محمد یونس هوتک له یوکال ځنډ وروسته په قومي چارو کې خپل ارشد سلاکار ټاکلی. په دې فرمان کې راغلي چې هغه په قومي چارو کې زیاته تجربه لري او له دې وروسته به د قومي شخړو په اواري کې ولسمشر سلا ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: طالبان د ۲۰۰۱م واک او ځواک ته ورګرځېدلي

طالبان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو د ادارې څخه په خپره شوې یوه څیړنه کې ویل شوي چې طالبان اوس یو ځل بیا په افغانستان کې هغسې خپاره شوې، لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې وو. د نیویارک ټایمز (امریکايي رسنۍ) له خبر سره سم د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو او له سیمه ایزو ...

نور ولوله »

چارواکي: له لسو کلونو وروسته مو د ناوې درې ورځنی واک له ګوتو ووت

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې له لس کاله وروسته يې د غزني په ناوه ولسوالي کې درې ورځنی واک بېرته له ګوتو ووت او په ولسوالي طالبان واکمن شول. د غزني د ناوې ولسوالي د نیولو لپاره ۱۷ ورځني عملیات نن له دې ولسوالي نه د امنیتي ځواکونو په تېښته ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا یو ځل بیا کمونیستان واک ته ورسول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): ۳۷ کاله وړاندې په همدې ورځ د خلق ډیموکراټيک ګوند غړو د وخت په جمهور رییس کودتاه وکړه او د کورنۍ له نږدې اتلس تنو سره يې وواژه. طالبان وايي چې دغه ورځ د افغان ولس په تاریخ کې توره ورځ ده او په خبره يې په همدې ورځ په لومړي ځل زموږ ...

نور ولوله »

ګډ حکومت ولایتي شوراګانو ته د څار حق بېرته ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د یو فرمان له مخې ولایتو شوراګانو ته د څار اخیستل شوی حق بېرته ورکړ. د مرغومي په دویمه ولسي جرګې د ولايتي شوراګانو په قانون کې تعدیل تصویب کړ، چې له مخې يې ولایتي شوراګانو نه شوای کولای، چې له ولايتي دولتي کړنو څارنه وکړي. د ...

نور ولوله »

هلمند: له عملیاتو سره – سره طالبان پخپلو سیمو واکمن دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۷مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند په ځینو ولسوالیو کې د دولت له لوري د پیل شویو عملیاتو په اړه ځينې سیمه ییز چارواکي او عیني شاهدان وايي چې تر دې دمه لا هم طالبان پخپلو سیمو واکمن او دولتي لوري هیڅ وړاندې تګ نه دی کړی. دغه عملیات چې د قومندان دادان لونګ په مشرۍ د ...

نور ولوله »

پکتیا: د بهرنیانو بمبار دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د بهرنیانو په بمباري کې دوه تنه عام وګړي شهیدان شوي دي. بهرنیانو دغه بمباري تېره ورځ مازیګر مهال د زرمت د سهاکو او نیکنامو کلیو تر منځ په هغو دوو تنو شوې چې په موټر سایکلو د کورونو په لور و. ویل کېږي په برید ...

نور ولوله »

کرزی: ناټو دیارلس کاله په غلطه وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو د پوځي ماموریت د پای په پلمه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ناټو په افغانستان کې دیارلس کاله په غلطه وه. حامد کرزی وايي، چې نوموړي د ناټو د سمولو ډېرې هڅې وکړې، خو دوی پرلپسې دیارلس کاله په غلط ...

نور ولوله »