fbpx

د ټیګونو ارشیف : وتل

واشنګټن مانتلې: له افغانستانه د امریکایانو د وتلو وخت را رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): له واشنګټنه د «واشنګټن میاشتنۍ» خپرونه په تازه مطلب کې لیکي، چې امریکايي ځواکونه باید نور له افغانستانه پښې سپکې کړي. د سرچینې په وینا په نږدې اتلسو کلونو کې امریکایان ونه توانېدل چې په افغانستان کې وضعیت بدل کړي، ښه به دا وي چې ځانونه را ټول کړي. خپرونه وړاندې زیاتوي، ډونالډ ټرمپ، ...

نور ولوله »

پنټاګون: سمدستې له افغانستانه د وتلو پلان نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲غويي، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي، سمدستې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستلو پلان نه لري. د سپتونیک خبري رسنۍ په قول، جیمز مټیس پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، تر څو د افغانستان ستونزې ته حل پیدا نه کړي له دې هېواده د ځواکونو د ویستلو پلان نه لري. پرون امریکايي سناتور ...

نور ولوله »

د كور څخه د وتلو او ننوتلو سنتونه

محب الله ذاکر ۱- له كور څخه د وتلو دعا ۞ بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ . ژباړه: د الله جل جلاله په نامه سره (له کوره وځم) په الله جل جلاله باندې توکل او تکیه کوم، او نسته هیڅ قوت او طاقت (ګناه څخه د ساتلو او د نیکیو د کولو) مګر د ...

نور ولوله »

د نه ګټونکې جګړې پای ته رسول او له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل اړين دي

ليکوال: ايلي ميسي- امريکايي ليکوال او ژورنالېست ژباړه او زياتونه: احمدالله احمدزی د امريکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې په افغانستان کې به ۸۴۰۰ امريکايي پوځيان د جګړو لپاره پاتې وي، په داسې حال کې، چې «موږ بايد خپل پوځيان له دغه هېواده وباسو او دغه جګړه پای ته ورسوو.» بارک اوباما وايي، چې دا جګړه به د ده ...

نور ولوله »

پروان: سلګونو لاریون کوونکو د امریکایانو د وتلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): پروان کې وروسته له هغه سلګونه تنه د امریکایانو پر ضد لاریون ته را ووتل چې په دې ولایت کې مېشتو امریکايي عسکرو یو تن د خلکو تر مخ وواژه. د پروان په بګرام کې مېشتو امریکایانو تېره ورځ د بخشي خېل په سیمه کې ۲۲ کلن ځوان محمد حضور پخپل باغ ...

نور ولوله »

روسي پوځيان ولې له سوريې ووتل؟ ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د روسيې ولسمشر ويلاديميرپوتين ولې خپل پوځيان له سوريې وويستل، ايا د پوځيانو ويستلو پرېکړه د سوريې کړکېچ په اړه د جينوا راتلونکې غونډې سره څه اړيکه لري که نه، ځينې راپورونه وايي، چې د سوريې په اړه ستر قوتونه يوې پرېکړه ته رسېدلي دي. د الجزيرې تلويزون د سياسي پروګرام ...

نور ولوله »

اوباما له افغانستان د خپلو عسکرو د ويستو په اړه له سختو ننګونو سره مخ دی

ليکوال: ډيويډ کلاوډ – د لاس اينجلس ټايمز خبريال او ليکوال ژباړن: احمد جرس د امريکا ولسمشر بارک اوباما، چې د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان هم دی، د خپلې واکمنۍ په شپږم کال يې دا ومنله، چې امریکايي عسکر له هېواده بهر د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه کې ښکلېل دي او تر اوسه هم زرګونه امريکايي عسکر ...

نور ولوله »

د یومخیز وتلو لړۍ فرانسویانو پیل کړه

قاري حبیب د فرانسې د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د روان میلادي کال د دسمبر تر ۳۱ مې به خپل هغه وروستي لسګونه عسکر چې په افغانستان کې یي د خپل سفارت د ساتنې او روزنیزو چارو د سمبالښت لپاره پرې ایښي وو هم وباسي . فرانسه په افغانستان دغربي یرغل یو مخکښ اشرباڼی و، چې په افغانستان ...

نور ولوله »

فرانسویان په بشپړ ډول افغانستان پرېږدي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د فرانسې دفاع وزارت وايي چې د ناټو تر چتر لاندې په افغانستان کې مېشت خپل وروستي عسکر هم وباسي. تر دې وړاندې فرانسې په افغانستان کې د ناټو په پوځي ماموریت کې څلور زره عسکر درلودل چې په ۲۰۱۲م کال يې د خپل پوځي ماموریت د پای اعلان وکړ او یو سل ...

نور ولوله »

« برتانوي ځواکونه به بیا هیڅکله افغانستان ته ونه لېږل شي»

british force2

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): ټیلیګراف لويديځې ورځپاڼې پخپله تازه ګڼه کې له هلمند ولایته د برتانوي عسکرو د وتلو پر موضوع مضمون خپور کړی دی. ټیلیګراف د برتانیا د د دفاع وزیر له خولې لیکي چې دوی به بیا هیڅکله برتانوي عسکر افغانستان ته ونه لېږي. د ورځپاڼې په قول مایکل فالون وویل چې که څه هم ...

نور ولوله »