د ټیګونو ارشیف : وحشت

پکتیکاوال او په وینو رنګین رمضان

جیلاني خان اشرف غني، اسدالله خالد او حمد الله محب د خپلو پلرنیو سیمو ( لوګر، غزني او ننګرهار) له داړلو، بمبارولو او لوټمارۍ وروسته اوس د لویې پکتیا لوري ته پام اړولی دی. هره شپه د بې رحمه مفکر کمانډویان، ضربتیان او نور قاتلان په څرخکو کې راځي، د پکتیکا او پکتیا په کلیو چاپې وهي او خلک په ...

نور ولوله »

پر ګران وطن څه تیریږي؟

جاوید علي خېل د یک شنبې ورځ وه، د اپریل میاشتې ۲۸ مه نیټه، نیت مې دی د مجلې لپاره مقاله ولیکم، خو دا چې له سفره راستون شوی او په رواني لحاظ د لیکنې په موډ کې نه یم، نو موضوع په لاس نه راځي. کله یوه موضوع انتخاب او ذهني ترتیب ورکړم او کله بله، خو چې پیلوم ...

نور ولوله »

ګډو ځواکونو د پکتیکا په اورګون کې پنځه تنه کلیوال وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت له اورګون ولسوالۍ څخه خبرونه وایي چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په پیرکوتي سیمه باندې امریکایي او داخلي ځانګړو ځواکونو چاپه وهلې، چې ولسي وګړو ته یي ځاني او مالي زیان پیښ کړی دی. د سیمي خلک وایي ګډو ځواکونو له عادت سره سم لومړی د کلیوالو دروازې ماتې ...

نور ولوله »

طالبان: د بشري حقونو «مدعیان» دې، د زندانیانو روغتیا ته پام وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰غويی، ۱۳۹۸ل): دوه ورځې وړاندې په څرخي‌پله زندان کې یو تن سپین ږېری زنداني د ناروغۍ له امله په حق ورسید، چې له امله يې طالبانو یو ځل بیا د بشري حقونو فعالو بنسټونو ته د پړې ګوته نیولې ده. ملا محمد نبي چې د فرا ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ اوسېدونکی و، له اوو کلونو راهیسې ...

نور ولوله »

دا څرخېدونکی اسمان سخت زما خلاف روان دی!

محمدرحیم سکندر وایي چې عقدیي شوی یې، نو دا عقده لۀ کومه پیدا کېږي؟ تۀ به د طالب پرونی برید ور سره غندې، د قلم جار نېول به غندې، خو که ترهګرې امریکا او غلام ارګ په تش لاسي ولس، اردو او ښوونکو چاپې او بمبارونو کول، ځکه به سوڼ نۀ وهي چې د حیواني خدایانو(!) د بنده‌ګۍ بې احترامي ...

نور ولوله »

پیام تصویر ها

مصطفی عمرزی سلفی رییس جمهور غنی با جنرال عبدالمالک که در نزدیک آنان امرالله صالح با خنده ای نشسته است، یک تصویر معمولی دولتی نیست. آقای مالک از متهمان به قتل صد ها جوان پشتون شمرده می شود. این درست که آن جوانان در جریان تحریک اسلامی طالبان بودند، اما نقش تاریخی طالبان برای حفظ تمامیت ارضی کشور که چیزی ...

نور ولوله »

ګډو ځواکونو غزني او لوګر کې دوکانونه او کورونه چور کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): له غزني ولایت څخه راپورونه وایي چې امریکایي او داخلي ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دې ولایت د زنه خان ولسوالۍ د راحت خیلو په بازار چاپه وهلې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د سیمې یوه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې امریکایي او داخلي عسکرو بیګا ۱۱ نیمې ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ ګډو ځواکونو د مېرمنو په ګډون نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتیا پر ملکي کورونو چاپې وهلې او د دوو مېرمنو په ګډون يې نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. ځايي سرچینې وايي پېښه د دې ولسوالۍ په زاوه سیمه کې شوې ده چې اوه تنه يې وژلي او دوه مېرمنې ...

نور ولوله »

خوست؛ ضربتيانو ملکي وګړی له شکنجو وروسته وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷غويی، ۱۳۹۸ل): په خوست ولايت کې د ضربتيانو په نامه عسکر چې د امريکايي عسکرو ځانګړی ملاتړ له ځانه سره لري يو تن عام افغان ځوان يې له وهلو او شکنجو وروسته وژلی دی. راپورونه وايي چې د خوست ولايت د اسماعيل خيلو ولسوالۍ څخه د امير بادشاه په نامه يو کس چې دوه اوونۍ وړاندې ضربتيانو ...

نور ولوله »

هلمند؛ حکومت نیولې ښځې څوک دي؟ – ويډيو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د روانې اوونۍ په سر کې د هلمند په باباجي سیمه کې ګډو ځواکونو د په شپنیو عملیاتو کې پر ملکي وګړو چاپه ووهله او دوه مېرمنې يې ژوندۍ له ځان سره یووړې. خواله رسنیو کې دې پېښې خورا توند غبرګونونه را وپارول او دولت يې پر «ناموسونو پر برید» تورن کړ. خو د ...

نور ولوله »