د ټیګونو ارشیف : وحشت

کندز کې امریکايي او دولتي ځواکونو ۴۶ کلي بمبار کړي (انځورونه)

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې امریکايي او دولتي ځواکونو ۴۶ کلي په بمونو او توپونو ویجاړ کړي او بیا یې سیمه پريښې ده. ګډو ځواکونو شپږ ورځې وړاندې په چهاردرې ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي و، خو کله چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شوي، زور یې له ولسي خلکو ...

نور ولوله »

زړه بوږنونکی وحشت؛ بې سترګو، بې غاښو او د مخ له پوستوکي پرته جسد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کندهار؛ د هېواد هغه ولایت چې د امریکايي یرغل له پیله د وحشتونو شاهد پاتې شوی، د مخالفینو او ولسي وګړو جسدونه په میاشتو میاشتو لمر ته پرېښودل شوي، جسدونه په موټرو پسې کش شوي او ان اور ور اچول شوی دی. دلته په امنیتي برخه کې ټول واک د دې ولایت له ...

نور ولوله »

ویسا: ولس مو د روسي یرغل په څېر تر وحشت لاندې دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا، په تازه ګڼه کې د روسانو یرغل او روان وضعیت یو ډول بللی دی. ورځپاڼې «د یو بدنام یرغل یاد» تر سرلیک لاندې، مطلب کې کاږي «دغه كليزه داسې مهال غندو چې په هېواد كې مو پردي پوځونه پراته دي. د هېواد فضايي حريم مو په لاس كې ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: امریکایان دې هم د روسانو په څېر وشړل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې د نننۍ ناستې په امتیازي ساعت کې د جدي د شپږمې او پر افغانستان د روسي يرغل په اړه خبرې وکړي. دغه جرګه چې پخپله غېږي کې، د روسانو پر وړاندې مقاومت کوونکي او د هغوی ملګري او مدافعین هم لري، دا ورځ د وحشت د پیل ورځ بولي. سپوږمۍ راډيو ...

نور ولوله »

ننګرهار: پچیراګام کې ۱۵۰ تنه اربکیان ځای پر ځای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سره له دې چې ولس د اربکیانو له لوري دولتي چارواکو ته پرلپسې شکایتونه کوي، ننګرهار کې چارواکو ۱۵۰ تنه د اربکیانو پر نوم مسلح کړل. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، دغه کسان يې د پچیراګام په مختلفو سیمو کې په پوستو او یو لوی بیس کې ځای پر ...

نور ولوله »

بلخ: بهرنیو ځواکونو شپنیو چاپو کې اوه تنه ولسي ګړي وړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۶ل): بهرنیو ځواکونو د افغان ملګرو په همکارۍ د بلخ په چمتال ولسوالي کې شپنۍ چاپې اچولې او د کلي د ملا امام په ګډون يې اوه تنه ولسي وګړي له ځانو سره وړي دي. د چمتال ولسوالۍ په حاجي کریم بای کلي کې تېره شپه دوولس بجې چاپه اچول شوې چې د څو ...

نور ولوله »

بغلان: اربکیان د چرګانو فارم لرونکو نه باج اخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳لېندۍ، ۱۳۹۶ل): په بغلان کې د چرګانو فارم لرونکي د سیمې له اربکیانو شکایت کوي، چې هره پوسته ترې خپل باج اخلي. د معراج الدین سراجي په نوم د فارم لرونکی وايي، له دریو کلونو راهیسې د اربکیانو هره پوسته له پنځو تر لسو چرګانو د باج په نوم ترې اخلي. د هغه په خبره نږدې ...

نور ولوله »

تخار: د ولسي جرګې غړی پر خلکو د وسلې پر زور خپل امرونه عملي کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د تخار د خواجه بها‌ءالدین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په ولسي جرګې د دې ولایت استازي پر ځينو خلکو وسلې وېشلې او پر نورو په زور خپل امرونه عملي کوي. تازه په یاده ولسوالۍ کې یو تن، د ولسي جرګې د دې غړي قاضي کبیر مرزبان د نږدې کس ارباب مؤمن له خوا ...

نور ولوله »

اشرف غني په مندر کې او ننګرهاريان په هديره کې

زلمی افغانزاد اشرف غني ابله ورځ په بګرام هوايي اډه کې د اشغالګرې امريکا د بهرنيو چارو له وزير ټيلرسن سره وليدل چې د افغان ولس د وژنې لپاره ترې څو نورې وژونکې وسلې ترلاسه کړي او تېره ورځ يې د هند په مندرونو کې ځولۍ غوړولې او د مظلوم ولس د تباهۍ لپاره يې ملا تړ ته رابلل. ټليرسن ...

نور ولوله »

ننګرهار د داعشي وحشت په لمبو کې

نن ټکی اسياـ سرليکنه له تیرو څو ورځو راهیسي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله وال په پرلپسي ډول پر ولسي سیمو بریدونه کوي او د کلیوالو تر وژلو وروسته د هغوي کورونو او شتمنیو ته اور اچوي. د داعش دا کړنې په داسې حال کې تر سره کیږي چې په ننګرهار ولایت کې په یوه قول اردو ...

نور ولوله »