د ټیګونو ارشیف : وحید فقیري

د غزني پر روانو حالاتو باندي یوه لنډه تبصره – وحید فقیري

د جمعې په ورځ سهار وختي، طالبانو د غزني پر ښار باندي له څو جهتونو څخه منظمه حمله وکړه. هغوی د شپې په تیارو کي د ډیرو ځایونو په نیولو کامیابه سول، او ویل کېږي چي د ولایت د مقام درې سوه مترۍ ته رسېدلي ول. د غزني امنیتي حالات له ډیره وخته ښه نه ښکارېدل، او طالبان د ښار ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: «د افغانستان په سیاسي مشرتابه کي نه شرم سته. نه وجدان او نه هم ضمیر سته.»

وحيد فقیري نیویارک ټایمز د اګسټ پر ۷ باندي لیکي کله چي تېره میاشت د جنرال دوستم د راتګ جشن په ژوندي توګه له تیلویزیون څخه خپرېدی، ښاغلی احمد ایشچي ورته ناست وو، او ننداره ئې کوله. احمد ایشچي لیدل چي څرنګه په افغانستان کي قدرتمندان عدالت او حیا تر پښو لاندي کوي. او څرنګه د دې پر ځای چي ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: ایا داعش د حکومت اسیران دي او که نازولي مېلمانه؟

وحيد فقیري نیویارک ټایمز د اګسټ پر ۴ مه باندي لیکي په شبرغان کي د داعش ټاپ قومندان مولوي حبیب الرحمن د جوزجان په لوکس هوټل کي د کابل له حکومت څخه په ریشخند مننه وکړه. هغه په تهدید امېزه لحن حاضر حکومتي مامورین مخاطب کړل، او ورته وې وویل،«موږ ته امن برابر کړئ. پر خپلو وعدو باندي وفا وکړئ، ...

نور ولوله »

د دوستم جنایات

وحید فقیري نیویارک ټایمز د جولای پر ۲۲ باندي لیکي جنرال دوستم په داسي حال کي بېرته افغانستان ته راستون سو چي په عین زمان کي هم د هیواد لومړی مرستیال دئ، او هم د خپلي اولي مېرمني د قتل په شمول د بشر له حقوقو څخه په نورو جدي سرغړونو متهم دئ. د دوستم هرکلي ته د اشرف غني ...

نور ولوله »

د شمال جنجال او د مطلقي انارشي خطر

وحید فقیري له هغه وخت راهیسي چي اشرف غني د نظام الدین قیصاري د توقیف او برطرفه کولو امر کړی دئ، تر اوسه پوري په شمال کي د اوزبکو وطنوالو مظاهرې جاري دي. او حتی دلته او هلته همدا اعتراضونه په خشونت بدل سوي دي. داسي ښکاري چي په شمال کي وضع د خرابېدو په لور روانه ده. ځکه پدې ...

نور ولوله »

ولي طالبان دونه قوي دي؟

لیکوال: وحید فقیري امریکايي سیاسي مبصر مایکل کوګلمېن په عرب نیوز کي د مې پر ۲۰ باندي دا مهمه پوښتنه مطرح کوي: ولي طالبان دونه غښتلي دي؟ هغه کاږي تېره هفته طالبانو د فراه ښار ونیو، حال دا چي یو وخت طالبان کاملا نابوده سوي ول. مګر اوس طالبان د افغانستان په ګوټ ګوټ کي فعال حضور لري. او عیني ...

نور ولوله »