د ټیګونو ارشیف : وردګ

د غني فرمان: سیداباد ونړوئ چې نیویارک امن شي!

زخمي افغان زموږ تاریخ لکه څنګه چې اسمانڅکي اتلان لري همداسې د سرټیټو ګوډاګیانو او مړتتانو څو بیلګې هم لري. د ګوډاګیانو یوه پیژندل شوې څیره شاشجاع دی، شاشجاع چې افغانستان ته د انګریزانو په راوستلو ملامت او د تاریخ مجرم پیژندل شوی، ګناه یې دا وه چې په ۱۸۳۹ م کال کې د انګریزي لښکر په بدرګه پر افغانستان ...

نور ولوله »

دولتي عسکر د چاپو او عملياتو پر مهال ملکيان او ښوونکي د سپر په توګه کاروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۸ل): دولتي عسکر د چاپو او عملياتو پر مهال ملکي خلک او د ښوونځيو استادان د سپر په توګه کاروي. د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دولتي عسکر د شپنيزو چاپو پر مهال د ښوونځيو ښوونکي او محصلين د سپر په توګه کاروي او هېڅوک يې شکايت نه اوري. د چک ...

نور ولوله »

د ځانګړو ځواکونو او اربکيانو دوه قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو په پکتيا او ميدان ودرګ ولایتونو کې د ځانګړو ځواکونو او اربکيانو دوه قومندانان وژلي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ يې د پکتيا ولايت مرکز ګرديز اړوند بالاحصار ته نژدې سيمه کې يې د ځانګړو ځواکونو يو تن قومندان ظابط وحيدالله په يو تکتيکي بريد کې ...

نور ولوله »

وردګ: دولتي ځواکونو د واده په مراسمو بريد کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ وږی، ۱۳۹۸ل): دولتي ځواکونو د وردګ ولايت په چک ولسوالۍ کې د واده په مراسمو بريد کړی دی او پنځلس تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. راپورونه وايي چې تير ماخستن د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ خليلي کلي کې د واده په کور دولتي ځواکونو توغنديز بريد کړی دی او ياده مرګ ...

نور ولوله »

میدان وردګ د جنرال مظفر الدین تر چنګېزي وحشت لاندې

عزیزالله مایار جنرال مظفرالدین چې ځینې یې لا هم د یو وردګ مشر، د میدان وردګو د خواخوږي او یا د حزب اسلامي له مجاهدینو ګڼي؛ د میدان وردګو برحال والي دی. دا ښاغلی په خوا هم د امریکایي پوره اشغال په وخت کې د میدان وردګو د امنیې قوماندان پاتې شوی، (په خپله مې د تلویزیون له پردې د ...

نور ولوله »

دولتي عسکرو تېره شپه غزني او وردګو کې د خلکو کورونه لوټ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل):  د میدان وردګو او غزني ولایاتو څخه خبرونه وایي چې تېره شپه د دې ولایاتو په اړونده سیمو کې دولتي ځانګړو ځواکونو د امریکایانو په ملتیا په ولسي سیمو چاپې وهلې او ګڼ شمیر کورونه یې لوټ او دروازې یې ور ماتې کړي دي. د خبر له مخې برایي شپه  لس بجې د ...

نور ولوله »

طالبانو له چاپه مارانو غچ واخیست

زخمي افغان که څه هم د امریکایي او د هغوی تر لاس لاندې داخلي عسکرو لخوا په ولسي سیمو د چاپو، شپنیو عملیاتواو  ظالمانه بریدونو سلسله له تیرې یوې نیمې لسیزې را روانه ده، خو په دې وروستیو کې د اشرف غني د رژیم له خوا دغو عملیاتو کاملا جلا، ظالمانه او وحشتناک شکل غوره کړی دی. که پخوا په ...

نور ولوله »

يوناما: میدان وردګو کې بمبارۍ د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): په کاپیسا کې د بمبار له امله د ملکي تلفاتو تر تایید وروسته، یوناما په میدان وردګو کې هم د یوې کورنۍ د ۱۲ غړو وژل کېدل تایید کړل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دې دفتر تېر ماښام په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، وژل شوي چې ماشومان او مېرمنې هم پکې شته، ...

نور ولوله »

میدان وردګ: لاریون کوونکو د کابل – کندهار لویه لاره تړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښارکې سلګونو تنو د لاریون له امله د کابل – کندهار لویه لاره تړلې ده. دغه لاریون کوونکي چې په مرکز کې را ټول شوي و، له مرکزي حکومت نه ځينې غوښتنې لري، دوی د میدان وردګو نوم په ټولو رسمي مکتوبونو او اسنادو کې «میدان وردګ» غواړي، ...

نور ولوله »

وردګ: په چاپه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ګڼ کورونه تخریب شوي / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): د وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې تېره شپه دولتي ځواکونو پر یوه کلي چاپه وهلې چې له امله یې یو ملکي وګړی مړ او دوه تنه کلیوال یې بندیان کړي دي. د تفصیلاتو سره سم د وردګ ولایت چک ولسوالۍ د برخوات اړوند د علیشنګ پر کلي دولتي ځواکونو تېره شپه چاپه ووهله ...

نور ولوله »