د ټیګونو ارشیف : وزارت

د اسرار الله حسن زی دوه شعرونه

اسرار الله حسن زی خـــــــــدای دی مــــــه بنــــدوه کار په وزارت کی د خـــــپــل کار بــــه شـــی انــکار پــه وزارت کی هــــــسی خـــوشی چټــی لاړ نــشـی شعبـی ته چی دی نه وی دوست او یار په وزارت کی ماسپښین کی به په سلو کی لس لمونځ کۍ نــــور (۹۰)نــوي واړه مــــــــردار پـــه وزارت کی بـــل لـــــوڅ مـــخـــی پـــتــلـــون کــړی جنکۍ ...

نور ولوله »

موږ څه لیکو؟ / عبدالباري جهاني

Bari.jahani

هر څه چي لیکو په دې باید پوه سو چي څه لیکو او د څه لپاره یې لیکو. زه له اوږدې مقدمې څخه تېرېږم او خپلي خبري ته راځم. زه له څه باندي څلوېښتو کالو راهیسي شعر او نثر لیکم. د څه کم یوه کال راهیسی چي وزیر سوی یم؛ د خپل فطرت سره سم مي شعر لیکلو ته دوام ...

نور ولوله »

سیګار: د کډوالو وزارت کې یو ملیارد ډالر بې ځایه شوي

نن ټکی آسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا د مرستو د څار ځانګړې اداره (سیګار) په خپل یو وروستي راپور کې ویلي چې خپل هیواد ته د افغان کډوالو د انتقال په پروژه کې تر یوه ملیارد ډالر زیاتې پیسې د اداري فساد له کبله ورکي شوي دي. په راپور کې راغلي چې په دولتي ادارو کې د فساد ...

نور ولوله »

د اشرف غني له خوا نوماند وزیر د فساد په تور انټرپول ته مطلوب دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د ولسمشر اشرف غني له خوا د اوبو لګولو او کرنې وزارت ته نوماند وزیر د نړیوالو پولیسو سازمان انټرپول ته د فساد په جرم مطلوب دی، او د هغه د نیول کیدو اوامر صادر شوي. انټرپول نړیوال پولیسي سازمان دی چې بین المللي مجرمین نیسي او د عدالت منګولو ته یې سپاري. د ...

نور ولوله »

اسماعیل‌‌ خان: په کابینه کې د «چپیانو» له شتونه اندېښمن یو

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت پر نومول شوې کابینې ورو ورو نیوکې زور نیسي. پر عامو خلکو سربېره اوس د عبدالله عبدالله یو پلوی او پخوانی جهادي قومندان، محمد اسماعیل خان هم توندې نیوکې وکړې. اسماعیل خان چې د هېواد په لوېدیځ حوزه کې متنفذ مشر ګڼل کېږي، د نوې کابینې له تشکیل څخه راضي ...

نور ولوله »

مسلکي که مصلحتي کابینه ؟

لیکوال: شاهد ( غزنیوال) له دری نیمو میاشتو انتظار او لانجو وروستو بالاخره د دوشنبې په ورځ د ګډ حکومت د مشر لخوا د ۲۵ کسیزې کابینې نوم لړ اعلان شو. د کابینې تنظیمي ، قومي او مصلحتي جوړښت ته په کتو سره معلومیږي چې د هغې په تشکیل کې یواځې حزبی او شخصي مصلحتونه په پام کې نیول شي ...

نور ولوله »

د مخابراتو وزارت ته نوماند بر نا کریمي وپېژنئ

لیکوال: لوی افغان ولسمشر اشرف غني پرون کابینه اعلان کړه او په دې ډله کي مي پر برنا کریمي سترګي برابري شوې چي د مخابراتو او تکنالوژي وزارت لپاره نومول شوی دی . ددې د مخه چي د برینا کریمي اصلیت در وپېژنم ، باید پوښتنه وشي چي ایا ولسمشر دا کس پوره پیژندلی دي ، د هغه په اړه ...

نور ولوله »

کابینه – چې څنګه غر همداسې یې کربوړی

لیکوال: جاوید علي خیل / نن مې د عین او غین د حکومت لخوا  د پارلمان تائید ته د معرفي شوې کابینې نوملړ راکوت او ورسره مې د اشرف غني هغې خبرې را په یاد شوې چې ویل به یې دا ځل به د افغانستان د تاریخ تر ټولو مسلکي او د وطن په درد خوړونکي کابینه  جوړوي . د ...

نور ولوله »

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیر، ډاکټر فیض الله کاکړ

ډاکټر فیض الله کاکړ د ۱۹۵۰ کال په وروستۍ میاشتي دسمبر کې په فاریاب ولایت کې زیږېدلی. تر ابتدايي زده کړو او لیسې وروسته امریکا ته تللی او هلته یې لوړي زده کړي کړي دي. کاکړ په بیالوژي کې د لیسانس سند له یوه امریکايي پوهنتون کې څخه اخیستی او له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۸۲م کاله پورې د امریکا په ...

نور ولوله »

سعادت منصور نادري، د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير

سید سعادت منصور نادري د افغانستان د اسماعلیه‌وو د مذهبي ډلې مشر، سید منصور نادري زوی دی چې په ۱۳۵۵ کابل کې د حوت پر ۱۲مه نېټه په کابل ښار کې زېږېدلی. نادري لومړنۍ زده کړې د کابل په ګڼو ښوونځیو کې ترسره کړي او په بغلان کې يې لېسه پای ته رسولې. په ۱۳۶۷م کال کې د لوړو زده ...

نور ولوله »