د ټیګونو ارشیف : وسله وال

د امریکا بې پېلوټې الوتکې په کُرمه ایجنسۍ کې ۲۶ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمې کُرمه ایجنسۍ د امریکا بې پېلوټه الوتکو برید کړی، چې له امله یې د پاکستاني رسنیو په وینا د «حقاني شبکې» تر شل زیات جنګیالي وژل شوي دي. د پاکستاني رسنیو په وینا ځايي خلکو او چارواکو ورته ویلي، چې د کُرمې ایجنسۍ اړوند سیمه ...

نور ولوله »

د يوې ليکنې «په دواړو جبهو کې پښتانه دي» په غبرګون

اسم هجران ددي لیکنې په غبرګون کې چې «په دواړو جبهو کې پښتانه دي» یوه یادونه پدې وروستیو کې مې په یوه خبري سایټ(شبکه اطلاع رسانی افغانستان)کې د لیکوال نسیم جعفری په نامه دا په دری ژبه لیکنه تر سترګو شوه چې پيل یې پدې ټکو سره شوی و. «پښتانه چې تر نیمايي زیات یې د طالبانو، حزب اسلامي، حقاني ...

نور ولوله »

امريکا کې هر کال له دېرش زرو زيات کسان په ناڅرګندو بريدونو کې وژل کيږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما هېواد کې د وسلو ګرځولو بنديز په اړه د نوو بنديزونو اعلان وکړ او امنيتي چارواکو ته يې وويل، چې له دې وروسته «د وسلو بنديز کې د چارواکو سستۍ» نه شي زغملی. اوباما تېره شپه سپينه ماڼۍ کې وسله والو بريدونو کې د وژل شوو کسانو کورنيو ...

نور ولوله »

بلخ: ناڅرګندو وسله‌والو ۱۳ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي۱۴مه۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال ولایت بلخ کې ناڅرګندو وسله‌والو ۱۳ کسان وژلي دي. د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال عبدالرازق قادري ویلي چې دغه پېښه د یاد ولایت په زارع ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د قادري له قوله ناڅرګندو وسله‌والو په ملکي وګړو ډزې کړي چې له کبله یې یو شمېر کسان ...

نور ولوله »

امريکا: په يو وسله وال بريد کې څلور سمندري پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا ټينسي ايالت امنيتي چارواکي وايي، چې د سمندري عسکرو پر نظامي مرکز بريد کې د يو بريدګر په ګډون پنځه سمندري عسکر وژل شوي دي. د ټينسي پوليس وايي، چې تېره شپه يو وسله وال سړي د سمندري پوځيانو پر دوو ودانيو بريد وکړ، چې له امله څلور پوځيان وژل شوي ...

نور ولوله »

حکومت غیرمسووله وسله‌والې ډلې فعالوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): له هغې وروسته چې طالبانو وکولای شول چې د خپلو عملیاتو ساحه د هېواد شمال ته پراخه کړي، وتوانېدل چې د بدخشان، کندز، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې ځینې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي. د طالبانو د سږنیو عملیاتو له پیل راهیسې چې میاشت لا نه کېږي، حکومتي ځواکونو ته درانه تلفات ...

نور ولوله »

د پولیسو په یونیفارم کې وسله والو د واده په مراسمو کې زوم، پلار او ورور وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۴مه ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت په مرکز کې وسله‌والو چې د «ملي پولیسو» یونیفارم يې په تن و، زوم او ورسره پلار او ورور وژلي دي. د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال دل جان خاکریزي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دغه پېښه نن د غويي په ۴مه غرمه مهال ۱۲نیمې بجې ...

نور ولوله »

ناڅرګند وسله وال د کندهار او هلمند تر منځ د برېښنا غزېدلي مزې پرې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار د بریښنا ریاست چارواکي وايي، چې ناڅرګند وسله وال له هلمند نه دغه ولایت ته د برېښنا غزېدلي مزي پرې کوي او یا يې خادې چپه کوي. د کندهار د بریښنا ریاست مسؤلین همداراز وايي، چې د کوچني اختر او لوی اختر ترمنځ د کابو یو نیمې میاشتې په موده کې ...

نور ولوله »