د ټیګونو ارشیف : ولایتي شورا

د زابل ولایتي شورا رییس له یوې چاودنې روغ ووت

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۹مه ۱۳۹۳ل): د زابل د ولایتي شورا رییس نن سهار د یوې چاودنې روغ ووت خو دوه تنه ساتونکي یې ټپیان شول. د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطا جان ویلي چې دغه چاودنه نن سهار ۷ بجې په شاجوی ولسوالۍ کې د نوموړي پر موټر وشوه. هغه وویل چې نوموړی له چاودنې روغ وتی ...

نور ولوله »

ننګرهار: د ولایتي شورا وکیلې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایتي شورا وکیلې پېغلې انګېزې شینوارې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه. پر انګېزې شینوارې د سلواغې پر یوویشتمه چاودنه وشوه، چې د سختو ټپونو له امله پلازمېنې کابل ته راوړل شوه او په سردارمحمد داودخان روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شوه. نوموړې د ننګرهار ولایت د شینوارو اوسېدونکې ...

نور ولوله »

۱۷ ولایتي شوراګانو خپل دفترونه وتړل

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ۱۷ ولایتونو، ولایتي شوراګانو د ولسي جرګې د هغې پریکړې په غبرګون کې چې له مخې يې ولایتي شوراګانې په سیمه‌ییزو ادارو د څار حق نه لري، خپل دفترونه تړلي دي. د ولسي جرګې ددغې پریکړې په غبرګون کې نن په پلازمېنه کابل کې د بېلابېلو ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازي راټول ...

نور ولوله »

ناڅرګندو وسله‌والو د غزني ولایتي شورا وکیله پر ډزو ویشتې

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۵مه ۱۳۹۳ل): د غرني ولایت د ولایتي شورا پر یوې وکیلې د کور مخې ته ډزې کړي چې له امله یې نوموړې ټپي شوې. د غزني ولایت ویاند شفیق ننګ ویلي چې دوه تنو موټرسایکل سپرو د غزني ولایت ولایتي شورا غړې ذکیه رحیمي ته عریضه راوړې وه او وروسته یې پرې بې غږه تمانچه ...

نور ولوله »

د مشرانو جرګې نوي غړي به راتلونکې اوونۍ لوړه وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګې لپاره له ولایتي شورا ګانو نه راغلي نوي سناتوران به راتلونکې اوونۍ لوړه وکړي. د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار وايي چې د امنیتي ستونزو له امله يې کره ورځ نه شي ښوودلی، خو په خبره مشرانو جرګې ته نوي ته راغلي غړي به راتلونکې اوونۍ لوړه وکړي. د ...

نور ولوله »

لوګر: د ولایتي شورا د نوماند په مشرۍ د غلو ډله نیول شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر چارواکي وايي چې په دې ولایت کې يې د غلو هغه شپږ کسیزه ډله نیولې ده چې مشري يې د دې ولایت ولایتي شورا ته نوماند حاجي شوکت ستانکزي کوله. د لوګر امنیه قومندان عبدالحکیم اسحاقزی وايي چې دوی تېره ورځ سهار د حاجي شوکت په کور کې شپږ تنه ...

نور ولوله »

هرات: د ولایتي شورا یو پخوانی غړی ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په لویدیځ ولایت هرات کې د ولایتي شورا یو پخوانی غړی ووژل شو. شیخ عزیز الله نجفي د شیعه علماو د شورا غړی هم و چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲ نیمې بجې د هرات ولایت په کندهار دروازه کې طالبانو ووژلو. د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې ...

نور ولوله »

ولایتي شوراګانې د سنا لپاره ټاکنې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د ولایتي شوراګانو وکیلان ددې لپاره ټاکني تر سره کوي، تر څو د مشرانو جرګې ته خپل استازي وټاکي. د مشرانو جرګه چې د سنا په نامه سره هم شهرت لري، ټول ۱۰۲ غړي لري، چې ۶۸ استازي یې د ولسمشر له لوري ټاکل کیږي، او پاته ۳۴ استازي یې د ولایتي ...

نور ولوله »

لوګر: د لوړې پر مراسمو بريد شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۳ل): لوګر ولايت کې د ولايتي شورا د لوړې پر مراسمو بريد شوی دی. د لوګرولايت امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزی وايي، چې پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوې او د بريدګر په بريد کې درې پوليس ټپيان شوي دي. اسحاقزی وايي چې یو کس د لوړې د مراسمو پر مهال د لوګر ولایت ...

نور ولوله »

»د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې دي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): پرون له نږدې اووو میاشتو وروسته د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې اعلان شوې، چې پکې ۲۶۰۰ تنه نارینه او ۳۰۸تنه ښځینه نوماندانو برخه اخیستې وه. د ولایتي شوراګانو په پرونیو پایلو کې ۴۵۸تنه بریالي شوي دي چې له ۳۰۸ تنه ښځینه نوماندانو نه پکې ۹۷ تنه بریالۍ شوې دي. د ولایتي شوراګانو ...

نور ولوله »