د ټیګونو ارشیف : ولسمشر اشرف غني

ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ غویی، ۱۳۹۶): د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني نن له غرمې وروسته بلخ ولایت ته تللی. نوموړي د خپل سفر وړاندي د شاهین ۲۰۹ قول اردو بریدګر «کفار» بللې او په کلکو ټکو یې دغه برید غندلی. تېره ورځ د جمعې لمانځه وروسته د طالبانو لسو تنو بریدګرو د شاهین ۲۰۹ قول اردو پر قومندانۍ ډله ...

نور ولوله »

ضیاء مسعود: زما ګوښه کېدل به د هیواد امنیت او ثبات ته خطر شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ وري، ۱۳۹۶): تېره ورځ ناوخته د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان صادرلو په ترڅ کې د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې خپل ځانګړی استازی له دندې ګوښه کړ. د ارګ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال څخه نقل قول رسنیو ویلي چې احمد ضیاء مسعود د خپلې بې کفایتي له وجې ...

نور ولوله »

سرنوشت: راتلونکې ټاکنې او د روڼتیا ټوکه

د سرنوشت ورځپاڼي سرمقاله ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ د راتلونکي کال پارلماني ټاکنو لپاره لازم ګامونه پورته شوي او په دغه بهیر کې به د هر ډول لاسوهنې مخنیوی وکړي. ښاغلي غني چې د افغانستان ملي شورا کلنۍ پرانیستغونډې په مراسمو کې خبرې کولې، د راتلونکو ټاکنو پر روڼوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د ترسره کولو لپاره یې ...

نور ولوله »

ولسمشر اشرف غني د ناټو ملکي استازي ته هم مډال په سینه وټومبۍ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۸، ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د ناټو ملکي استازي ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال ور کړ. د ناټو ستر ملکي استازی اسماعیل اراماز چې د کار موده یې پای ته رسېدلې، تېره شپه د اشرف غني میلمه وو، چیري چې نوموړي ته د هغه د «قدر وړ» خدمتونو پر اساس او ...

نور ولوله »

ایا د طالبانو د قطر دفتر به د ولسمشر غني په غوښتنه وتړل شي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د رسنیو د وروستیو رپوټونو پر اساس ولسمشر غني له قطري چارواکو څخه غوښتي چې که طالبان تر راتلونکي پسرلي پوري د سولې خبرو ته حاضر نه شي باید په قطر کې د هغوی اړوند سیاسي دفتر وتړل شي. نوموړي دا غوښتنه د قطر هيواد، د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل ...

نور ولوله »

اشرف غني پر سیاف او مجددي پوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۱۳، ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د پخواني جهادي ګوندونو مشرانو سره د هغوی په کورونو کې په جلا جلا توګه لیدلي او د هغوی د روغتیا په اړه یې ډاډ تر لاسه کړی دی. د ولسمشر د ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن ورځ اشرف غني د جهادي رهبرانو صبغت ...

نور ولوله »

غني د مولانا سمیع الحق څخه د مرستي غوښتنه کړې

Maulana-Sami-ul-Haq

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان دیني عالم او حقانیې مدرسې مشر مولانا سمیع الحق ته تلیفون کړی او د هغه څخه یې د طالبانو سره د سولي د خبرو د پیل لپاره د مرستي غوښتنه کړې ده. مولانا سمیع الحق چی ځان د طالبانو روحاني مشر بولي په پاکستان کې په ...

نور ولوله »

اوباما د وروستي ځل لپاره اشرف غني او عبدالله ته تلیفون کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۳۰، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر باراک اوباما چې نن یې د ولسمشرۍ وروستی ورځ ده، د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره تلیفوني خبري کړي دي او له همکاریو یې مننه کړې ده. سبا د جنوري پر شلمه په امریکا کې باراک اوباما د وروستیو انتخاباتو ګټونکي ډونلډ ټرمپ ته په ...

نور ولوله »

د پاکستان پوځ مشر د اشرف غني سره پر تلیفون خبرې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پوځ مشر جنرل عمر جاوید باجوه د ولسمشر اشرف غني سره پر تلیفون خبري کړی او ورته یې ویلي چې په پاکستان کې د «تروریستانو» پناه ځایونه نشته، یو پر بل باندي د الزام لګولو څخه په سیمه کې د امنیت دښمنانو ته ګټه رسیږي. د پاکستان د ایکسپریس ورځپاڼې ...

نور ولوله »

اشرف غني: د کندهار د «تروریستي» پيښې هدف د افغانستان او اماراتو اړیکو ته زیان رسول دي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د ولسمشریزي ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني په حواله ویل شوي چې نوموړي د کندهار وروستی پېښه وغندله او دا یې یو تروریستي عمل وباله چې د افغانستان دښمنانو پلان کړی او هدف یې د افغانستان او متحده عرب اماراتو اړیکې زیانمنول وو. خبرپاڼه کې وايي: ...

نور ولوله »