د ټیګونو ارشیف : ولسمشر

 د مرغۍ ليک

 سيد اصغر هاشمي ګرانه ولسمشره! له کوره بیله شوې یم. بچیان مې په کور کې یوازې دي او ما پسې په چغو چغو ژاړي. زه هم له سهاره تر شپې چیغې وهم او چا چې بندي کړې یم، ورته ښېرا کوم، خو دا بې فکره انسانان زما له بنده خوند اخلي او فکر کوي، چې زه ورته سندرې وایم، ایا ...

نور ولوله »

د پارلمان وکيل: اشرف غني د ځنګله رئیس دی

نن ټکی اسیا( چهارشنبه،۱۷ لړم، ۱۳۹۷): په ولسي جرګه کې وروسته له هغې د وکيلانو ترمنځ لفظي شخړو زور واخيست چې په ولسي جرګه کې د غزني استازي عارف رحماني اشرف غني ته د ځنګله د رئيس او افغانانو ته د حيواناتو خطاب وکړ. د عارف رحماني په دې څرګندونو د ولسي جرګې وکيلان غبرګون وښوده او په تالار کې ...

نور ولوله »

ای د ارګ ماڼۍ کې پټه ولسمشره/ غزل

نجی الله سمون ای د ارګ ماڼۍ کې پټه ولسمشره يوه خبره واوره رټه ولسمشره يا میرویس غوندی گوزار په گورگین وکره لژ د زور وکړه په مټه ولسمشره يا شجاع غوندې غږ وکړه چې مزدور يم چې راتول د شو تر څټه ولسمشره دا دې څه دي روان کړي کور د وران شه زموږ د و اېستله سټه ولسمشره ...

نور ولوله »

کابل: د ولسمشر یو ساتونکی ناپېژانده کسانو وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د ولسمشر غني یو ساتونکی ناپېژانده کسانو وژلی دی. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د څلورمې کارتې په سیمه کې ناپېژانده کسانو د ولسمشر ساتونکی په چاکو وهلی او ځای پر ځای یې ...

نور ولوله »

د اندونزیا ولسمشر کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ارګ وايي ټاکل شوې نن د اندونزیا ولسمشر جوکو ویدودو کابل ته راورسېږي. د اندونزیا ولسمشر تر دې وړاندې پاکستان ته هم تللی و او د افغانستان پر وضعیت يې خبرې کړې وي. د سرچينې په قول د اندونزیا ولسمشر به له محمد اشرف غني سره یو ځای رسنیو ته هم خبرې ولري. ...

نور ولوله »

حقوقپوهان: ولسمشر او پارلمان دواړه قانوني مشروعیت نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د حقوقپوهانو ټولنه وايي اساسي قانون ته په کتلو نه ولسمشر او نه هم زموږ پارلمان قانوني مشروعیت لري. د دې ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وايي، نه یوازې ولسمشر او پارلمان قانوني مشروعیت نه لري، بلکې تر اوسه پورې ګډ حکومت د کار له پيله د اساسي قانون پوره ۴۰ مادې بشپړې نقض ...

نور ولوله »

د برېښنايي تذکرو د وېش نېټه به ولسمشر ټاکي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د برېښنايي تذکرو د وېش اداري تېره اوونۍ نن «دوشنبه» تذکرو د وېش د پیل نېټه ټاکلې وه. د دې ادارې مسوولین د ځنډ لپاره د ولسمشر «بوختیا» پلمه کوي. د یادې ادارې ویاند روح الله احمدزي نن رسنیو ته وویل، ټاکل شوې نن د برېښنايي تذکرو ویش رسماً پیل شي، خو د ...

نور ولوله »

د نړۍ لومړی فوټبالر د خپل هېواد ولسمشر شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د نړۍ لومړی افریقایي فوټبالر جورج ویا George Weah چې په ۱۹۹۵ کې یې د سرو زرو (د کال غوره لوبغاړي) جایزه هم ترلاسه کړې وه په لومړي ځل د خپل هېواد لایبیریا Liberia ولسمشر وټاکل شو. ۵۱ کلن جورج ویا د فوټبال کلبونو –چیلسي، مانچیسټر سیټي، او ای سي میلان- پخوانی لوبغاړی ...

نور ولوله »

د برېښنايي پېژندپاڼو وېش روانه اوونۍ پلېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د وګړیو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط وايي، ولسمشر غني ترې غوښتي چې روانه اوونۍ د نویو برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل کړي. د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر سر لانجه له تېر یو کال راهیسې روانه ده؛ خو تراوسه دغه بهیر د ځینو ستونزو له امله نه دی پیل شوی. دوه اوونۍ د ...

نور ولوله »

پکتیا: زرمت پر دوو جغرافيوي واحدونو ووېشل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): پکتیا کې د زرمت ولسوالۍ پر دوو جغرافيوي واحدونو ووېشل شوه او یوه بله غیر رسمي ولسوالۍ رسمي شوه. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، سیمه‌ییزو ارګانونو ورسره هغه طرحه منلې چې له مخې يې زرمت پخپله د زرمت په نوم او روحاني بابا په نوم پر دوو ولسوالیو وېشل ...

نور ولوله »