د ټیګونو ارشیف : ولسوال

بادغيس: په ابکمري ولسوالۍ بريد کې ولسوال ټپي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بادغيس ولايت د ابکمري ولسوالۍ په مرکز د طالبانو برید له امله ددې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۱۶ تنه امنيتي منسوبينو ته مرګ ژوبله اوښتې. د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه د ابکمري ولسوالۍ په مرکز په ډله ييزه توګه بريد وکړ چې ...

نور ولوله »

لوګر: د برکي برک ولسوال د طالبانو په بريد کې ووژل شو

نن ټکی آسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ ولسوال يې په يوه چاودنه کې له څو ساتونکو سره وژلی دی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د برکي برک په شيروازه سيمه کې يې ددې ولسوالۍ پخوانی ولسوال عين الدين خان او د امنيت امر په ګډون څو تنه ...

نور ولوله »

فراه: د خاک سفيد ولسوال له طالبانو سره يو ځای شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت چارواکي وايي چې د خاک سفيد ولسوال احمد خان د حکومت له ليکو وتلی او طالبانو سره يو ځای شوی دی. د فراه د والي وياند ناصر مهري وويل چې د خاک سفيد ولسوال احمد خان له درې پوليسو سره طالبانو سره يو ځای شوي دي. د يادونې وړ ده چې ...

نور ولوله »

هرات: چاودنه کې د کوهسان ولسوال ووژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د هرات ولايت کوهسان ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه څو شيبې وړاندې يوه زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې د کسهان ولسوالۍ ولسوال وژل شوی. د هرات د والي ویاند چاودنه تائيد کړه او ويې ویل چې په دې چاودنه کې د کوهسان ولسوالۍ ولسوال حاجي امير وژل شوی دی. د والي ...

نور ولوله »

فراه؛ د خاک‌سفید ولسوال طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه د خاک‌سفید ولسوالۍ ولسوال محمد خان له خپلو پنځو ملګرو سره یو ځای طالبانو ته تسیلم شوی دی. طالبان وايي محمد خان چې د پلار نوم يې جانان دی له سمیع الله دغوث الدین زوی میراجان د میرحمزه زوی سعدالدین د شمس الدین زوی شیخ احمد د باران زوی او غوث الدین ...

نور ولوله »

فاریاب: دشیرین تګاب ولسوال د طالبانو په مخامخ برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): په فاریاب کې د شیرین تګاب ولسوالۍ ولسوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. خواجه سراج الدین نن د دولت اباد – اندخوی په لویه لاره د طالب سرتېرو له لوري وژل شوی دی. پژواک د ځایي امنیتي سرچینې په حواله وايي چې له نومړي سره د هغه یو زوی، خوریی او ...

نور ولوله »

غزني: د خواجه عمري سقوط کې، ولسوال او د امنیت امر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د غزني ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د نورو امنیتي ځواکونو تر څنګ د دې ولسوالۍ ولسوال او د امنیت امر هم وژل شوي دي. د غزني امنیه قومندان جنرال محمد زمان د پېښې د دقیقو تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو وايي چې د ملي ...

نور ولوله »

فراه : د شېبکوه ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۶):د فراه ولايت د شېبکوه ولسوالۍ ولسوال عبدالرحيم حيدري په يوه چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی. پېښه نن مازديګر مهال د يادي ولسوالۍ د ورجو په سيمه کې رامنځته شوې. د فراه ولايت چارواکي د بريد پخلی کوي او زياتوي چې نوموړی له پنځو ساتونکو سره يو ځای په بمي بريد کې ...

نور ولوله »

پکتيا : د شواک ولسوال د رشوت اخيستو له امله په ۳ کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل):د پکتيا د شواک ولسوالۍ ولسوال تورن سرور اندېښمن د رشوت اخيستو له کبله په درې کاله تنفيذي بند محکوم شوی. ويل کيږي ولسوال په يوه حقوقي قضيه کې ۱۹ زره کالداري رشوت اخيستی. نوموړي ته ياده سزاء د ابتدائيه محکمې له لوري اورول شوې. د محکمې د پرېکړي په اساس به ولسوال ...

نور ولوله »

د چهاردرې ولسوال: دا یو نمایشي پوست و، ځکه مې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده، د دولت له لوري ورته ګمارل شوي ولسوال يې رسماً له دندې استعفا ورکړه. د چهاردرې ولسوال ډګروال محمد ظاهر نیازی وايي چې دا یو نمایشي پوست و، ځکه يې زړه ترې تور شو او له دندې ...

نور ولوله »