د ټیګونو ارشیف : ولسي جرګه

نعیم لالی: په درغلۍ راغلی حکومت؛ پاکې ټاکنې نه شي کولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳زمري، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی نعیم لالی وايي، په درغلیو راغلی حکومت پاکې ټاکنې نه شي کولی. د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د امنیتي موضوعاتو تر څنګ د ټاکنو پر شفافیت هم بحث وشو. وړمه ورځ اجراییه رییس د وزیرانو شورا ناسته کې وویل، چې د ټاکنو کمیسیون ...

نور ولوله »

ولسي جرګه له حکومته د بهرنیانو د خپسلریو مخنیوی غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په کندوز کې د بهرنیانو او افغان ځواکونو له لوري په هوايي برید کې د لسګونو ملکي وګړو وژنه د ولسي جرګې د نننۍ غونډې برخه هم شوه. د ولسي جرګې غړو پر حکومت غږ وکړ، چې د عملیاتو پر وخت دقت ته پام وکړي او حتی د بهرنیانو د خپلسریو جدي مخه دې ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: حکومت د سولې صلاحیت نه لري؛ د امریکا د دریځ هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي حکومت د سولې لپاره یوازې شعارونه ورکوي او له دې پروسې هم کمپایني ګټه اخلي، ځکه خو د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو هرکلی کوي. د ولسي جرګې غړې شیکبا هاشمي په نننۍ عمومي غونډه کې وویل، موږ د امریکا د دریځ هرکلی کوو، خو افغان حکومت نه ...

نور ولوله »

وکیلان: جګړه بهرنیانو پیل کړې، همدوی به یې پای ته رسوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړو د هیواد اوسنۍ جګړه د بهرنیانو بللي او وایي چې حکومت دې نور د پردیو په جګړه کې افغانان نه قرباني کوي. هغوی په حکومت غږ کړی چې د جګړې د پای ته رسولو جدي هڅي دي وکړي. د ولسي جرګي غړو نن د غونډي په امتیازي ساعت کې د ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: هيڅوک دا هېواد نشي تجزیه کولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې د نن ورځې امتیازي ساعت د ځينو هغو اوازو اړوند و، چې ګواکې طالبانو ته د «امن سیمې» په نوم ځينې ځایونه ورکول کېږي. که څه هم طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د پکتیا چارواکو دعوه وکړه چې دوی د دې ولایت اړوند بحثونه کوي چې د ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د ټاکنو د ممکنه ځنډ مخالفت وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ځينو هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې ګواکې حکومت د ټاکنو د ځنډولو هوډ لري، ولسي جرګې توند مخالفت ښکاره کړ. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې غړو د حکومت له لوري د ټاکنو ځنډول ناانصافي وبلله او کلک مخالفت يې وښود. د وکیلانو په وینا دوی ته هم اوازې ...

نور ولوله »

د ولسې جرګې غړې: حتی د مړو تذکرې سټېکر شوې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د را روانو ټاکنو په اړه د درغلیو او فساد په اړه بحثونه نن هم د ولسي جرګې د غونډې یوه برخه و. په ولسي جرګه کې د کونړ استازې وږمې ساپۍ وویل، چې د نوم لیکنې لپاره شفافیت اصلاً نشته. د هغې په خبره حتی د مړو تذکرې هم سټېکر شوې دي، چې ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: د امریکا ستراتېژي د جګړې د توندېدو علت دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي په افغانستان کې د نا امنۍ د زیاتېدو او جګړې د توندېدو اصلي علت د امریکا ستراتېژي ده. ولسي جرګه چې د ګډ حکومت په پیل کې يې له امریکا سره امنیتي تړون په بېړه تصویب کړ، ځینو غړو يې د امریکا پوځي اډې د سیمې د څار ...

نور ولوله »

د ملت کور او د ملت استازو ته دولسی جرګې وکیلانو ته ! !

صلاح الدين ایوبي درویش درانی صیب وايي : چې نه بیا شي توره پورته او نه سر په وینو رنګ شي بـــاداره دغه جنګ دې د وطـن اخـري جنګ شي که زړونه سره ورکـړو او لاسـونه ســـره یوکـړو دا کاڼـي به لعلـونه شي دا بـــوټي به لونګ شي له هغه راهیسې چې خونخوارې امریکا زمونږ په مظلوم هیواد ظالمانه یرغل ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: طالبان پخپل منځ کې هیڅ اختلاف نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ازادي راډیو د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو او یو شمېر کارپوهانو په حواله وايي، طالبان پخپلو منځو کې هیڅ اختلاف نه لري. یاده سرچينه د ولسي جرګې د غړي عبدالروف انعامي له خولې وايي، طالبان پخپلو ټولو چارو کې عملاً او قولاً یو دي. انعامي وايي، طالبان پر یوه اډيالوژۍ را ټول شوي، ...

نور ولوله »