fbpx

د ټیګونو ارشیف : ولسي جرګه

د پروان پیښه د چا لخوا د څه لپاره؟!

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د شنبې په شپه بهرنیو ځواکونو د پروان ولایت په بایان کلي کې د پخواني جهادي قوماندان جان احمد په کور د چاپې په ترڅ کې د هغه اړوند د وسلو او پوځي مهماتو هغه ستر ډیپوله منځه یوړ چې په زرګونو میله وسلې او پوځي توکي ورکې ځای پرځای شوي ول . یاد ډیپو د ...

نور ولوله »

دفاع وزیر، د افغانستان بانک رییس او سترې محکمې دوه قاضیان ولسي جرګې ته معرفي شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت د ولسمشر دوهم مرستیال نن ولسي جرګې ته د ملي دفاع وزیر، مرکزي بانک رییس او د سترې محکمې د عالي شورا دوه غړي ولسي جرګې ته معرفي کړل. د سولې د عالي شورا د دارالانشا پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزیر په توګه، خلیل الله صدیق د ...

نور ولوله »

رحمت الله نبیل: راتلونکي شپږ میاشتې د نظام د بقا لپاره مهمې دي

Rahmatullah-Nabeel

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبيل وايي چې راتلونکي ۶ میاشتې د ګډحکومت د بقا لپاره مهمې او ګواښ يې وکړ چې په دغه موده کې به د افغانستان امنیتي وضعیت لا خراب شي. نن /شنبه، چنګاښ ۶مه/ ولسي جرګې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل، کورنیو چارو وزیر جنرال ...

نور ولوله »

علومي: طالبان د «ولایت» د نیولو وس نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزارت وزیر نورالحق علومي وايي چې طالبان د ولسوالیو د نیولو توان لري خو د ولایت نیول يې له وسه نه کېږي. علومي نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وويل چې دوی د طالبانو پر وړاندې ځکه کمزوري شوي دي چې په خبره يې سږ کال د امنيت ...

نور ولوله »

د عیسی خان په بی خیرۍ کی خیر

عبدالوکیل صداقت د عیسی خان ډيوه اوس په اوبو کې بله شوہ د ډالرو او افغانیو باران پرې اوري د پارلمان وکیلان دومره ډار شوي، چی اوس دعیسی خان په شکرانې نه پوهیږي، چې څنگه يې ادا کړي. څوک خپله تنخوا وربښی او څوک نور انعامونه دوی فکر کوي، چی که عیسی خان ټق چپه کو نه وای کړي، نو ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: ولسمشر باید د پروني بريد ځواب ووايي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې نن پخپله فوق العاده غونډه کې د پروني بريد په اړه خبرې وکړي چې پکې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د دې پېښې د ځواب مسوول وګاڼه. تېره ورځ دولتي چارواکو د اتو تنو سرتيرو بريدګرو له لوري پر ملي شورا د بريد خبر ورکړ، چې تر دوو ساعتونو ...

نور ولوله »

عیسی خان څوک چپه کړي دي؟

همایون تږی تېره ورځ د ولسي جرګې تالار په داسې حال کې د څو تنو سرتېرو بریدګرو تر برید لاندې راغی چې د ولسمشر دوهم مرستیال او د دفاع نوماند وزیر د پارلمان تالار ته د ننوتلو په حال کې وو. د برید په اړه د دروغو لړۍ له هغه وخت پیل شوه چې د ولسي جرګې رییس وویل: شارټي ...

نور ولوله »

ټق چپه کو!

سیف الله مینه وال سړی چې احساساتي شي، نو خبرې يې تر عقل پر احساساتو ډېرې ولاړې وي. بیا د دې خبرې پروا نه لري چې لږ وروسته به څه کېږي. نن په ولسي جرګه کې د طالبانو له بريد وروسته یو عسکر بې درېغه خوله پرانیسته او بې مبالغې يې د پېړۍ ټوکه وکړه. وزګار فیسبوکیان ورته کونج ته ...

نور ولوله »

کابل – وروستی حال: پر ولسي جرګه ډله ییز بريد پای ته ورسيد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۴ل): پر ولسي جرګه د طالبانو ډله ییز برید له نږدې دوه ساعته مقاومت وروسته پای ته ورسيد. د کورنیو چارو وزات ویاند صدیق صدیقي د پېښې په وخت رسنیو ته وویل چې څو تنو بريدګرو پارلمان ته څېرمه له نیمه کاري ودانۍ د ولسي جرګې پر ودانۍ بريدونه پیل کړي دي. دغه بريدونه ...

نور ولوله »

کابل – ولسي جرګه: له یوولسو چاودنو وروسته لا هم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۴ل): نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې د پارلمانۍ ودانۍ تر زورورو چاودنو وروسته تر بريد لاندې راغله. عیني شاهدان وايي چې چاودنې پرلپسې رامنځته شوې، چې ګڼ استازي د پارلمان په ودانۍ کې لا هم محاصره پاتې دي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي چې پر ولسي جرګې سرتېرو ...

نور ولوله »