د ټیګونو ارشیف : ولسي جرګه

پارلماني ټاکنې: د ننګرهار لومړنۍ پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ننګرهار ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کميسيون په ويب پاڼه تيره شپه ناوخته له ننګرهار څخه د ولسي جرګې د برياليو نوماندانو لومړنۍ پايلې اعلان شوې. په دې برياليو اعلان شوو نوماندانو کې عبدالکريم کريمی، فريدون خان مومند، عبدالرؤف شپون، امير محمد ...

نور ولوله »

افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه د ولسي جرګې انديښنه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړو له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ امريکايي عسکرو د احتمالي وتلو په اړه انديښنه وښوده او ويې ویل چې امريکا بايد د سولې په اړه د يو قوي ضمانت له ورکولو مخکې خپل عسکر له افغانستان څخه ونه باسي. د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي وويل چې له امريکايانو څخه ...

نور ولوله »

غزني؛ د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره هیڅ تیاری نه سترګو کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): غزني کې د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي تر اوسه يې ان د دې ولایت په مرکز کې تیاری نه دی نیولی. د دې کمیسیون عملیاتي مرستیال کریم جمال وايي، دوی تر اوسه په دفتر کې کارکوونکي او مواد لا هم نه لري. هغه د دې تر څنګ دا دعوه هم وکړه چې څو میاشتې ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: سیاسي ګوندونه سوله کې د خپلو «شخصي ګټو» غم اخیستي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي د سولې پروسه کې د سیاسي ګوندونو مداخله او د دې پروسې لپاره ځانګړي پلاوي جوړول له دې امله دي چې دوی د خپلو شخصي ګټو ته اندېښمن دي. څو ورځې وړاندې جمعیت اسلامي د محمد یونس قانوني پر مشرۍ د یو پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ، چې وروسته ...

نور ولوله »

ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ پنځه وزیران استیضاح کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګه وايي د ۱۳۹۶ل مالي کال کې د پراختيايي بودجې د کم مصرف له امله پنځه وزارتونه استیضاح ته ور غواړي. د دې جرګې مالي او بودجوي کمیسیون وايي دوی هوډ لري چې راتلونکې اوونۍ کې د ټولګټو، له مخده موادو سره د مبارزې، مخابراتو او ټکنالوژۍ، ټرانسپورټ او عدليې وزارتونو وزیران استیضاح ...

نور ولوله »

د ولسي جرګې ټاکنې: د څلورو نورو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون تيره ورځ ناوخته د ولسي جرګې د ټاکنو د څلورو نورو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړې. تر دې وړاندې په تدريجي توګه د ولسی جرګې د شاوخوا شلو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان شوې وې. تيره ورځ ناوخته د هلمند، هرات، کندز او کندهار ولایتونو د ولسي جرګې لومړنۍ پايلي اعلان ...

نور ولوله »

پارلماني ټاکنې؛ د کابل رايې بيا شميرل کيږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰لیندۍ،۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د کابل ولایت د ولسي جرګې رايې باطلې اعلان کړې له نژدې يوه اوونۍ ځنډ او خبرو اترو وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون او شکايتونو کميسيون په دې سره موافق شول چې د ولسي جرګې د کابل ولايت د ټاکنو رايې به ...

نور ولوله »

د پنځو نورو ولایتونو د ټاکنو پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسيون د تير په څېر دا ځل بيا د ولسي جرګې د ټاکنو د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشر عبدالبديع صياد څو شيبې وړاندې په کابل کې د بلخ، پکتيکا، لوګر، بدخشان او فارياب ولايتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړې. په اعلان شويو لومړنيو پايلو ...

نور ولوله »

د ټاکنو کميسيون د کابل د ټاکنو په اړه د شکايتونو کميسيون پريکړه رد کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د شکايتونو د کميسيون هغه پريکړه رد او ناقانونه وبلله چې له مخې يې د کابل د ولسی جرګې ټاکنو ټولې رايې باطلې اعلان شوې وې. د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون نن له غرمې مخکې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټولې رايې د فساد او درغلۍ له امله باطلې اعلان ...

نور ولوله »

د کابل د ولسي جرګې ټاکنې باطلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو ټولې رايې د فساد او درغلۍ له امله باطلې اعلان کړې. د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون په کابل کې د ولسي جرګې ټاکنې د فساد او درغليو له امله باطلې اعلان کړې او په دې اړه يې څو تورن کسان د افغانستان لويې ...

نور ولوله »