د ټیګونو ارشیف : ولسي مرګ ژوبله

پکتیکا کې امریکایي ځواکونو ۲۱ افغانان په ډزو ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې تېره شپه امریکايي ځواکونو په کلیو او کورونو چاپه وهلې او ګڼ افغانان یې وژلي دي. د راپورونو له مخې په چاپه کې د سیمې په بازار او د خلکو په کورونو چور او تالان ګډ شوی او قیمتي توکي یې غلا شوي دي. بیا ...

نور ولوله »

هوايي قواوو کاپیسا کې یو ځل بیا څلور ماشومان ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تله، ۱۳۹۷ل): له دوه ورځنۍ دمې وروسته یو ځل بیا ملکي افغانان د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شوي او په کاپیسا ولایت کې یې یو موټر بمبار کړی. د سیمې اوسیدونکي وايي، موټر له تګاب څخه سروبي ته روان و، په لار کې د برید هدف وګرځېد او ۴ سپاره ماشومان یې ووژل. ...

نور ولوله »

په فاریاب کې کلینیک او فراه کې ښوونځی بمبار شوي

انځور په کندز کې د نجونو یو ښوونځی دی، چې تېر کال په همدې میاشت کې امریکایانو بمبار کړی و

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ګډو ځواکونو په فاریاب او فراه ولایتونو کې ولسي مېشت سیمې او عام المنفعه تاسیسات تر هوايي بریدونو لاندې نیولي او ګڼ ملکي تلفات یې تر شا پريښي دي. نن تر غرمې مخکې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسی سیمه کې په یو روغتيايي مرکز چورلکو بمونه وغورځول او ولسي خلکو ...

نور ولوله »

ننګرهار: کورنیو او بهرنیو ځواکونو ملکي افغانان ووژل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸غبرګولي ۱۳۹۷ل): بیګا د جمعې په شپه افغان او امریکايي عسکرو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د خلکو په کورونو چاپه اچولې او څلور افغانان یې وژلي دي. په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم شامل دی او پاتې درې نور لویان دي. پيښه د یادې ولسوالۍ په ګلوخیلو سیمه کې رامینځته شوې. د ننګرهار ...

نور ولوله »

د کندز بمبار په نړیوالو ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راپارولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په چوکاټ کې افغان دولتي عسکرو د تېرې دوشنبې په ورځ د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ولسي وګړو هغه غونډه بمبار کړه، چې د قرآن کریم حافظانو او د بخاري شریف فارغانو ته دستاربندۍ په ویاړ رابلل شوې وه. غونډې ته ماشومان، ځوانان، لویان، سپین ...

نور ولوله »

پاکستاني لیکوال د کندز په بمبار اشرف غني ته پیغور ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان مشهور لیکوال او کالم لیکوونکي (اوریا مقبول جان) د کندز په بمبار کې د تنکیو ماشومانو په وژلو اشرف غني ته پیغور ورکړی. نوموړی وايي چې اشرف غني په پاکستان کې له پښتنو سره د انصاف غم کوي، خو په خپل هیواد کې د هماغو پښتنو بچیان پخپله وژني. اوریا مقبول جان ...

نور ولوله »

مولانا عبدالصبور: د کندز په دیني مدرسې بمبار د ظلم او بربریت انتهاء ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): د نهاد علمي علماء افغانستان مشر (مولانا عبدالصبور) وايي چې د کندز د دشت ارچي په مدرسې بمبار هیڅ معقوله توجیه نه لري. نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په حیلو او بهانو د وړو حافظانو بچو وژل «د ظلم او بربریت انتهاء» ده. هغه د حکومت پالیسي متضاده ګڼلې چې کله ...

نور ولوله »

طالبانو کندز کې په ولسي خلکو د بمبارۍ له امله دولتي ځواکونه سخت رټلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): طالبانو په کندز ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بمبارۍ او د ولسي افغانانو د وژلو له امله دولتي ځواکونه سخت رټلي او په افغانانو یې غږ کړی چې په وړاندې یې ودریږي. د کندز د نننۍ پیښې په تړاو د طالبانو اعلامیه کې دولتي عسکر «مزدور، وحشي صفته، مړسترګي او سرټیټي غلامان» ...

نور ولوله »

وردګو او بدخشان کې دولتي ځواکونو ۳۵ ولسي کورونه ونړول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ وری، ۱۳۹۷): افغان ځانګړو ځواکونو په تېرو درې ورځو کې ۳۵ ولسي کورونه له مینځه وړي او لږ تر لږه ۳۳ ملکي افغانان یې وژلي دي. دولتي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په شپه د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې ۵ کورونه په بمونه والوزل او تېره شپه یې د بدخشان ولایت ...

نور ولوله »

کله چې ولسمشر د خپل ولس وژنه د ځان موفقیت ګڼي…

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې امریکايي او افغان ځواکونو د کندهار ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې شل ولسي وګړي وژلي دي. دغه عملیات چې افغان – امریکايي ګډو ځواکونو د فرورې د میاشتې په پیل کې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ مربوط ...

نور ولوله »