د ټیګونو ارشیف : ولس

د امریکایي ځواکونو وتل؛ ولسي خوښۍ او تمې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو چارواکي له سوريې وروسته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اړوند خبر ورکړ، په خواله رسنیو کې افغان ځوانانو د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو پایله او ګټه بللې ده. دوی پر طالب غږ کړی چې ...

نور ولوله »

حکومت د طالبانو مرستیال وزیر نه؛ د انارو سوداګر نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې سپین بولدک کې يې د طالبانو د ماليې وزارت چارواکی نیولی دی. د کورنیو چارو زوارت په خبرپاڼه کې دغه کس مولوي عبدالجلیل حقاني نومول شوی و، چې د طالبانو د ماليې وزارت مرستیال و. وزارت دعوه کړې وه، چې دې کس د «ولي محمد» ...

نور ولوله »

روزګان: د شجاعي پر ضد پنځه نور کلي د طالبانو تر څنګ درېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د پنځو کلیو قومي مخورو د حکیم شجاعي د جګړه مارو پر ضد د طالبانو څنګ نیولی. د خاص روزګان د کندلان، حسیني پایک او سیرو سیمو قومي مشران تېره ورځ طالبانو ته تسلیم شوي دي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د یادو سیمو قومي ...

نور ولوله »

ننګرهار: ولسي خلکو د داعش خلاف پاڅون کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې سلګونه ولسي خلکو د داعش تروريستي ډلې په خلاف وسله وال پاڅون کړی دی. د نازیانو ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ کسان په دې موخه راټول شوي او جنګي ليکې منظمې کړې وې چې له دې وروسته به د نازيانو ولسوالۍ او نورو سيمو کې د داعش خلاف جګړه ...

نور ولوله »

روزګان؛ اشرف غني جګړه «قومي» بولي، عبدالله يې ردوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د طالب سرتېرو او د حکیم شجاعي د جګړه مارو تر منځ نښتې شپږمې ورځې ته اوږدې شوې. تېره ورځ محمد اشرف غني په همدې اړه یو پلاوي ته حکم کړی چې سیمې ته لاړ شي او د «قومونو تر منځ شخړه» هواره کړي. هغه د شخړو ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: روزګان کې خلکو د طالبانو په ملاتړ د اربکیانو پر ضد وسله اخیستې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): روزګان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې اوسېدونکو يې پرلپسې له ځايي اربکیانو شکایتونه کړي دي. په دې ولایت کې د اربکیانو یو مشر حکیم شجاعي و، چې تېره ورځ طالبانو مخامخ ټپي کړی او وروسته ومړ. د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمیسیون مشر حنیف حنفي وايي روزګان کې ځايي خلکو ...

نور ولوله »

طالبان: د ټاکنو په ورځ دې هيواد وال په خپلو کورونو کې واوسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷تلې، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د ولسي جرګې تاکنو ته يوازې يوه ورځ پاتې ده، طالبانو ويلي دي چې د ټاکنو په ورځ دې هيڅ ولسي وګړی له خپل کور څخه نه راوځي او هيڅ ډول وسايط دې سرکونو او لويو لارو ته نه را اوباسي. طالبانو ويلي دي چې دوی اراده لري چې ...

نور ولوله »

طالبان: ننګرهار کې مو له ولس سره جګړه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې تيره ورځ رسنيو خبر ورکړ چې په ننګرهار ولايت کې طالبانو له ولسي خلکو سره جګړه کړې، طالبانو دغه ادعاوې رد کړې. تيره ورځ د ننګرهار ولایت د ۲۰۱ سيلاب قول اردو ويلي وو چې طالبانو د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ په ارغچ سيمه له ولسي وګړو سره جګړه ...

نور ولوله »

طالبان: ولسي مبارزې امریکا مخامخ خبرو ته په ګونډو کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو په اړه تر اوسه پورې طالبانو رسماً څه نه دي ویلي، خو تازه يې په اوونیزه تبصره کې یادونه کړې ده. دغه تبصره چې پر روانو حالاتو د افغانستان اسلامي امارت رسمي نظر څرګندوي، په اوونۍ کې یو ځل د طالبانو پر رسمي پاڼه خپرېږي. د ...

نور ولوله »

بادغیس: طالبان وايي د دوی په پلویتوب سلګونو کسانو وسلې ته لاس غځولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ګڼو کلیو اوسېدونکو د دوی ملاتړ کړی او سلګونو يې عملاً وسله ورسره غاړې ته کړې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د قادس ولسوالۍ اړوند د برګل او شهر ارمان سیمو ۶۳ کليو د طالبانو ملاتړ کړی دی. ښاغلی ...

نور ولوله »