د ټیګونو ارشیف : وچکالي

کندهار: د اورښتونو له امله د دهلې د بند اوبه ۸۰ سلنه زیاتي شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د کندهار اوسیدونکي او سیمه ایز چارواکي وايي، په هیواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د کندهار د دهلې د بند اوبه نژدې۸۰ سلنه زیاتي شوي، چې د خلکو هیله مندي یې ډېره کړې ده. د دهلې بند د کندهار د 7 ولسواليو، شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنيزې ...

نور ولوله »

آذان او باران/ مفتون

اکرم الدین مفتون کوچيانی ژوند خړې کېږدۍ په بیابان او باران ډېر مې خوښيږي پسرلی، ګډې، اوښان او باران په یوه زړونه ابادیږي په بل دښتې غرونه خدایه یو ځای راوله کلي ته جانان او باران دا د کوم ستړي مجاهد په مخ خولې رادرومي؟ که نا ؟ په خپلو کې مستي کوي ګلان او باران دوه غبرګ سپېڅلي رحمتونه ...

نور ولوله »

له ۱۵۰زره کډوالو سره ژمنۍ مرستې کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د د کډوالو اداره وايي، تر اوسه يې په افغانستان کې له ۵۸زره بې ځایه شویو او کډوالو سره ژمنۍ مرستې کړې دي. د «یو ان ایچ سې ار» د خبرپاڼې له مخې د ژمي په رارسېدو سره به ۱۵۰زره بې ځایه شویو او کډوالو سره مرستې وکړې. د سرچینې ...

نور ولوله »

فارياب کې د لوږې له امله ۹ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د فقر او خوراکي توکو د کمښت او نه شتون له امله په تيره څه موده کې ۹ تنه مړه شوي دي. د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني وايي چې ددې ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې شاوخوا زر کورنۍ د خوراکي توکو له ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ناامنۍ له امله سږ کال ۳۰۰ زره کورنۍ بې ځايه شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي چې په افغانستان کې د نا امنۍ او جګړو له امله سږ کال ۳۰۰ زره کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) په يو نوي راپور کې ويل شوي دی چې د افغانستان په بيلابيلو ...

نور ولوله »

طالب مشر د استسقاء د لمانځه لپاره پر ولس غږ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): طالب مشر شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده پر ولس غږ کړی چې د وچکالۍ د له منځه تلو او الهي رحمت د غوښتو په موخه استسقاء لمونځونه وکړي. په همدې مناسبت خپاره کړي پیغام کې شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده ویلي، وچکالي د الله جل جلاله یو ازمېيښت دی، چې د ...

نور ولوله »

د خوراک نړيوال پروګرام: ديارلس ميليونه افغانان له لوږې سره مخ دي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): د خوړو نړيوال سازمان وايي چې په افغانستان کې ۱۳ ميليونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دی او مرستو ته اړتيا لري. د افغانستان له پاره د خوړو د نړيوال پروګرام ( WFP ) مشر زلټن مليسيک وايي چې په روان ميلادي کال کې د افغانستان په شمول د نړۍ د ...

نور ولوله »

طالبان:مرستندويه ټولنې دې وچکالۍ ځپلو سره بيړنۍ مرسته وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په هيواد کې ورځ تر بلې زياتېدونکې وچکالۍ انديښنه ښودلې او په نړيوالو مرستندويه ټولنو يې غږ کړی دی چې په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو سره بيړنۍ مرسته وکړي. د طالبانو د کرنې او مالدارۍ کميسیون ويلي دي چې د افغانستان ځينې سيمې د وچکالۍ له امله له سخت بشري ناورين سره ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: نږدې دوه ميليونه افغانان وچکالۍ ځپلي

نن ټکی اسیا  (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ويلي دي چې په افغانستان کې نږدې دوه ميليونه افغانان د وچکالۍ له امله بې ځايه شوي دي. د اوچا په يوه تازه راپور کې ويل شوي دي چې د افغانستان ۲،۲ ميليونه خلک د وچکالۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ ...

نور ولوله »

م.م: د مهاجرو او بې ځایه شویو افغانانو شمېر اتو میلیونو ته رسېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وايي په افغانستان کې د ننه او له هېواده د باندې د وتلیو کسانو شمېر تر اتو میلیونو رسېږي. فلیپو ګرانډې په اسلام اباد کې د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې رسنیو ته وویل، چې د جګړو، بې کارۍ او وچکالۍ له امله ګڼ کسان له خپلو سیمو بې ...

نور ولوله »