د ټیګونو ارشیف : وژل شوي

طالبانو شپاړلس عسکر وژلي او څوارلس ورته تسلیم شوي

Afghan -police- in chikpoint

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو په کندوز کې شپاړلس عسکر وژلي او په روزګان کې څوارلس عسکر ورته تسلیم شوي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې د کندوز په خان اباد کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې يې شپاړلس عسکر وژل شوي او ...

نور ولوله »

بلوچستان: لورلايي ولسوالۍ کې اوه سرحدي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان بلوچستان ايالت لورلايي سيمه کې د سرحدي عسکرو پر پوسته بريد کې اوه سرحدي پوځيان وژل شوي دي. د بلوچستان د «ايف سي» سرحدي پوځيانو وياند رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د مخالفينو په بريد کې اوه پوځيان وژل شوي او د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ...

نور ولوله »

بغلان: طالبانو دوولس عسکر وژلي او دوولس ورته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د طالبانو او کورنیو عسکرو ترمنځ په نښته کې دوولس عسکر ووژل شول. طالبان وايي چې د دوی ملګرو نن سهار شاوخوا اوه بجې د مرکزي بغلان په چهارشنبه تپه کې پر عسکرو مخامخ برید کړی دی چې څو ساعته يې دوام وکړ. ...

نور ولوله »

د ملي اردو شپږو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې په بېلابېلو پېښو کې د ملي اردو درې عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د چاودنو او نښتو له امله د ملي اردو درې عسکر وژل ...

نور ولوله »

عراقي سرحد ته څېرمه د سعودي دوه امنيتي چارواکي وژل شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار وختي په يو وسله وال بريد کې د سعودي عربستان د سرحدي عسکرو د يو جنرال په ګډون دوه تنه وژل شوي او يو يې ټپي دی. راپورونه وايي، چې د امنيتي عسکرو په ډزو دوه بريدګر هم وژل شوي دي. د روان ۲۰۱۵ کال په پيل کې دا لومړۍ امنيتي ...

نور ولوله »

تېر کال هره ورځ ۶۴ ګډ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): تېر کال د طالبانو له لوري هره ورځ نږدې ۴۱ بریدونه شوي دي، چې په منځني ډول هره ورځ پکې ۶۴ ګډ عسکر وژل شوي دي او هره ورځ ۴۱ تنه نور ګډ عسکر ټپیان شوي دي. که څه هم دولتي سرچینو په خپلو خبرپاڼو کې تېر کال د بهرنیانو لپاره خوندي خو ...

نور ولوله »

په تېرو دیارلسو کلونو کې نږدې ۳۴۰۰۰ بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د «ای کژولټيز» په نامه برېښناپاڼه وايي چې په افغانستان کې د ناټو په دیارلس کاله جګړه کې درې دېرش زره څلورسوه پنځه اتیا بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده. دغه برېښنا پاڼه چې په عراق او افغانستان کې د ناټو د تلفاتو شمېرې خپروي وايي چې په افغانستان کې درې ...

نور ولوله »

ميدان وردګو کې د واليبال پر ميدان راکټي برید مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې د نرخ ولسوالۍ ابده‌خېلو سيمه کې د واليبال پر ميدان راکټي بريد اوو نندارچيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ميدان ورګ ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته په لېږل شوې خپرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ مازديګر ابده‌خېلو سيمه کې ځوانانو د واليبال لوبه ...

نور ولوله »

هرات: په ایران کې د وژل شویو افغان مېرمنو جسدونه راورسېدل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار له پنځوس کسیز پلاوي سره د هرات ولایت ته په سفر لاړ، هم مهاله ورسره د هغو دریو افغان مېرمنو جسدونه هم هرات را ورسېدل چې په ایران کې وژل شوې دي. د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې دې ...

نور ولوله »

کابل: غبرګو چاودنو څلورو پولیسو ته مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۳ل): د کابل امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه ناوخته دوو چاودنو یو پولیس وژلی او درې نور ټپیان کړي دي. د چاودنې د کره ځای اړوند څه نه دي ویل شوي، خو ویل کېږي دواړه چاودنې د کابل ښار په څنډه کې شوې دي. امنیتي مسوولین هم مني، چې تېره شپه  دوه چاودنې ...

نور ولوله »