د ټیګونو ارشیف : وژل شوی

بغلان: د ملي امنيت مرستيال د طالبانو په برید کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت د ملي امنيت اوپراتیفي مرستیال عبدالغفورمحمود د طالبانو په کمین کې د را ایساریدو له امله ووژل شو. د یاد ولایت امنيتي سرچينو تأیید کړي چې نوموړی له بغلان څخه کابل ته پرلاره و چې د دوشې ولسوالۍ اړوند، د چارشنبې سيمې، کيلګي بازار ته څیرمه د طالبانو له کمین سره ...

نور ولوله »

د هیواد په ختیځ کې یو بل امریکایي پوځي وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی یو سرتیری د هېواد په ختیځه برخه کې وژل شوی. د ایساف له مطبوعاتي څانګې ویلي چې د دوی دا امریکایي سرتیری په یوې داسي پيښه کې وژل شوی چې له جګړې سره ...

نور ولوله »

کندهار: په چاودنه کې د نظم عامه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله د نظم عامه قومندان، زمری خان وژل شوی دی. راپور وایی چې له نوموړي سره د ملاګل په نوم یو بل قومندان، او یو قومي مشر شاه ولي خان هم یوځای وژل شوي دي. یاده پیښه نن ماښام د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په ...

نور ولوله »

فراه: د قومندان په ګډون 18 تنه دولتي سرتیري وژل شوي

Farah1212

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لیندۍ ۱۳۹۷ل): د فراه مرکز ته څیرمه د طالبانو په یو کمین کې د جوین ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد اقبال په ګډون 18 سرتیري وژل شوي دي. د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع رسنیو ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو یو کاروان د فراه له مرکز څخه د جوین ولسوالۍ په لور ...

نور ولوله »

د وژل شوي پوځي لیک

Five police killed kandahar

لیکوال: وحید زېری موجوده وخت کې یو ځای جګړه کې د وژل سوي پوځي/جنګيالي په جېب کې د هغه کوم خپلوان یو لیک وموند، دا لیک پخپله همدې پوځي/ جنګيالي لیکلی و، دلته د هغه لیک ټول تفصيلات څو پوسټونو کې ستاسو درانه حضور ته وړاندي کوم. پوځي/جنګیالی لیکي: که زه ووژل شوم زما په اړه هره خبره مه منئ، ...

نور ولوله »

یو بل روسی دیپلوماټ وژل شوی موندل شوی دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): په ترکیه کې د روسي سفیر «اندریه کارلوف» د وژل کېدو ۲۴ ساعته پوره نه دي چې یو بل جګپوړی دیپلوماټ په خپل کور کې وژل شوی موندل شوی دی. دا ځل پېښه د روسیې په پلازمینه موسکو کې را منځته شوې او ویل کیږي چې روسي دیپلوماټ ۵۶ کلن دی، «پيټر ...

نور ولوله »

سوريه کې لوړپوړی ايرانی جنرال وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): د ايران انقلاب ساتونکي ځواک لوپوړی نظامي افسر بريد جنرال محسن قارجاريان په مخامخ نښته کې وژل شوی دی. انقلاب ساتونکو ته نږدې د ايران فارس خبري اژانس وايي، چې جنرال قارجاريان د سوريې شمال حلب کې د بشارالاسد له مخالفينو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی. فارس نيوز وايي، ...

نور ولوله »

بلخ: د دولت اباد امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): بلخ ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو. د بلخ د امنيت آمر سمونوال عبدالرزاق نن ماښام ناوخته مزارشريف کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالرووف اخګر، نن ماذديګر خپل کور ...

نور ولوله »

شمال کې د ناټو يو عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد شمال کې د ناټو د قاطع ملاتړ ادارې يو عسکر وژل شوی دی. کابل کې د ناټو د قاطع ماموريت مرکزي دفتر رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ د هېواد شمال کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت يو عسکر په غير نظامي پېښه ...

نور ولوله »

د محمد اغې ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان په کابل کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان تېره شپه په کابل کې ووژل شو. د محمد اغې امنيتي چارواکي وايي، چې د دغې ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان شاه غا د کابل ښار اوله حوزه عليمردان باغ سيمه کې پياده روان و، چې ناڅرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې او نوموړی يې ...

نور ولوله »