د ټیګونو ارشیف : ټاکنې

فیفا: د ټاکنو کمیسیون ټاکنیز مهالوېش بیا کتنې ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي د ټاکنو کمیسیون له لوري وړاندې شوی مهالوېش بیا کتنې ته اړتیا لري. د دې بنسټ اجراییه مشر محمد یوسف رشید نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، په دې مهالوېش کې د رایه ورکوونکو د لیست له برابرولو وروسته د شکایتونو لپاره موقعه نه ...

نور ولوله »

نورستان کې یوازې ۲۲۰۰ تنو نوم لیکنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون تازه معلومات ښيي چې د نوم لیکوونکو شمېر تر یو میلیون او شاوخوا دوه سوه زرو پورې رسېږي. د دې معلوماتو له مخې تر ټولو ډېرو کسانو په پلازمېنه کابل کې نوم لیکنه کړې او تر ټولو ډېرو لږو کسانو په نورستان کې خپل نومونه لیکلي دي. په کابل کې ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمسیون پر تذکرو د سټېکر لګولو په اړه غور کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غویي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي پر تذکرو د سټېکرو لګولو اړوند شکایتونه ورته ډېر شوي او دوی يې په اړه غور کوي. د نوم لیکنې په وخت پر اصلي تذکره د شخص نوم او د پلار نوم او مسلسل نمبر لګول کېږي، چې د رايې ورکولو په وخت يې باید له ځان سره ولري. ...

نور ولوله »

غني په نوم لیکنه کې د مېرمنو په کم ګډون خواشيني وښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني په ارګ کې د افغان ښځو د پینځم سپموزیم ناستې ته وویل، مېرمنې باید ټاکنو کې ډېره برخه واخلي. سره له دې چې نن هم په لوګر او تېره ورځ خوست کې د نوم لیکنې پر مرکزونو چاودنې شوې دي، خو محمد اشرف غني پر مېرمنو غږ وکړ، چې خپل نومونه ...

نور ولوله »

خوست: د نوم لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): د خوست چارواکي وايي د دې ولایت په مرکز کې د یعقوبیو اډې ته څېرمه د نوم لیکنې پر مرکز چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې. د خوست د امنیت امر عبدالحنان وايي په پېښه کې تر اوسه پورې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. د هغه په وینا پېښه ...

نور ولوله »

لوېدیځ کابل: له چاودنې وروسته؛ د نوم لیکنې درې مرکزونه بیا پرانیستل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل په لوېدیځ کې د غويي د میاشتې په دویمه له لويې چاودنې وروسته د نوم لیکنې درې مرکزونه وتړل شول. د نفوسو د احوالو د ثبتولو ریاست وايي دا مرکزونه بېرته پرانیزي او تر پخوا به يې خوندیتوب ته ډېر پام وکړي. د دې ادارې ویاند روح الله احمدزي نن په کابل ...

نور ولوله »

د ښوونیزو ادارو مسؤلین زده کوونکي نوم لیکنې ته مجبوروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶غويي، ۱۳۹۷ل): طلوع نیوز د ځينو ښوونځيو د زده کوونکو د والدینو په حواله وايي چې د ټاکنو په عمر برابر اولادونه يې په زور نوم لیکنې ته اړ کېږي. د سرچینې په وینا زده کوونکي ګواښل کېږي، چې که د ټاکنو لپاره نوم لیکنه ونه کړي، نو د ښوونځي اسنادو کې به ستونزې ورته جوړې ...

نور ولوله »

دولتي مامورین په زور نوم لیکنې ته اړ کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): دولتي مامورین وايي د خپلو ادارو د امرانو له لوري په زور دې ته اړ کېږي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه ولیکي. کابل ښار کې د هر وزارت اړوند ادارو مامورین په ټاکلیو ورځو کې نوم لیکنې ته یو ځايي وړل کېږي. تېره چهارشنبه د روغتیا وزارت تر چتر لاندې د ځينو ...

نور ولوله »

میدان وردګ: یوازې ۱۵۵ تنو مېرمنو نوم لیکنه کړې

د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکنې د تازه شمېرو په اړه وايي میدان وردګو ولایت کې د مېرمنو له ډلې یوازې ۱۵۵ تنو خپل نومونه لیکلي دي. تېره دوشنبه د غويي په ۱۰مه د ټاکنو کمیسیون وویل چې ټول ۱۹۲ زره ۹۶۹ تنو مېرمنو نومونه لیکلي دي. د ټاکنو لپاره نوم لیکنه د تېرې وري میاشتې په ۲۵مه پیل شوې، ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: له ښوونځيو د نوم لیکنې مرکزونه نه شو لېږدولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون یو کمیشنر وايي له ښوونځيو د نوم لیکنو د مرکزونو لېږدول ستونزې را ولاړولی شي. سید حفیظ الله هاشمي وايي له ښوونځیو پرته بل انتخاب نه لري او له ښوونځیو د مرکزونو انتقال اسانه کار نه دی. هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، دوی مجبور دي چې امنیت ...

نور ولوله »