fbpx

د ټیګونو ارشیف : ټاکنې

هند کې د افغانستان پخوانی سفیر، ولسشمریزو ټاکنو ته نوماندېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): په هندوستان کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي وايي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندېږي. هغه چې نږدې میاشت وړاندې په هند کې له خپلې دندې استعفا ورکړه، ویلي و غواړي په هېواد کې د ننه کار وکړي. شیدا محمد ابدالي چې د حامد کرزي له نږدې کسانو بلل کېږي، پخپله ټویټر پاڼه ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونو د نظام د بدلون طرحه وړاندې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د ځينو سیاسي ګوندونو او څېرو یو ګډ حرکت «لوی ملي ائتلاف» د نظام د بدلون لپاره طرحه برابره کړې ده. دوی وايي په ولسمشریزو ټاکنو کې به د هغه چا ملاتړ وکړي چې له دې طرحې سره موافقت وکړي. د سیاسي ګوندونو په دې طرحه کې په نظام کې ...

نور ولوله »

وکيلان: د ولسي جرګې چوکۍ په ۴۰۰ زره ډالرو پلورل کيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې يو شمير وکيلان وايي چې هغه نوماندان چې ولسي جرګې ته د ټاکنو په واسطه بريالي نه شي، چوکۍ په پيسو اخلي او ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي. دغو وکيلانو ويلي دي چې د ولسی جرګې چوکۍ له ۵۰ زره څخه تر ۴۰۰ زرو امريکايي ډالرو پورې پيرل کيږي. په ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونه له بایومټریک پرته رایې نه مني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، هغه رایې چې د رایه ورکوونکو له نوملړ سره برابرې وي، که بایومټریک هم نه وي، دوی به يې د باور وړ وبولي. تازه د سیاسي ګوندونو له ډلې جمعیت اسلامي ويلي، دوی ته دا رايې د باور وړنه دي او باید بایومټریک شوې رايې ...

نور ولوله »

د ولسې جرګې ټاکنو د ابتدايي پایلو اعلان وځنډول شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي، د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې به تر قانوني وخت دوه اوونۍ وروسته اعلان شي. ددې کیمسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي، تر اوسه یوازې له ۲۳ ولایتونو ټاکنیز مواد مرکز ته رسېدلي دي. وړاندې تر دې د ټاکنو کمیسیون ویلي و، لومړنۍ پایلې به د لړم پر ۱۹مه اعلان شي ...

نور ولوله »

د شکایتونو کمیسیون: ټاکنو خپلواک کمیسیون په مدیریت کې ناکام دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ ناندرۍ هم زورورې شوې دي. تازه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي، د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په سم مدیریت کې پاتې راغلی دی او له دوی سره زرګونه شکایتونه ثبت شوي دي. د دې کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وايي، د ټاکنو ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: فراه کې نسکوره شوې چورلکه کې ټاکنیزې پروسې ته هم زیان رسېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ په فراه کې د چورلکې نسکورېدو کې د فراه د ولایتي شورا د مشر، یوې غړې او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال په ګډون ټول ۲۷ تنه ووژل شول. تازه په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسیون وايي په دې چورلکه کې د رایو شپږ صندوقونه هم له منځه تللي ...

نور ولوله »

د ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش اعلان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د هغه مهال‌وېش د تایید پخلی وکړ، چې خواله رسنیو کې خپور شوی دی. د دې مهال‌وېش له مخې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به د نوي لمریز کال د وري میاشتې په ۳۱مه ترسره شي. د دې ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملیکنه به د لېندۍ پر ۲۴مه پیل شي. دې کمیسیون ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون بې بایومټریکه رايې هم د باور وړ ګڼي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي، هغه رایې هم ورته د باور وړ دی، چې رایه ورکوونکی يې بایومټریک شوی نه وي. د ټاکنیزې پروسې بایومټریک کول د سیاسي ګوندونو جدي غوښتنه وه، چې د دې ماشینونو په اخیستلو نږدې ۱۸ میلیونه یورو لګښت شوی دی. ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، د هغو ...

نور ولوله »

يوناما له ټاکنیز کمیسیونه د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش اعلان غوښتی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما؛ وايي د ټاکنو کمیسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش اعلان کړي. د دې دفتر مشر تدامچي یاماموتو ويلي، دغه کمیسیون باید اعلان کړي چې ولسمشریزې ټاکنې کله کېږي. ګډ حکومت چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د دوو کلونو په قرارداد جوړ ...

نور ولوله »