د ټیګونو ارشیف : ټاکنې

ټاکنو کمیسیون: ټاکنې به د بایومټریک پر اساس وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وږي، ۱۳۹۷ل): دوه ورځې وړاندې د ټاکنو کمیسیون د سیاسي ګوندونو له لوري د یو شوي وړاندیز اړوند د عملي اقدام د پیل خبر ورکړ. دې کمیسیون وویل، چې د ټاکنو پر ورځ د رایه ورکوونکو د بایومټریک کولو لپاره يې له ځینو کمپینو سره خبرې کړې دي، چې د سیاسي ګوندونو یو وړاندیز هم همدا ...

نور ولوله »

همایون همایون: سرور دانش د ملي خیانت مرتکب شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي د ارګ دویم مرستیال سرور دانش پر ملي خیانت مرتکب شوی. هغه چې نن د ولسي جرګې د ناستې مشري کوله، پخپلو څرګندونو کې وویل، حکومت د ټاکنو د شفافیت ژمنه کړې وه، خو په وینا يې د ټاکنو کمیسیون اړوند پرېکړې د دانش په کور ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون: هڅه کوو، د ټاکنو پر ورځ رایه ورکوونکي بایومیټریک شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دوی هڅه کوي، د ټاکنو په ورځ رایه ورکوونکي بایومیټریک کړي. د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې وویل، په دې تړاو يې له ځینو کمپنیوسره خبرې هم کړې دي، خو نهايي شوې نه دي. د سیاسي ګوندونه یو ټینګار هم همدا و، ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت: د سیاسي ګوندونو پر وړاندې به وروستي اقدام ته اړ شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت وزیر وايي، که سیاسي ګوندونه د ټاکنو پر وړاندې خنډ اچولو ته دوام ورکړي، دوی به يې پر وړاندې وروستی اقدام وکړي. ویس احمد برمک، تېر ماښام بلخ کې خبري غونډې ته په خبرو کې د سیاسي ګوندونو له لوري د ټاکنیزو دفترونو تړل نا مناسب ګام وباله. د «لوی ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونه: حکومت د خپلې خوښې پارلمان جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۸ وږی ۱۳۹۷ل): د ستر ملي ايتلاف غړو وروسته له هغې چې په بيلابيلو ولايتونو کې يې د اعتراض په توګه د ولايتونو د ټاکنو کميسيون دفترونه وتړل، دا ځل يې په کابل کې په دې اړه غونډه وکړه او دولت يې د خپلې خوښې د پارلمان په جوړولو تورن کړ. د سياسي ګوندونه او ستر ملي ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه د سیاسي ګوندونو اقدامات ټاکنو ته خنډ جوړونکي بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وايي د سیاسي ګوندونو وروستي اقدامات د ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړولی شي. هغه پرون د ملګرو ملتونو په امنیت شورا ته وویل، که د سیاسي ګوندونو او حکومت جوړجاړی ونه شي، ښايي ټاکنې پر خپل وخت ونه شي. هغه پر امنیتي وضعیت ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونو ننګرهار کې هم د ټاکنو دفتر وتاړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): له هرات، کندهار او بلخ وروسته د سیاسي ګوندونو ټلوالې په ننګرهار کې هم د ټاکنو کمیسیون دروازه قلف کړه. تېر مازیګر مهال د «لوی ملي ائتلاف» پلویانو د ټاکنو کمیسیون دروازې مخې ته خېمه ووهله او دروازه يې را بنده کړه. پرون د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي وویل، چې دوی ...

نور ولوله »

حکومت ته د عطامحمد نور له پېغوره ډک ګواښ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د «لوی ملي ائتلاف» غړي عطامحمد نور حکومت ته تازه ګواښ کړی دی. دې ائتلاف وړمه ورځ په کندهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، چې پرون امنیتي ځواکونو هرات کې اعتراض کوونکي زنداني کړي او د ټاکنو دفتر يې پرانیستی. که څه هم تېره ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسون: په ټاکنیزه پروسه کې د رسنیو بې ‌طرفي غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د رسنیو کمېټې ویلي، په ټاکنیزه پروسه کې باید دقت ته پام وکړي او بې طرفه واوسي. د دې کمېټې مشر رفیع صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، که کومه رسنۍ له رسنیزو اصولو مخ واړوي، لومړی ورته اخطار ورکول کېږي، دویم ځل کې يې جواز لیک باطل اعلانېږي. ...

نور ولوله »

«کندهار او بلخ کې د ټاکنو ځنډ امکان لري»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي که د «لوی ملي ائتلاف» له لوري د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې خنډونه دوام ولري، نو کندهار او بلخ کې به ټاکنې وځنډوي. بې بې سې د دې سرچینې په حواله ویلي، چې که يې په یادو ولایتونو کې ټاکنیز دفترونه نه پرانیستل شي، ټاکنې به وځنډوي. د سیاسي ...

نور ولوله »