د ټیګونو ارشیف : ټاکنې

خوست: د نوم لیکنې پروسه کې د درغلۍ پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): خوست کې لسګونو تنو د ځايي ټاکنیز دفتر مخې ته د نوم لیکنې پروسه کې د درغلیو له امله لاریون کړی. دغه لاریون چې لا هم روان دی، د ټاکنو په پروسه کې درغلې نه مني او له مسؤلینو غواړي چې غږ يې واورېدل شي. لاریون کوونکي دعوه کوي چې د ټاکنو کمیسیون له ...

نور ولوله »

عبدالله: ټاکنو کې به د «جهاد او مقاومت» حوزه خپل نوماند ولري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت غونډه کې وویل، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به د «جهاد او مقاومت» حوزه خپل نوماند ولري. هغه چې په پنجشیر کې دا ورځ نمانځله غونډې ته وویل، دوی به په پوره یووالي خپل نوماند ولري او په وینا يې دا «سنت» به ...

نور ولوله »

بلخ: د نوم لیکنې ۱۳ مرکزونه تړلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): بلخ کې د ټاکنو د سیمه ییز کمیسیون مسؤلین وايي د ناامنۍ له امله په دې ولایت کې ۱۳ مرکزونه تړلي دي. د یاد کمیسیون مشر فضل احمد حیات وايي ځينې مرکزونه يې له ګواښ سره مخ دي. د هغه په وینا په بلخ کې ټول ۳۱۴ مرکزونه دي چې ۵۰ يې په مرکز ...

نور ولوله »

غني: له اساسي قانون سره سم به مې واک پای ته رسوم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني وايي د اساسي قانون له مخې د ده واک له ټاکنو وروسته د پنځو کلونو په پوره کېدو پای ته رسېږي. هغه نن د مجاهدینو د بریا د ۲۶ کالیزې په غوڼده کې وویل د قانون له مخې د نېټې له پوره کېدو یوه دقیقه وروسته هم ارګ کې نه پاتې ...

نور ولوله »

که انتخابات تحریم شي بدیل یې لرو!؟

ژباړه او زیاتونه : ابن مبارک احمدزی په وروستیو دریو پېړیو کې د ښکېلاک د تاریخ مطالعه ښيي چې اشغالګر قوتونه خپل بې رحمه نظامي یرغل سره په څنګ کې کلتوري او فکري بریدونه او یرغلونه هم کړي دي او د هېوادونو د اشغال لپاره یې ترې د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی. زموږ دغه ادعا د پاکستان ...

نور ولوله »

غزني: د ټاکنو کمیسون دفتر وتړل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): د غزني اوسېدونکو په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسون د دفتر دروازه قلف کړه. دوی چې له څو ورځو راهیسې يې په دې ولایت کې د ټاکنیزو هڅو لپاره له یوه قومه د کارکوونکو ګمارنه، غندله؛ نن پر دې وتوانېدل چې د ټاکنو کمیسون دفتر وتړي. د غزني اوسېدونکو د ټاکنو د ولایتي ...

نور ولوله »

د شیعه علماوو شورا د نوم لیکنې له پروسې پرېکون اعلان کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷ل): د افغان شیعه علماوو شورا د نوم لیکنې له پروسې پرېکون اعلان کړ او پر افغان ولس يې غږ وکړ، چې د دوی پر پله ګام کېږدي. دې شورا د دوه ورځې وړاندې برید په غبرګون کې ویلي، چې تر څو حکومت امنیت خوندي کړی نه وي، افغان ولس باید نوم لیکنې ته ګام ...

نور ولوله »

میدان ودرګو کې یوازې ۴۵۸ تنو نوم لیکنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵غويي، ۱۳۹۷): د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې له پیله ۱۲ ورځې تېرېږي، خو لا هم پر مرکز سربېره په ګڼو ولایاتو کې دا پروسه خورا ټکنۍ روانه ده. د ټاکنو کمیسیون د تازه معلوماتو له مخې د وري د میاشتې له ۲۵مې د غويي تر درېیمې پورې تر ټولو ډېرو کسانو په کابل او تر ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسون: د نوم لیکنې پروسه کې د خلکو خوندیتوب اندېښمن کړي يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): پر پلازمېنه سربېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نوم لیکنې پر مرکزونو له بریدونو وروسته د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د خلکو خوندیتوب اندېښنه ور پیدا کړې. د دې کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي، د رایه ورکوونکو د لیست تر جوړولو د خلکو خوندیتوب ته ډېرې اندېښنې اخیستي دي. هغې ...

نور ولوله »

د نوم لیکنې مرکزونه که د افغان وژنې دامونه؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: وړمه ورځ په دوو جلا جلا پیښو کې په بغلان او کابل کې د نوم لیکنې دوه مرکزونو تر خونړیو بریدونو لاندې ونیول شول چې یواځې د دشت برچې په هغه کې تر ۷۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمیر نور ورکې ژوبل شول. د کابل ، بغلان او تر هغه ...

نور ولوله »