د ټیګونو ارشیف : ټاکنې

پژواک: ګڼ نوماندان په څارنوالۍ کې دوسيې لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): پژواک خبري اژانس داسې اسناد خپاره کړي چې پارلماني ټاکنو ته لسګونه نوماندان څارنوالۍ کې بېلابېلې دوسیې لري. د سرچينې په وینا د دې کسانو چې ډېری يې برحاله د ولسي جرګې غړي هم دي، په لویه څارنوالۍ کې د غصب، تښتونو، قاچاق او نورو ډول ډول جرمونو دوسيې لري. پژواک د دې کسانو ...

نور ولوله »

ټیفا: د ولسمشریزو ټاکنو وختي اعلان؛ اندېښمنوونکی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي دوی دې اندېښنې په سر اخیستي چې تر وخت وړاندې له تیاري پرته د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان شوه. د ټاکنو کمیسیون پرون اعلان وکړ، چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د را روان لمریز کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي. د ټیفا اجراییه مشر ...

نور ولوله »

ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي لمریز کال په ۳۱مه کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي ولسمشریزې ټاکنې به د را روان لمریز کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي. خامه پریس؛ د یادې سرچینې په حواله وايي چې ولسمشریزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ل کال د وري د میاشتې په ۳۱مه چې د ۲۰۱۹م کال د مارچ له ۲۳مې سره برابره ده ترسره ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ځنډ وړاندیز وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلینو وايي د شرایطو د نه پوره کېدو له امله يې ټاکنیزې کمېټې ته وړاندیز کړی چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وځنډول شي. د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي د ټاکنو کمیسیون د قانون د ۱۰۴مې مادې پر اساس يې وړاندیز ټاکنيزې کمېټې ته کړی، چې دا ...

نور ولوله »

ډاکټر غني عمران خان ته د بریا مبارکي او د راتګ بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې يې عمران خان ته د بریا مبارکي ويلي. هغه لیکلي «ما د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره خبرې کړې، په ټاکنو کې مې د بریا مبارکي ورته وویله، دواړو توافق سره وکړ چې پر تېر غلبه پیدا کړو او د افغانستان او ...

نور ولوله »

درېیمه ورځ د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلانېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي په دریو ورځو کې به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. د دې کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وايي کمیسیون له پوره بررسي وروسته نیت لري چې راتلونکې چهارشنبه د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. ولسمشریزې ټاکنې چې څه باندې لس میاشتې وخت ورته پاتې دي، وروسته ...

نور ولوله »

ټیفا: د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو، رڼې ټاکنې ستونزمنې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): د رڼو ټاکنو بنسټ ټيفا؛ وايي د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو راتلونکې ټاکنې شفافې نه شي ترسره کېدلی. د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده نن په کابل کې خبري ناستې ته د خپلې اندېښنې دلایل دا په ګوته کړل، چې ټاکنیز کمیسیون بشپړ چمتوالی نه لري. هغه وویل پر ...

نور ولوله »

اجراییه رییس: د ولسمشریزو ټاکنو نېټه باید اعلان شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي د ټاکنو کمیسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. هغه نن د وزیرانو شورا ناسته کې وویل، دا د ټاکنو کمیسیون دنده ده او د حکومت اراده هم باید خلکو ته مبهمه نه وي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره شاوخوا لا لس میاشتې وخت پاتې دی، خو اجراییه رییس ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء رییس وټاکل وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): له اوږده انتظار وروسته د ټاکنو کمیسیون لپاره احمدشاه زمانزی د دارالانشا‌ء رییس وټاکل شو. د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په روانه پروسه کې د دې چوکۍ تشه یوه بله ستونزه ګڼله، چې ارګ يې نن د ډکېدو خبر ورکړ. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي احمد شاه زمانزی د وړتیا او ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون: ښايي غزني کې ټاکنې ونشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي په غزني ولایت کې په ټاکنیزه پروسه کې شته جنجالونو ته په کتو ښايي هلته ټاکنې ترسره نشي. د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر سید حفیظ الله پرون کابل کې خبري غونډې ته وویل، د غزني په ټاکنیزه پروسه کې د داخلو اړخونو د عدم توافق له امله امکان لري ...

نور ولوله »