د ټیګونو ارشیف : ټرمپ

ټرمپ، د لومړي ځل لپاره د سولې په اړه خوله چوله کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده الایاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سولې په اړه خوله چوله کړې ده. ټرمپ وړمه ورځ، فلورېډا کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې پر جدي خبرو بوخت دي او په وینا يې ډېر خلک ترې خبر نه دي. ټرمپ د خبرو اترو د بریا ...

نور ولوله »

ټرمپ پوهیږي، چې عسکرو روحیه بایللې

حبیب مجاهد د امریکا ولسمشر ټرمپ چې د پوځي منډو ترړو، ستراتیژیو او ګواښونو له ناکامۍ وروسته په دې باوري شوی دی چې د افغانستان موضوع د پوځي زور په توسط نه شي حل کولای، نو اوس یې د افغانستان د موضوع د سوله ییز حل لپاره ځانګړی استازی( خلیل زاد) ټاکلی دی تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرې ...

نور ولوله »

له عمران خان وروسته، ټرمپ ته د جنرال باجوه ځواب

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ له یوه تلویزون سره خبرو کې وویل، چې پاکستان د دوی لپاره هیڅ نه دي کړي او هسې يې د ده په وینا میلیاردونه ډالر ورکړي دي. هغه زیاته کړه، پاکستان زموږ لپاره معمولي کار هم نه دی کړی، خو په بدل کې مو میلیاردونه ډالر ورکړي، ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: ټرمپ به ښايي افغانستان او عراق ته سفرونه وکړي، خو له جنګه ډارېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): جمهورریس ټرمپ له ډیر وخت راهیسي نه غوښتل چي د افغانستان او عراق په جنګي شرایطو کي امریکايي عسکر ملاقات کړي، ځکه ټرمپ نه غواړي چي له هغو جنګونو سره تماس ونیسي چي د هغه په باور ناکامه دي. که څه هم ټرمپ ځان د دفاع وزارت له سرسخته پلویانو څخه بولي، ...

نور ولوله »

ټرمپ افغانستان ته د سفر اراده کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې افغانستان او عراق ته د سفر پلان لري خو د کره نېټې په اړه يې څه نه دي ويلي. ډونالډ ټرمپ فاکس نيوز ته ويلي دي چې دی به په نږدې راتلونکې کې افغانستان او عراق ته سفر وکړي او هلته به امريکايي عسکرو سره وګوري ...

نور ولوله »

ارګ: دوی به په هیڅ ډول تر ولسمشریزو ټاکنو تېر نه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): وال‌سټریټ ژورنال وايي ټرمپ نیت لري چې د افغانستان ولسشمریزې ټاکنې وځنډېږي او سولې ته لومړیتوب ورکړل شي. ارګ ویلي، دوی به په هیڅ ډول تر ولسمشریزو ټاکنو تېر نه شي. د ارګ‌مشر اشرف غني سلاکار فضل محمود فضلي پخپله ټویټر پاڼه د حکومت د خپلواکۍ دعوه کړې او ويلي يې دي له ...

نور ولوله »

وال‌سټریټ؛ ټرمپ د افغان ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ «غور» کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): افغان سیاستوال او حکومت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر تیاري بوخت دي، خو ټرمپ بل فکر اخیستی. وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، ټرمپ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ځای د جګړې د ختمولو فکر اخیستی او د سرچینې په قول په بېړه کې دی چې ژر دا جګړه پای ته ورسوي. سرچینه د یوې ...

نور ولوله »

ټرمپ د امریکا لوی څارنوال له دندې لرې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوی څارنوال جیف سیشنز له دندې لرې کړی دی. څارنوال سیشنز پرون (چهارشنبه، ۷نومبر) ولسمشر ټرمپ ته پخپل استعفا کې لیک لیکلي: «ستا په غوښتنه مې استعفا وکړه.» ټرمپ دا ګواښ هم کړی چې که د ده د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو ډیموکراټان نورې هم څېړنې وغځوي ...

نور ولوله »

یهودیانو د وژل شویو کسانو جنازه کې د ټرمپ د مخنیوي هڅه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): ډونالډ ټرمپ له خپلې مېرمنې سره د امریکا پېنسلوانیا ایالت کې د وژل شویو یهودیانو د جنازې مراسمو ته تللی دی. تېره ورځ یو تن بریدګر د پینسلوانیا په پټسبرګ کې یوولس یهودیان ووژل، چې نن يې د جنازې مراسم نیول شوي دي. بریدګر له پېښې وروسته نارې وهلې، چې باید ټول یهودیان له ...

نور ولوله »

روبین: د ټرمپ ستراتېژي له نیمګړتیاوو ډکه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د چارو په اړه امریکايي کارپوه بارنت روبین وايي د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژي له نیمګړتیاوو ډکه ده. هغه په هرات کې د ستراتېژیکو مطالعاتو له لوري د سولې اړوند جوړې شوې غونډې په تړاو وویل، امریکا پخپله ستراتېژي کې د سیمې مهم هېوادونه ناپامه نیولي دي. روبین وايي امریکا ...

نور ولوله »