fbpx

د ټیګونو ارشیف : ټولنيزه برخه

یوه کونډه صحابیه

حامد افغان د هغې دواړو زامنو خپلو کې په دې خبره سره جنجال شو چې یوه ویل زما پلار ستا له پلاره ښه دی هغه بل ویل زما پلار ښه دی، علی رضي الله عنه هغه راوغوښتله او ورته کړه یې د دوی دواړو منځ کې فیصله وکړه، هغې یوه ته وویل: مشرانو عربو کې ستا له پلار ابو بکر ...

نور ولوله »

پخپل کارځای کې له لاندې شپږو خبرو ‌ډ‌ډه وکړئ

ژباړه: شاهدالله ساحل په یوه اداره کې ټول کارکونکي د یوې کورنۍ د غړو په څېر وي، خو بیا هم ځینې داسې خبرې وي چې د دوى پر وړاندې یې باید يادونه ونه شي، د بریالیو کسانو یوه بېلګه دا هم ده چې دوى خپل افکار او خبرې له هر چا سره نه شریکوي، تاسو هم هڅه وکړئ چې پخپل ...

نور ولوله »

له الله جل جلاله سره د جنید بغدادي رحمه الله مینه

ژباړه : قاري حکیم الله صابري یو ځل د حج په وخت کې، د الله جل جلاله دوستان (اولیاءالله) په مکه کې سره راټول شول؛ په دوي کې تر ټولو کم عمره جنید بغدادي رحمه الله و ، په غونډه کې د بحث موضوع “له الله سره مینه” وه او دا چې د الله جل جلاله عاشق څوک دی ! ...

نور ولوله »

د خپل ژوند مسولیت مو سل په سلو کې په خپله ولکه کې کړئ !

لیکوال: جک کنفیلد رام ګانګلانی ژباړه : محمد حامد حقمل ۱ـ همدا شېبه مې د خپل ژوند مسولیت سل په سلو کې په خپله ولکه کې کړ.   ۲ـ اوس پوهیږم او دا باورلرم  په خپل ژوند کې، چې زه د هرڅه توانایی لرم او هغه څه چې مې په ژوند کې مخ ته راځي او یا هم پېښیږي پرهغه ...

نور ولوله »

هغه اووه ننګونې چې یواځې بریالي کسان پرې لاسبري کیدای شي

 صفي الله سلطاني ډیر خلک به مو لیدلي وي چې کله له یوې ستونزې سره مخ کیږي، نو هغه خپل تقدیر بولې او په پټه خوله ورته تسلیمیږي، ځیني خلک بیا د یوې ستونزي پر حل کولو ځان قادر نه بولې او پریږدي چې هغه ستونزه یې د ژوند یوه برخه شي، نو دا به واقعا په زړه پوري وي ...

نور ولوله »

سپېڅلی امام

رضوان الله فيضاني يو ځل په مدينه منوره کې د امام ابو حنيفه رحمه الله ملاقات د امام باقِر رحمه الله سره وشو، امام باقر رحمه الله ته د امام ابو حنيفه رحمه الله په باره کې غلطې خبرې رسېدلې وې، نو ځکه د امام باقر صاحب په نظر ښه نه راته. امام باقِر رحمه الله ورته وويل : ته ...

نور ولوله »

فکري روزنه (۴۲)

 م، نجم الرحمن (فضلي) زړه څه شی دی …؟ زړه د غوښې يوه وړه ټوټه ده، ويل کيږي دا ټوټه ساده هم ده، رنګينه هم ده، مغروره هم ده، خاکساره هم ده، بې خبره هم ده، خبرداره هم ده، د رازونو افشا کونکې هم ده او ساتونکې هم ده، د عشق مجلس ته چې ورشي مدهوشه کيږي او د عقل ...

نور ولوله »

مسلمان بایلوده، خو اسلام وګټله

ژباړه: اسدالله مبارز یو وخت په کاندله نومې ځای کې پر یوه ټوټه ځمکه جنګ ونښت، له یو لورې مسلمانانو دعوه کوله چې ځای زمونږ دی او له بل لورې هندوانو خپل ګڼل ـ پریکړه د وخت محکمې ته چې انګریزان یې قاضیان ول پریښودل شوه؛ انګریز قاضیانو دواړه لورې راوغوښت، مسلمانانو اعلان وکړ که چیرته ځمکه مونږ ته راکړل ...

نور ولوله »

عثماني سلطان او مفتي

حامد افغان عثمانی سلطان سلیم اول ته خپلو نږدې کسانو وویل چې اکثره ستونزو کې د استنبول میشتو رومي او یهودي کفارو لاس وي، سلطان غوسه شو او امر یې وکړ چې دوی باید خامخا اسلام ومنی او کوم یې چې ونه مني د هغوی سرونه دې ووهل شي. دا خبره چې د عثماني خلافت لوی مفتی علي الافندي ته ...

نور ولوله »

خلک د واکمنو اخلاق خپلوي

حامد افغان د حجاج بن یوسف په زمانه کې به چې سهار خلک سره مخامخ کیدل، یوه بل نه به یې دا پوښتنې کولې: بېګا څوک ووژل شول؟ بېګا څوک زیندۍ شول؟ او څوک به دُرو ووهل شول؟! اموي خلیفه ولید بن عبد الملک له کروندو، ودانیو او کارخانو سره مینه لرله، د هغه زمانه کې به خلکو د کروندو، ...

نور ولوله »