د ټیګونو ارشیف : ټي ټين ليګ

پښتون او نارتن وريئرز لوبډلو د ټي ټين ليګ پايلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۰ ليندۍ،۱۳۹۷ل): د لس اوريزو سياليو دويم پړاو پايلوبې ته د پښتونز او نارتن وريئرز لوبډلو خپلو سيال لوبډلو ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته لار وموندله. پښتون لوبډلې د جدول لومړي نمبر نارتن وريئرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته ووتله، خو په دې ماتې نارتن وريئرز لوبډله په ډيرو برياو د سياليو څخه ...

نور ولوله »

په ټي ټين لیګ کې د راشد درې ویکټې او د نجیب برق رفتار توپوهنه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۰ ليندی، ۱۳۹۷ل): په ټي ټين لیګ سیالۍ کې د مراټا عربینز لوبډلې لپاره یو وار بیا افغان لوبغاړو بریا ورکړه چې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې ښه وځلېدل. په تېره سیالۍ کې چې د مراټا عربینز او سیندیز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی د سیندیز لوبډلې توپوهنه وکړه چې د راشد خان ...

نور ولوله »

ټي ټين لیګ: دوه ویشت سیالیو کې پنځه غوره لوبغاړي افغانان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټي ټين لیګ سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په یوویشتمه نېټه په عربي اماراتو کې د اته لوبډلو په ګډون پېل شوې چې په کې تر ۱۵ افغان لوبغاړي هم په بېلابېلو لوبډلو کې شامل دي. دغه سیالۍ کې په عام ډول توپ اچونکو ته سختې تمامیږي، او په کمو اورونو کې ترې ...

نور ولوله »

ټي ټين ليګ: شفق او شرف پښتون لوبډلې ته بريا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د لس اوريزو سياليو خورا جالبه سلسله په جوش او جذبه کې دوام مومي چې په کې په ځانګړي ډول افغان لوبغاړي ښه ځليږي. له محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي او ظاهر خان څخه وروسته شفيق الله شفق هم ښه وځلېد، نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه ۴۵ چټکې منډې جوړې کړې. پښتون ...

نور ولوله »

ټي ټین لیګ: محمد شهزاد پسې ظاهر خان هم د لوبډلې اتل شو

نن ټکی آسیا (جمعه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): په ټي ټین لیګ سیالیو کې ظاهر خان د خپلې لوبډلې (پنجابي لیجنډز) په ګټه په ۲ اورونو کې یوازې ۸ منډې ورکړې، ۳ ویکټې یې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. دا د افغان لوبغاړو لپاره په لس اوریزو سیالیو کې پرلپسې دویمه ځلیدنه ده، په لومړۍ ورځ محمد شهزاد ...

نور ولوله »

راشد خان ټي ټين ليګ کې لوبېدو لپاره عربي اماراتو ته رسیدلی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): افغانستان ملي لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکی راشد خان په لس اوریزو سياليو کې د ګډون لپاره عربي اماراتو ته تللی. نوموړی په ياد ليګ کې د مراټا عربينز لوبډلې لخوا لوبيږي، چې ترڅنګ يې لوبډله کې نجيب ځدراڼ او حضرت الله ځاځی هم دي، له ياد ليګ وروسته به راشد خان په ...

نور ولوله »