د ټیګونو ارشیف : ټپيان

خوست: چاودنې اتو تنو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د خوست امنیتي مسوولین وايي چې په متون ښار کې د چاودنې له امله اتو تنو ته مرګ ـ ژوبلې اوښتې ده. د خوست ولایت امنیه قومندان وايي چې چاودنه پرون ماښام مهال سپین جومات ساحې ته څېرمه د پولیسو پر ګزمه وشوهو چې د نوموړي په وينا څلور پولیس پکې ټپیان او ...

نور ولوله »

د پاريس بريدونو کې د مړو شمېر له ۱۵۰ واوښت، حکومت بېړنی حالت اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د فرانسې پلازمېنې پاريس کې د ګڼو هم مهاله بريدونو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۵۰ تنو واوښت، حکومت په دغه هېواد کې بېړنی حالت کړ او ټول سرحدونه يې وتړل. د فرانسې خبري اژانس فرانس پريس په خپل راپور کې وايي، چې د ناڅرګندو وسله والو په بريدونو کې ...

نور ولوله »

کابل: چاودنې د اردو څلور عسکر ټپيان کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): نن سهار مهال د کابل په شمال څنډه کې د ملي اردو د عسکرو رینجر موټر پر خښ کړل شوي ماین برابر شو، چې چارواکو پکې د څلورو تنو د ټپي کېدلو منلي دي. د کلکان ولسوال رحمت خان فقیر زاده وايي چې د ملي اردو رینجر موټر د کابل ـ پروان په ...

نور ولوله »

د ترکيې سويل کې چاودنې ۲۷تنه ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې کورنيو چارو وزارت وايي، چې د سوريې سرحدي سيمې ته څېرمه يو کلتوري مرکز کې چاودنې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل دي. لومړني راپورونه وايي، چې چاودنه د سوريې کوباني ښار ته څېرمه د امارا په نوم يو کلتوري مرکز په تالار کې هغه مهال وشوه، چې ...

نور ولوله »

۲۰۰۱ز کال راهيسې امريکايي عسکرو له يو لک زيات افغانان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): ۲۰۰۱ز کال کې، چې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ او د طالبانو نظام يې کړ، له هغه وخته تر اوسه د رسمي شمېرو له مخې امريکايي عسکرو له يو لک زيات ولسي وګړي وژلي دي. اسوشيټېډپريس د براون امريکايي پوهنتون د سروې له قوله وايي، چې پر افغانستان د امريکايي يرغل په ...

نور ولوله »

هرات کې د ترافيکي له امله ۲۵ تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): هرات ولايت کې د تېز رفتار له امله د سپاليو ۳۰۳ ډوله موټر چپه کېدو ۲۵ تنه ټپيان کړي دي. د هرات ولايت وياند احسان الله حيات رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه نن سهار درې بجې د هرات ولايت ګزره ولسوالۍ اړوند ميرداود سيمه کې رامنځته شوې ده. ښاغلی حيات وايي، ...

نور ولوله »

خوست او بغلان کې چاودنو ولسي وګړو او ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د خوست ولايت بازار کې چاودنې اته تنه ټپيان کړي دي. د خوست امنيه قوماندان فيض الله غيرت افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې چاودنه نن له غرمې وړاندې د خوست ښار جامع جومات ته څېرمه د يو ځای پر ځای شوي ماين په واسطه شوې ده. د قوماندان غيرت په وينا ...

نور ولوله »

فارياب کې د واده په مراسمو بمي بريد پنځلس تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولی۱، ۱۳۹۴ل): د فارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ کې د يو دولتي مامور د زوی د واده په مراسمو کې بمي بريد پنځلس تنه ټپيان کړي دي. د اندخوی ولسوالۍ چارواکي وايي، چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ دعوايدو مدير نور محمد د زوی واده و، چې ناڅرګندو بريدګرو يې د واده په مراسمو کې بمي بريد ...

نور ولوله »

تخار: په ترافيکي پېښه کې له شلو زيات کسان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د تخار ولايت چارواکي وايي، چې د تخار- کندز پر لويه لاره له سپارليو ډکه ډاټسن موټر بې واکه شوی او یوې کندې ته پرېوتی دی. د تخار ولايت امنيه قوماندانۍ وياند خليل اسير رسنيو ته ويلي، چې نن سهار څه د پاسه اته بجې د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي د مېلې ...

نور ولوله »

خوست: چاودنې شپاړس ولسي وګړي ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): خوست کې يوې چاودنې لږ تر لږه شپاړس ولسي وګړي ټپيان کړل. د خوست ولايت امنيه قوماندان فيض الله غيرت وايي، چې نن له غرمې وړاندې يوولس بجې يوې چاودنې لږ تر لږه شپاړس ولسي وګړي ټپيان کړي دي. فيض الله غيرت وايي، چې چاودنه د خوست ولايت مرکز دواخانو کوڅه کې يو ...

نور ولوله »