د ټیګونو ارشیف : پاکستاني توغندي

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ لسګونه توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستانیو پوځیانو د کونړ پر دانګام او شلتن ولسوالیو ۱۵۵ توغندي توغولي، چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان وايي، د ډیورنډ کرښې سره په نږدې ولسوالیو د پاکستانیو پوځیانو د توغول شویو ...

نور ولوله »

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ۲۰۵ توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ پاکستانیو پوځیانو ۲۰۵ توغندي توغولي، چې د سیمې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش رسنیو ته ویلي، له تېر ماښام راهیسې پاکستانیو پوځیانو ۲۰۵ توغندي پر دانګام ولسوالۍ توغولي، چې د ځايي ...

نور ولوله »

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ۱۷۵ توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې پاکستانیو پوځیانو یو ځل له ډیورنډ فرضي کرښې سره په نږدې ولسوالیو د توغندیو لړۍ پیل کړې ده. د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي، له تېرې شپې راهیسې پر دانګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو پاکستانیو ځواکونو ۱۷۵ توغندي توغولي دي. د ...

نور ولوله »

پاکستانیو ځواکونو پر کونړ په تېرو شپږو میاشتو کې ۵زره توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د کونړ ځايي چارواکي وايي، پاکستانیو ځواکونو یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د کونړ پر شپږو ولسوالیو ۵ زره توغندي توغولي، چې ځايي خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د کونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي، د پاکستانیو توغندیو د لګیدلو له امله له ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې ولسوالۍ ډېرې ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: سرحدي ځواکونه کولی شي د مرکزي حکومت له اجازې پرته د پاکستان ځواب ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، سرحدي ځواکونه کولی شي چې له هدایت پرته د پاکستانیو عسکرو د بریدونو ځواب ورکړي. د جنرال دولت وزیري په خبره، سرحدي ځواکونو ته امر شوی چې هغه ځایونه په نښه کړي، له کومو ځایونو چې پر کونړ د توغندیو بریدونه کېږي. دی ...

نور ولوله »

د پاکستان له لوري پر کونړ د توغندیو د بریدونو په اړه د کرزي توند غبرګون

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): مخکېني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ د پاکستانیو پوځیانو له لوري د توغندیزو بریدونو په اړه توند غبرګون ښودلی او د دغو بریدونو د ژر تر ژره د بندېدو غوښتنه یې کړې ده. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د توغندیو بریدونه خلکو ته مالي او ځاني ...

نور ولوله »

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ۱۸۰ توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستانیو پوځیانو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو توغولو لړۍ چټکه کړې ده. د کونړ د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه پاکستانیو پوځیانو د کونړ پر دانګام ولسوالۍ ۱۸۰ توغندي توغولي، چې ۴ تنه یې ټپیان کړي دي. د ...

نور ولوله »

کونړ کې پنځه اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، په ناړۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه اربکیان وژلي او رینجر موټر یې په بشپړ ډول له منځه تللی دی. د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان په خبره، په پېښه کې پنځه اربکیان وژل شوي او موټر یې هم له منځه تللی دی. ...

نور ولوله »

کونړ: افغان ځواکونو د پاکستانیو توغندیو ځواب په توغندیو ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د پاکستان د توغندیو ځواب یې په توغندیو ورکړی او ګڼو پاکستانیو ملېشو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د کونړ امنیه قومندان جمعه ګل همت وايي، له تېرې ورځې راهیسې یې افغان پوله ساتو ځواکونو د پاکستانیو ملېشو په ځواب کې د توپچي بریدونه کړي او ګڼ ...

نور ولوله »

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ برید کړی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د کونړ ځايي چارواکي وايي پاکستاني ځواکونو یو ځل بيا پر افغان خاوره تر لسو ډېر راکټ توغولي دي. د کونړ امنيه قومندان جمعه ګل همت رسنيو ته ويلي چې پاکستاني پوځيانو تېره ورځ پر سرکاڼو ولسوالۍ څوارلس راکټ توغولي دي. د ياد چارواکي له قوله په دې راکټي بريدونو کې چاته مرګ ...

نور ولوله »