fbpx

د ټیګونو ارشیف : پاکستان لوبډله

کرېکټ: پاکستان د دولسو پرلپسې ماتو تنده بالاخره په بریا ماته کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې بالاخره د نیوزېلنډ پر وړاندې په یو ورځنۍ سیالیو کې د دولسو پرلپسې ماتو وروسته بریا خپله کړه. دغه سیالۍ چې تېره شپه د نومبر په نهمه ترسره شوه، د پاکستان لخوا شاهین افریدي او فخر زمان په بریا کې مهم رول ولوباوه. لومړی توپوهنه د نیوزېلنډ لوبډلې ...

نور ولوله »

مکي ارتر: پاکستان لوبډلې سره کار «اور» سره لوبې کول دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې مشر روزونکی مکي ارتر وایي چې د پاکستان لوبډلې سره کار کول زما د ژوند یو له سختو تجربو څخه دی. یوه عربي اخبار سره په مرکه کې مکي ارتر د پاکستان کرېکټ بورډ او نورو چارواکو د رویې څخه خپه او ګیلمن و، نوموړي زیاته کړه چې «پر ...

نور ولوله »

کرېکټ: ټرینټ بولټ پر پاکستان د ویکټو هیټریک وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او نیوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې په یو ورځینۍ سیالۍ کې چې اوسمهال دوام لري د نیوزېلنډ لوبډلې تکړه توپ اچونکي ټرینټ بولټ په دویم اور کې درې پرلپسې لوبغاړي وسوځول. په دغه سیالۍ کې چې پاکستان لوبډلې د نیوزېلنډ لوبډلې لخوا ټاکل شوی هدف پوره کولو، ټرینټ بولټ د فخر زمان، ...

نور ولوله »

له تېرو یوولسو پرلپسې ماتو وروسته به نن پاکستان نیوزېلنډ ته ماتې ورکړي؟

نن ټکی اسیا (۱۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او نیوزېلنډ ترمنځ له درې شل اوریزو سیالیو سیریز «لړۍ» وروسته نن چهارشنبه د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز په عربي اماراتو کې پېلیږي. نیوزېلنډ لوبډله توانېدلې په تېرو څلورو سیریزو او ۱۱ پنځوس اوریزو سیالیو کې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړي، خو د عربي اماراتو په کنډیشن کې پاکستان لوبډله ښه ...

نور ولوله »

افغانستان د شل اوریزو سیالیو په اقتصادي توپ اچونه کې دویم مقام لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې زیاتره لوبې د توپ اچونې په مرسته ګټلې دي، چې ورځ تر بلې یې په دغه برخه کې خورا مثبت بدلونونه هم رامنځته کیږي. په تېرو دوو کلونو کې افغانستان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د غوره اقتصادي توپ اچونې له کبله ...

نور ولوله »

بابر اعظم په شل اوریزو سیالیو کې د چټکو «۱۰۰۰» منډو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷): د پاکستان ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی بابر اعظم لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې چټکې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې. بابر اعظم په ۲۶ سیالیو کې د ۱۰۰۰ چټکو منډو جوړولو ریکارډ پخپل نوم کړ چې له دې وړاندې د هندي ویرات کوهلي په نوم و، کوهلي په ۲۷ سیالیو ...

نور ولوله »

بنګلدیش؛ پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ تله، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیا جام سوپر فور پړاو وروستۍ لوبه کې بنګلدیش لوبډلې پاکستان لوبډلې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اسیا جام پایلوبې ته یې لار وموندله. پاکستان لوبډلې چې له دې وړاندې هم له هند لوبډلې څخه ماتې خوړلې وه، تېره شپه د بنګلدیش لوبډلې په ۲۴۰ منډو ...

نور ولوله »

اسیا جام: هند پاکستان ته د یوې ویکټې په غورځېدو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سوپر فور پړاو ستره سیالۍ کې هند لوبډلې خپلې سرسختې سیال لوبډلې پاکستان ته د یوې ویکټې په غورځېدو د ۲۳۸ منډو هدف پوره کړ. دغه سیالۍ تېره شپه د عربي اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې ترسره شوه چې د یو شمېر مینوالو پرمخ پاکستان لوبډله له سختې ماتې سره ...

نور ولوله »

سرفراز احمد: افغانستان د نړۍ تر ټولو خطرناک سوکه توپ اچونکي لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر سرفراز احمد وایي چې د افغانستان لوبډله د نړۍ په کچه تر ټولو خطرناک سوکه توپ اچونکي لري. د افغانستان او پاکستان ترمنځ وړمه ورځ له سختې سیالۍ وروسته چې پاکستان بریا خپله کړه د پاکستان لوبډلې مشر وویل چې د افغانستان سوکه توپ اچونکو مونږ سر ...

نور ولوله »

اسیا جام: روهیټ شرما او شیکر دهاون د پاکستان غرور مات کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیا جام تر ټولو ستره سیالۍ چې د هند او پاکستان ترمنځ ترسره شوه، بووینشور کمار په توپ اچونه، روهیټ شرما او شیکر دهاون په توپوهنه د پاکستان غرور ورمات کړ. پاکستان لوبډله چې په تېره نیږدې کې يې په خپل عام پرفارمنس ډاډه وو، خو لکه څنګه چې يې له ...

نور ولوله »