د ټیګونو ارشیف : پاکستان

د پاکستان د استخباراتو نوي مشر کار پیل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) نوي مشر ډګر جنرال رضوان اختر پر کار پيل وکړ. ډګر جنرال رضوان اختر د پاکستان د مهمې استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د مشر په توګه د پاکستان د لومړي وزیر له خوا د ستمبر پر ۲۲مه ټاکل شوې و. تر دې وړاندې ډګر ...

نور ولوله »

د شريفانو د بهرنيو سفرونو موخه

مجاهد پښتون سعودي عربستان او چين ته د ولسمشر اشرف غني سفر له هر اړخه ښه ارزول کېدای شي، که څه هم اشرف غني سعودي ته خپل سفر د عمرې د اداء په موخه باله، خو هلته يې سياسي خبرې اترې هم درلودې، او شک نه شته چې د افغانستان د امنيت، طالبانو سره د پاکستان د اړيکو او سعودي ...

نور ولوله »

پاکستان ۷۸ افغانان، افغان حکومت ته وسپارل

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۶مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني ځواکونو ۷۸ تنه افغانان چې ددغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې نیولي وو، په تورخم کې افغان چارواکو ته وسپارل. پاکستاني پولیسو په پښتونخوا کې د محرم په شپو ورځو کې سلګونه افغان مهاجرین نیولي و. پاکستاني رسنۍ وايي پولیسو دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له کبله په ...

نور ولوله »

پاکستان افغانستان ته د نظامي افسرانو د روزنې لپاره وړاندیز وکړ

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، د لړم۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان لوی درستیز او د پوځ مشر جنرال راحل شریف نن سهار په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره تر کتنې وروسته له خپل افغان سیال، د ملي امنیت د شورا رئيس او د دفاع سرپرست وزیر سره جلا جلا کتنې وکړې. د دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه ...

نور ولوله »

د پاکستان د پوځ لوی درستیز سبا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د ګډ حکومت د چارواکو سره د کتنې په موخه کابل ته راځي. د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ویلي چې راحیل شریف به د ګډ حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري. د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال عاصم باجوه ویلي چې ...

نور ولوله »

کرکټ: پاکستان ټېسټ لوبه کې ۲-۰ استرالیا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): پاکستان یو ورځنیو سیالیو کې تر سختې ماتې وروسته د ټیسټ دواړه سیالیو کې استرالیا ته ماتې ورکړه. استرالیا او پاکستان تر منځ د ټیسټ دوهمه لوبه د اکتوبر میاشت له ۳۰ مې څخه پیل شوی وه او نن پای ته ورسیده. دغه لوبې په لومړي پړاو کې لومړی توپ وهنه پاکستان وکړه ...

نور ولوله »

اشرف غني د پاکستان په پنجاب کې چاودنه وغندله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولس مشر اشرف غني د پاکستان د پنجاب ایالت په واګه سیمه کې پرونۍ چاودنه وغندله. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني د قربانیانو له کورنیو سره غم کې ځان شریک بولي او ورته د صبر غوښتونکی دی. یادې خبرپاڼې د اشرف غني له خولې لیکلي: «زه ...

نور ولوله »

اشرف غنې د سولې د خبرو په تمه، پاکستان ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د چین له څلو ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو او پرون يې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان ته د سفر نیت لري. نوموړي وویل چې پاکستان ته د سولې د همکاري په تمه ورځي او د سولې په برخه کې نه یواځې ...

نور ولوله »

افغانستان یو ځل بیا پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ د درې یو ورځنی سیالیو دریمه لوبه وه. سیالیو دغې لړۍ لومړی لوبه افغانستان او دوهمه لوبه پاکستان گټلې ده. په لومړی او دوهمه لوبه کې لومړی توپ اچونکی لوبډلې لوبه وگټله نو په همدې اساس پاکستاني لوبډل مشر د لوبې پچې له ...

نور ولوله »

«بلوچستان په نا امنۍ کې هند او افغانستان لاس لري»

نن ټکی اسیا: (جمعه، لړم ۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت کورنیو چارو وزیر میرسرفراز بګټي د هند او افغانستان پر څارګرو ادارو تور لګولی چې د بلوچستان په نا امنۍ کې لاس لري. بګټي پرون پنجشنبه ددغه ایالت په مرکز کوټه ښار کې یوې خبري ناستې ته دا خبرې وکړې. نوموړي همدا راز یو شمېر وسلې رسنیو ته ...

نور ولوله »