د ټیګونو ارشیف : پاکستان

لاهور: د جومات پریوتو له امله ۱۰ لمونځ کوونکي شهیدان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پنجاب ايالت مرکز لاهور «داروغه والا سيمه» کې د يو جومات د راپرېوتو له امله لس تنه شهيدان شوي او ګڼ نور ژوبل دي. راپورونه وايي، چې داروغه والا سيمه کې د جامع مسجد حنفيه چت د ماسپښين د لمانځه پرمهال راپرېوت او د جومات اول او دوهم پوړ نړيدلی دی. ...

نور ولوله »

په کشمیر کې او پاکستان کې د سیلابونو مناظر- انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل) د کشمیر او پنجاب په سیمو کې د اورښتونو او سیلابونو له کبله تر ۱۹۵ زیات کسان وژل شوي، او په زرګونو کورنۍ متاثره شوي دي. د تفصیلاتو سره سم یوازي د پاکستان په پنجاب ایالت کې ۶۰۰ کلي تر اوبو لاندي شوي دي، او زیات شمیر فصلونه په اوبو لاهو شوي دي. ...

نور ولوله »

زموږ تاریخي رسالت

لیکوال: عبدالبصیر عتیقزی د پاکستان د دفاع ورځ ده. پدې ورځ ټول پاکستانیان خپلو پوځیانو ته قدر او عزت ورکوي، د هغوی کارنامې او ویاړونه ستایي او د خپل نوي تاریخ یوه لویه او عظیمه برخه یې بولي. ښه کوي، ځکه ژوندي ملتونه همداسې وي چې خپل تاریخ؛ فرق نه کوي چې په وینو او که په اوبو لیکل شوی ...

نور ولوله »

پاکستان کې د ورښتونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر۱۳۷ تنو ته ورسيد

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پنجاب ايالت، ازاد کشمير او شمالي سيمو ګلګت بلتستان کې د سختو ورښتونو له امله تر اوسه د وژل شويو کسانو شمېر ۱۳۷ تنو رسيدلی دی. طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې د پاکستان لومړي ميانوازشريف ته په خپل راپور کې وويل، چې د تېرې پنجشنبې راهيسې د پيل شوو ورښتونو ...

نور ولوله »

طاهر القادري انقلاب مارش ته «کرایه شوي انقلابیان» راوستي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د طاهر القادري تر مشرۍ لاندې د پاکستان عوامي تحریک «انقلاب مارش» د اوږدیدو له امله کرایه شوي «انقلابیان» نه پریښودل کیږي چې کورونو ته ستانه شي. بي بي سي اردو د راپور په اساس د طاهر القادري سلګونه کسان کرایه کړي او د پاکستان له بېلابېلو سیمو يې اسلام اباد ته راوستي ...

نور ولوله »

بېړنی خبر: لاریونوالو د پاکستان ملي ټلویزیون نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): شېبه وړاندې قهرېدلي لاریونوال د پاکستاني ملي ټلویزیون ودانۍ ته ننوتلي او خپرونې يې بندې کړي دي. د پاکستان د ملي ټلویزیون رئیس، اطهر فاروق وايي چې لاریونوالو پر ودانۍ یرغل وکړ، د دوی همکاران يې وډبول او ډېر قیمتي وسایل یې مات کړل. ده زیاته کړه، چې لاریونوال مسلکي خلک وو او ...

نور ولوله »

ځانګړی راپور: پاکستان د کورنۍ جګړې په درشل کې؟

راپور: احمد جرس نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۹مه، ۱۳۹۳ل) اسلام اباد: د پاکستان سياسي حالات ډېر ترينګلي او دومره خراب دي، چې تمه يې نه کيده او اوسنی بحران خو داسې ځای ته رسيدلی، چې بېرته سمول يې ناشونی ښکاري. پاکستان اوس مهال په يو ليونتون بدل شوی او هر سړی انديښمن دی، چې څه به کيږي، مګر حل ...

نور ولوله »

اسلام اباد: لاریونوال د صدارت پر لور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۹مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان پولیسو هغه مهال پر لاریونوالو د اوښکې بهوونکي ګاز ډزې وکړې، چې غوښتل یې د لومړي وزیر نوازشریف رسمي استوګنځای، د صدارت ماڼۍ ته ننوځي. د ۲۵۰۰۰ شاوخوا لاریونوالو د تېرې شنبې د شپې ناوخته صدارت ته له هغې وروسته د ننوتو هڅه وکړه، چې تېره ورځ د پوځ په منځګړیتوب ...

نور ولوله »

اسلام اباد: لاریونوال د پارلمان ماڼۍ ته ننوتل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۹مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د عمران خان د تحریک انصاف او د طاهر القادي د پاکستان عوامي تحریک له خوا پنځلس ورځنی لاریون نن هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت چې لاریونوالو د پارلمان ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه. د عمران خان او طاهر القادري پلویان له تېرې کابو یوې ...

نور ولوله »

پاکستان: د سیاسي کړکېچ د هواري په موخه پوځ بالاخره مداخله وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۷مه ۱۳۹۳ل): پاکستان کې د روان لاریونونو څخه د راپيدا شوي سیاسي کړکېچ ته د پای ټکي کېښودلو لپاره بالاخره پوځ مداخله وکړه. پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف د عمران خان او طاهرالقادري سره د ازادۍ او انقلاب مارشونو په اړه کتلي دي. راپور کاږي چې پوځ مشر د ...

نور ولوله »