د ټیګونو ارشیف : پاکستان

د کوټې پر پوځي هوايي اډو د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه واخيست

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې په دوو سترو او مهمو هوايي اډو هممهاله بریدونو مسؤولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه واخېست. بېګا شپه پاکستاني طالبانو پر سمنګلي او خالد پوځي هوايي اډو ډله ییز برید وکړ. د ډان نیوز خبریال د طالبانو د سرچينو له قوله لیکلي چې دغه برید ...

نور ولوله »

اسلام اباد: د ازادۍ ورځ او د لاریونوالو ګڼه ګوڼه

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): نن شپې ناوخته د تحریک انصاف ګوند کاروانونه اسلام اباد ته ورسېدل. د عمران خان او طاهرالقادري په مشرۍ د پاکستان دوو سیاسي ګوندونو د اسلام اباد پر لور د مارش اراده کړې ده. خو عمران خان او قادري لاهم له لاهوره د اسلام اباد پر لار دي. دوی خبر ورکړی و، چې ...

نور ولوله »

د عمران خان «خپلواکۍ لاریون» د پاکستان سیاسي حالات کړکېچن کړي – ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د کاناډا مېشتي پاکستاني سیاستوال طاهر القادري په مشرۍ پاکستان عوامي تحریک په ګډه پلازمېنې اسلام اباد ته د نواز شریف حکومت د را پرځولو لپاره روان دي. عمران خان دغه لاریون د «خپلواکۍ لاریون» نومولی او طاهر القادري يې بیا «انقلابي ...

نور ولوله »

د نواز شریف حکومت د ګړنګ پر غاړه

لیکوال: احمدالله احمدزی څوارلس مياشتې وړاندې د نواز شريف په مشرۍ پاکستان مسلم ليګ «ن» پاکستان کې پارلماني ټاکنې په پرېکنده اکثريت وګټلې او ميا نواز شريف درېم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزير وټاکل شو. دغو ټاکنو کې د پاکستان لسګونو ګوندو په ګډون درې سترو سياسي ګوندو تر منځ سخته مقابله وشوه. د نواز شريف په مشرۍ مسلم ...

نور ولوله »

کرکټ: هند او پاکستان دواړه ټيسټ سیالۍ کې ناکام شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان او هند د کرکټ ټیمونو د خپل سیال ټیمونو څخه د کرکټ په پنځه ورځېنۍ سیالۍ (ټیسټ) کې سخت ماتې وخوړه. پاکستان لوبغاړي دا مهال په سريلانکا کې ددغه هیواد د لوبغاړو سره په سیالیو بوخت دي، او هلته په لندن کې د هندوستان لوبډله د بریتانیا سره په سیالیو ...

نور ولوله »

پر کونړ بریدونو کې ۲ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان له لوري په افغانستان د بریدونو په لړۍ کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي دي. د کنړ ولایت امنیه قومندان عبدالحسیب سیدخیلی وايي چې دغه دوه ځوانان تېره ورځ ماسپښين ۳ بجې د پاکستان له لوري د یو هاوان په برید کې په مروره ولسوالۍ کې وژل شوي. سیدخيلي ...

نور ولوله »

پاکستان سږ کال پر کونړ نږدې پنځه زره توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد ختیځ کې د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې پاکستاني پوځیانو د سږ لمریز کال له پیله تر اوسه څلور زره اووه سوه توغندي پر کونړ توغولي دي. د چارواکو په وینا، د سږ کال له وري میاشتې تر اوسه چې تقریباً پنځه میاشتې په بر کې نیسي، پاکستاني پوځیانو نیږدې ...

نور ولوله »

پاکستان یو هندی پوځي نیولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني ځواکونو یو هندی پوځي د پنجاب ایالت په سیالکوټ ښار کې نیولی دی. پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس دغه هندی پوځي پاکستان خاورې ته داخل شوی او هلته د دوی ځواکونو نیولی او یو نامالوم ځای ته د تفتیش لپاره بېولی. د پاکستان او هند تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې چې له ...

نور ولوله »

شمالي وزیرستان: ډرون برید ۶ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د شمالي وزیرستان په دته خېل نومې سیمه کې د  ډرون الوتکې برید ۶ کسان وژلي. د پاکستان جیونیوز تلویزوني کانال د راپور په اساس ډرون الوتکې یو کور او یو موټر په نښه کړی چې له امله یې ۶ کسان ووژل شول او ۲ نورټپيان شول. راپور کاږي چې وژل شوي کسان څو بهرنیان دي ...

نور ولوله »

پاکستان له افغانستانه مولوي فضل الله غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۳ل): پاکستان له افغانستانه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان مشر مولوي فضل الله دې دوی ته وسپاري. که څه هم د مولوي فضل الله په اړه دقیق مالومات نشته خو پاکستان ادعا کوي چې مولوي فضل الله د افغانستان په کونړ ولایت کې دی. د دوی په وینا په وزیرستان کې د پوځي ...

نور ولوله »