د ټیګونو ارشیف : پاکستان

پرویزمشرف: هندوستان او پاکستان افغانستان کې د یو بل خلاف نیابتي جګړه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پوځ مشر جنرال پرویز مشرف ویلي، چې د افغانستان څخه د ناټو او امریکا د ځواکونو د وتلو وروسته کیدای شي په دغه هیواد کې د هندوستان او پاکستان تر منځ سړه جګړه پیل شي. پرویز مشرف اندیښنه څرګنده کړې چې دواړه دښمن هیوادونه به په ...

نور ولوله »

سرتاج عزیز: «هغه وسلوال ولي په نښه کړو چې د پاکستان لپاره خطره نه دي؟»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د لومړي وزیر د امنیتي چارو او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې دوی نه غواړي خپل د هیواد دښمنان زیات کړی، او هغه کسان په نښه کړي، چې پاکستان ته خطر نه دي. نوموړي د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي « مونږ ولي په زور هغه ...

نور ولوله »

پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني سفر څومره بریالی و؟- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: د جمعې په ورځ ښاغلی اشرف غني ګاونډي هیواد پاکستان په داسې حال کې په یوه رسمي سفر ولاړ، چې د هیواد په دننه کې یې د نوې کابینې پر سر اختلافات مخ پر زیاتیدو دي. کورنیو رسنیو مخکي تر مخکي د ښاغلي اشرف غني سفر بریالی بللی او امیدواري یې ښکاره کړي چې دا سفر ...

نور ولوله »

سرتاج عزیز: خبرو اترو ته د طالبانو چمتو کول زموږ له توانه وتلي

  نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز له اشرف غني سره په کتنه کې وویل چې دوی نه شي کولای طالبان په فشار سره خبرو ته کېنوي. سرتاج عزیز پرون د جمعې په ورځ له اشرف غني سره په خبرو کې وویل چې ...

نور ولوله »

پاکستان.. د ولسمشرد سفرونو په لړۍ کې برخليک ټاکونکی تمځای

عبدالرحمن فرقاني لیکوال، څېړونکی او سیاسي شناند که يوه لور ته په اسلامي نړۍ کې د سپيڅليو، منځلارو او متوازنو اسلامي ارزښتونو او مفاهيمو د بدنامولو لپاره پخپله د اسلامي امت د سختدريځه ډلو د ناوړه، بې منطقه او بې اټکله کړنو څخه داسلام د سپيڅلي  الهي دين پر ضد ګټه پورته کېږي؛ بل لور ته په نوموړې نړۍ کې ...

نور ولوله »

افغانستان د پاکستان دوست کېدای شي؟

رحیم‌الله یوسفزی پاکستانی خبریال ژباړن: احمدالله احمدزی نوی افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني غواړي پاکستان سره د افغانستان اړيکې په نوې بڼه جوړې کړي، مګر دا کار به وخت ونيسي؛ ځکه چې تر اوسه د شريک حکومت کابينه هم نه ده جوړه شوې او د اجرایيوي ریيس ډاکټر عبدالله پخوانی مشر احمدشاه مسعود پاکستان سره ډېر اختلافات درلودل او تر ...

نور ولوله »

اشرف غني پاکستان ته ورسېد

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني په دوه ورځېنۍ رسمي سفر د یو لوړ پوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورسېد. د پاکستان ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په نور خان ائیربیس کې د ولسمشر اشرف غني استقبال وکړ. ټاکل شوې چې شنبې ته به اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر نواز ...

نور ولوله »

پاکستان لومړی ټیسټ لوبه کې نیوزیلینډ له سختې ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه پای ته ورسیده چې دغه لوبه کې پاکستان لوبډلې د نیوزیلینډ لوبډلې ته په ۲۴۸ منډو ستره ماتې ورکړه. د دغې لوبې پچه پاکستان لوبډل مشر گټلې وه او د لومړۍ توپ وهنې پریکړه يې کړې وه. پاکستان لومړی توپ وهنې سره ...

نور ولوله »

شنبې ته اشرف غني د نوازشریف سره په ګډه پاک – افغان کرکټ سیالي ګوري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ د ګډ حکومت ولسمشر ښاغلی اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم په یوې خبري ناسته کې پاکستان ته د ولسمشر د ورتګ ویلي او زیاته کړې يې ده چې د دواړو ...

نور ولوله »

د عمران خان او طاهرالقادري د نیولو امر وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د اسلام اباد د تروریزم ضد محکمې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د صوفي ملا طاهر القادري د نیولو امر کړی. دغې محکمې په پارلمان او د پاکستان په ملي تلویزون د برید په تور د دواړو مشرانو د نیولو امر کړی دی. همدا راز محکمې د خیبرپښتونخوا ایالت ...

نور ولوله »