د ټیګونو ارشیف : پاکستان

ټرمپ- عمران خان ته: پاکستان ته زما تر سفر وړاندې باید په افغانستان کې سوله راشي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د پاکستان د لومړي وزیر له لوري «اسلام اباد» ته د نوموړي د بلنې په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان سوله باید پاکستان ته د نوموړي تر احتمالي سفر وړاندې راشي. دې نېشن ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله ...

نور ولوله »

ډیره اسماعیل خان کې پر پوستې برید ۶ پولیس وژلي

ډیره اسماعیل خان کې پر پوستې برید ۶ پولیس وژلي نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو پوستې برید کې ۶ پولیس وژل شوي دي. د ډیره اسماعیل خان د پولیسو مشر اسوشیټډپریس خبري اژانس ته ویلي چې لومړی پر یوې پوستې وسله وال برید وشو او وروسته چې کله ...

نور ولوله »

پاکستان وايي د خپل هوايي حریم د بندولو له کبله ورته ۵۳ میلیونه ډالر زیان رسیدلی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور ويلي چې د خپل هوايي حریم د بندولو له کبله د هوايي چلند ادارې ته ۸.۵ میلیارده کلدارې (تقریبا ۵۳ میلیونه ډالر) زیان رسیدلی دی. غلام سرور ویلي چې د پاکستان هوايي چلند ادارې ته زیات زیان رسیدلی خو تر دوی زیات هند ته تاوانونه رسیدلي ...

نور ولوله »

د پاکستان د اندوس سيند يوه برخه اوبه دې افغانستان ته ور واوړي

شفيع اعظم  نن مې يو راپور ولوست چې پاکستان کې د اوبو او برېښنا ځينو متخصصينو وړانديز کړی چې د سيمي اقتصادي پرمختګ او اقليمي بدلون لپاره بايد پاکستان د اندوس سيند د اوبو يوه برخه افغانستان ته واړوي. د دې خبر د تحقق او امکان لپاره د ګوګل ايرت نقشې ته ولاړم. نقشې ته په کتو اندوس سيند د ...

نور ولوله »

پاکستان: امنیتي ځواکونو حافظ سعید نیولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د جماعت الدعوه (پخوانۍ لشکرطیبه) مشر حافظ سعید نن چهارشنبه د لاهور – ګوجرانواله پر لویه لاره امنیتي ځواکونو نیولی دی. د جماعت الدعوه ویاند رویټرز ته ویلي چې هغه د ترهګرۍ ضد ځواکونو له خوا د ناڅرګندو وجوهاتو له کبله نیول شوی دی. پاکستان د جولايي په ۳مه د جماعت الدعوه ۱۳ مشرانو ...

نور ولوله »

د پاکستان هوايي حریم د هوایي ټرافیکو پرمخ خلاص شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د هوانوردۍ ادارې وايي چې نور يې هوايي حریم د ټولو ملکي پروازونو پر مخ خلاص دی. پاکستان د روان کال د فرورۍ د میاشتې ۲۶مې نېټې وروسته خپل هوايي حریم د هر ډول پروازونو پر مخ تړلی و خو وروسته یې دغه بندیز پر جنوبي برخې لرې او د هند ...

نور ولوله »

پاکستان یو وار بیا پر مبایل کارتونو مالیه کمه کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان سترې محکمې پریکړه وکړه چې د مبایل شرکتونه دې له دې وروسته د مبایل پر کارتونو اضافي مالیه نه اخلي. د پاکستان مشهورو خبري اژانس د راپورونو له مخې د پاکستان سترې محکمې یو وار بیا د مبایل کارتونو اضافي مالیه چې له ۷ څخه تر ۱۰ سلنه یا ۱۲ روپۍ ...

نور ولوله »

پاکستان: د «۳۹۳۸» جبري ورک شوو کسانو درک لګېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): پاکستان کې د جبري ورک شوو کسانو په اړه کمیسیون وايي چې د ټولو ۶،۱۵۶ ورک شوو کسانو له منځه يې د ۳،۹۳۸  درک لګولی دی. دغه کمیسیون مشر متقاعد قاضي جاوید اقبال چې د پاکستان د حساب ورکونې ادارې مشر هم دی ویلي چې د جون د میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د ...

نور ولوله »

د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د پاکستان فضا د بندیدو له کبله ورته ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسیدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د ترانزیتي پروازونو پر مخ د پاکستان هوايي حریم د بندیدو له کبله ورته په تېرو  څلور نیم میاشتو کې ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسیدلی دی. د ملکي هوايي چلند ادارې رییس محمدقاسم وفايي زاده نن شنبه په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ...

نور ولوله »

پاکستان د هوایي حریم د خلاصولو لپاره د هند غوښتنه رد کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): پاکستان د خپل هوايي حریم د خلاصولو لپاره د هند غوښتنه په مشروط ډول رد کړې ده. د پاکستان د هوانوردۍ ادارې منشي شارخ نصرت د چې د پارلیماني کمېټې له خوا استجواب شوې و ویلي چې د هند حکومت د هوايي حریم د خلاصولو لپاره ترې غوښتنه کړې خو دوی ورته ویلي چې ...

نور ولوله »