fbpx

د ټیګونو ارشیف : پاکستان

پاکستان کې د افغان مهاجرینو ځورونې لا هم دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): که څه هم د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ناثبت افغان مهاجرین به نور نه نېول کیږي او نه به یې هم په خلاف قانوني اقدام کیږي، خو سربېره پر دې هم پولیسو سلګونه افغان مهاجرین نيولي دي. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د پېښور د ډیرو ...

نور ولوله »

پاکستان د تازه میوو صادراتو لپاره نوې ستونزې ایجادې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): په کندهار کې د سوداګرۍ اتاق او تازه میوو سوداګر وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې تر خلاصون وروسته د تازه میوو صادرات له نوو ستونزو سره مخ شوي دي. دوی وايي چې پاکستاني چارواکو د هر موټر مېوې پر سر ۳لکه پاکستانۍ کلدارې ضمانت غواړي او دغه کار د دې لامل ...

نور ولوله »

پاکستان وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ «سرحد» محفوظ نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه۱۳۹۵ل): د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ «سرحد» محفوظ نه دی. هغه د پاکستان پارلمان ته په خبرو کې وویل چې هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ زرو پورې کسان د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ پر کرښې تیریږي ...

نور ولوله »

د امریکا-هند نږدې کېدونکې اړیکې او پر سیمه یې اغېزې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز  مقدمه په ۲۰۱۵ او  ۲۰۱۶ کلونو کې د افغانستان ګاونډي او سيمه‌ييز هېوادونه، د يو شمېر جيو-پوليټيکو تحولاتو شاهده وو. د هند او امريکا اړيکې د نږدې کېدو په لور روانې دي او ورسره هم‌مهاله بيا د چين-هند او هند-پاکستان اړيکې د خرابېدو په لور روانې دي. تېره اوونۍ د امريکا او هند ترمنځ ...

نور ولوله »

پاکستان په تورخم او چمن کې ځمکني بندرونه جوړوې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر خرم دستګیر وايي چې ډير ژر به په تورخم او چمن کې ځمکني بندرونه جوړ کړي. نوموړي په خیبرپښتونخوا ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په تورخم او چمن کې د ځمکني بندرونو جوړولو سره به د افغانستان او پاکستان تر ...

نور ولوله »

تر لوی اختر وروسته به د مهاجرینو ستنېدنې بهیر نور هم چټک شي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د افغان مهاجرینو کمیشنر ډاکتر عمران زیب وايي چې د لوی اختر وروسته به هره میاشت ۲۴۰،۰۰۰ افغان مهاجرین هېواد ته ستنیږي. عمران زیب ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې ناقانونه افغان مهاجرینو ته د روان کال د نومبر تر ۱۵مې په پاکستان کې د اوسېدو جواز ورکړل شوی او ...

نور ولوله »

افغان مهاجرین او د بی غوری پټ لاسونه!

محمد يونس طالبانو سقوط څخه وروسته د کابل ښار جوړښت بدل شو، د شورای نظار ځینی غړو د کابل لوی لوی سیمی غضب کړی او د خپل ګوند غړی یی هلته ځای پر ځای کړل، امان الله ګذر چی خلک یی د ځمکو پر غضب تورنوی دومره هوښیار انسان نه دی چی همغه مهال د داسی لوی پروژی په اړه ...

نور ولوله »

د سپین بولدک-چمن لارې په پرانېستلو موافقه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د ۱۴ ورځو مسلسل بندیز وروسته افغان او پاکستاني لوري نن موافقې ته ورسېدل چې د سپین بولدک–چمن لاره سبا د پنجشنبې په ورځ د عامو مسافرو او ترانسپورتي موټرو پر مخ پرانېزي. د سپین بولدک – چمن پوله پاکستاني لوري د اګست ۱۸مې /زمري ۲۸مه/ راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر ...

نور ولوله »

سپین بولدک-چمن لارې د خلاصولو مذاکرات یو ځل بیا بې پایلې شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او پاکستان د سرحدي چارواکو تر منځ د سپین بولدک-چمن لارې (دوستۍ دروازې) د خلاصولو په اړه مذاکرات یو ځل بیا بې پایلې شول. نن ۱۴مه ورځ ده چې د سپین بولدک-چمن لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې چې له کبله یې سوداګرو ته په ځانګړي ډول ...

نور ولوله »

پېښور: افغان قونسلګرۍ کې د اسنادو تصدیق په تجارت بدل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): په پېښور کې افغان مهاجرین وايي چې د افغانستان قونسلګرۍ دننه د افغان زده‌کوونکو د اسنادو تصدیقول تجارت ګرځېدلی دی. پېښور مېشتی افغان مهاجر شکرالله مخلص وايي چې لا هم له هغه افغانانو د اسنادو د تصدیق لپاره پنځه ډالر یا ۵۵۰ کلدارې اخېستل کیږي چې د افغاني ښوونځیو پر ځای يې په ...

نور ولوله »